د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۳۰

بې پولې خبریالان: په ۴۷ هیوادونو کې ۵۰۳ خبریالان بندیان دي


د بې پولې خبریالانو ټولنې په تازه راپور کې د روسیې ولسمشر او د طالبانو مشر د هغو دوو مشرانو په توګه یاد شوي دي چې تر ټولو ډېر ژورنالیستان او د رسنیو کارکوونکي یې تر فشار لاندې راوستي او ځپلي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۵م کال د دسمبر تر لومړۍ نېټې پورې، په ۴۷ هېوادونو کې ټول ۵۰۳ ژورنالیستان بندیان دي. چین، روسیه او میانمار په ترتیب په لومړي، دوهم او درېیم مقام کې دي. راپور همدا راز وایي چې په افغانستان کې دا مهال اووه ژورنالیستان او د رسنیو کارکوونکي په بند کې دي.

د ژورنالیستانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) هم د ډسمبر په ۸مه طالبانو ته په یوه لیک کې غوښتنه کړې چې بندي ژورنالیستان خوشې کړي او د طالبانو دا کړنې یې «د بیان د بنسټیز حق ښکاره سرغړونې» بللي دي.

د پوتین او ملا هبت الله په اړه ځانګړې څېړنه

په راپور کې چې د ۲۰۲۵م کال د دسمبر په ۹مه خپور شو، راغلي چې ولادیمیر پوتین او ملا هیبت الله اخوندزاده د نړۍ هغه دوه رهبران دي چې تر ټولو زیات رسنیز فعالان او خبریالان یې ځپلي دي.

د راپور پر بنسټ، روسیې په ۲۰۲۵م کال کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د مطبوعاتو تر ټولو ستره ځپنه تجربه کړه او په نړیوال شاخص کې د روسیې ځای تر ټولو ټیټې درجې، یعنې ۱۷۱م مقام ته راولویده.

راپور وایي د ملا هیبت الله تر مشرۍ لاندې افغانستان کې ژورنالیستان له «بې‌درېغه سانسور» سره مخامخ شوي دي او پرله پسې محدودیتونه او بندیزونه د دې وضعیت ښکارندويي کوي.


په افغانستان کې د ژورنالیستانو نیونې

راپور زیاتوي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، تر اوسه تر ۱۶۵ ډېر رسنیز کارکوونکي نیول شوي دي چې یوازې په ۲۰۲۵م کال کې یې شمېر ۲۵ کسانو ته رسېږي.

په راپور کې راغلي چې طالبانو د توانا خبري اژانس مسوول او د رسنیزو بنسټونو او خبریالانو د فدراسیون مشر ابوذر صارم سرپلی او د جاپان د NTV تلویزیون خبریال شکیب نظري دې ته اړ کړي چې «جعلي اعترافونه» وکړي، چې ویډیو یې وروسته په ټولنیزو شبکو کې خپره شوه.

همداراز، د اې ایف کې اې نیوز د AFKA News خبریال مهدی انصاري د ۲۰۲۴م کال په اکتوبر کې د طالبانو د استخباراتو له خوا «د امارت پر ضد تبلیغ» په تور نیول شوی، او د یو نیم کال بند سزا ورته ټاکل شوې او په اجباري ډول یې اعترافات خپاره شوي دي.


په منځني ختیځ او نورو سیمو کې خطرونه

د راپور له مخې، په منځني ختیځ کې ژورنالیستان تر ټولو ډېر په ایران، عراق، سوریې، سعودي عربستان، لیبیا، فلسطین، یمن، الجزایر، لبنان، بحرین، امارات، مصر، اسراییل، تونس، اردن، مراکش او کویت کې په ډېر خطر کې دي.

د بې پولې خبریالانو ټولنه وایي چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې د ژورنالیستانو د وژلو شمېر لوړ شوی او له ۶۷ وژل شوو رسنیزو فعالانو څخه ۵۳ تنه د جګړو یا جنایتکارو شبکو قرباني شوي، چې نیمایي یې په منځني ختیځ کې وژل شوي دي.

د راپور له مخې، د دغو کسانو شاوخوا ۴۳٪ خبریالان یوازې په غزه کې د اسرابیلي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

د روسیې پوځ په اوکراین کې لا هم اوکرایني او بهرني ژورنالیستان په نښه کوي؛ سوډان د خبریالانو لپاره تر ټولو په مرګوني جنګي زون بدل شوی دی.

په مکسیکو کې بیا د جرمي بانډونو زیات فعالیت په ۲۰۲۵ کال کې د خبریالانو د وژلو د زیاتوالي عمده علت ګڼل شوی.


په نړۍ کې بندي ژورنالیستان

راپور په پای کې څرګندوي چې د ۲۰۲۵م کال د دسمبر تر لومړۍ نېټې پورې۱۲۱ ژورنالیستان په چین کې،۴۸ په روسیه کې او ۴۷ په میانمار کې ناحقه بندیان دي، چې دا درې هېوادونه په نړۍ کې د خبریالانو د بندیانو تر ټولو لوړ شمېر لري.

په افغانستان کې هم ۷ ژورنالیستان او رسنیز کارکوونکي لا هم په بند کې ساتل کېږي.


XS
SM
MD
LG