د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۰

د ناټو د سرمنشي سخت خبرداری


مارک روټه
مارک روټه

د ناټو عمومي منشي د خپل تړون له غړیو هیوادو وغوښتل چې دفاعي هڅې زیاتې کړي چې د روسیې د تیري مخه ونیسي. مارک روټه د جرمني په پلازمینه برلین کې د ډسمبر په یولسمه دا خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې کیدای شي چې داسې جګړه ونښلي چې زموږ پلرونو او نیکونو لیدلې او زغملې وه.

د ناټو عمومي منشي مارت روټه وایي چې د ناټو اکثر غړي د روسیې د بیړني ګواښ احساس نه کوي خو حقیقت دا دی چې دوی باید ډیر ژر لاس پکار شي، خپله دفاعي بودیجه پراخه کړي او د وسلو د تولید چارې زیاتې کړي چې د هغسې جګړې مخه ونیول شي چې زموږ پخوانیو نسلونو لیدلې وه.

ښاغلي روته وویل چې د روسیې دوهم هدف اروپا ده، خو اکثر لاهم په دې باور دي چې زمان د دوی په ګټه څرخي، خو حقیقت داسې نه دی اوس هغه زمانه ده چې باید د ناټو غړي هیوادونه لاس په کار شي.

د ناټو عمومي منشي بیا وویل، جګړه زموږ د دروازې تر شا رارسیدلې، روسیې جګړه اروپا ته رارسولې او د ناټو متحدین باید ورته چمتو واوسي.

د ناټو عمومي منشي دا خبرداری هم ورکړ چې ښایي روسیه د پنځو کلونو په ترڅ کې د ناټو پرضد له پوځي ځواکه استفاده وکړي.

د ناټو له عمومي منشي سره په خبرې غونډه کې د جرمني صدراعظم فریدرښ میرڅ بیا د اوکراین د جګړې د حل پر لارو چارو خبرې وکړې او د واشنګتن د سولې طرحې ته یې اشاره وکړه چې د اوکراین د خاورې یوه برخه روسیې ته وسپارل شي او جګړه ودرول شي، ده وویل، د دې طرحې په اړه یې د چهارشنبې په ورځ له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټیلفون خبرې وکړې. صدراعظم میرڅ بیا وویل، اوس دا مهمه ده چې اوکراین د خپلو کومو سیمو ورسپارلو ته چمتو دی او د دې پریکړه باید د اوکراین ولسمشر او ولس وکړي.

میرڅ د ناټو له عمومي مشر مارک روټه سره په ګډه خبرې غونډه کې دا هم وویل چې دا به یوه تېروتنه وي چې د اوکراین ولسمشر په داسې سولې مجبور کړو چې د اوکراین ولس له څلورو کلونو جګړو، مرګ ژوبلې او سختیو وروسته سر ورته ټیټ کړي.

مارک روټه په داسې وخت کې د اوکراین د جګړې خبرداری ورکوي چې د ناټو متحدینو او شریکانو د چهارشنبې په ورځ د اوکراین لپاره د څه باندې څلور میلیارډه ډالرو پوځي تجهیزاتو او مهماتو د چمتو کیدو ژمنه وکړه.

د روان کال د اګست له میاشتې راهیسې د ناټو متحدینو او شریکانو هره میاشت له اوکراین سره د یوه میلیارډ ډالرو نظامي مرستو ژمنې کړې دي او تمه ده چې روانه میاشت او راتلونکی کال به نورې مرستې هم و کړي.

XS
SM
MD
LG