د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې نن یکشنبه ( د لیندۍ ۱۶) مه یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه بندیز د خېر ښیګڼې چارې متاثره کړي او په وینا یې، هر څومره چې اوږدیږي، په همغې اندازې ژوند ژغورونکي خدمتونه له خطر سره مخ کوي.
دوی ویلي چې افغان ښځینه کارکوونکو یې دې موده کې د کورونو او ټولنو له لارې د خیر ښیګڼې هڅو، له هغې ډلې د زلزله ځپلو او پاکستان او ایرانه د راستنو شویو ملاتړ ته دوام ورکړی دی.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې دوی اړمنو افغان ښځو او نجونو ته هغه وخت په خوندي ډول خدمتونه کولای شي چې ښځینه کارکوونکې یې د ازاد فعالیت اجازه ولري.
دوی یوځل بیا د طالبانو له حکومته غوښتي چې کارځایونو ته د دوی د ښځینه کارکوونکو پر ورتګ لګول شوی دغه بندیز لرې کړي، خو د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.
وړاندې تر دې رسنیو د طالب چارواکو په حواله ویلي، دا بندیز د دوی د مشر د هغه فرمان یوه برخه ده چې له مخې یې د ملګرو ملتونو په ګډون په ټولو کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو ګډون منع شوی دی.
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې یو فرمان ورکړ چې له مخې یې په ټولو نړیوالو او کورنیو موسسو کې د افغان ښځو کار کول منع شول.
که څه هم هغه مهال د ملګرو ملتونو ادارې په یوه ډول له دې فرمانه مستثنا شوې، خو د روان کال په سپټمبر کې یوناما اعلان وکړ چې کابل او نورو ولایتونو کې د دوی دفترونو ته ښځینه کارکوونکې نه پریښودل کیږي.
د طالبانو همدغو اقداماتو د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو غبرګونونه پارولي او وخت نا وخت د افغانستان د بشري وضعیت په اړه اندیښنې څرګندوي.
تازه تېره اونۍ د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ریچارد بېنیټ دوحې ته پنځه ورځنی سفر درلود او هلته یې د افغانانو د بشري حقونو پر وضعیت له قطري چارواکو، د نړیوالې ټولنې له استازو او افغانانو سره خبرې وکړې.
بېنیټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ده په دوحه کې د نړیوالې ټولنې له استازو غوښتي چې له طالبانو سره هر ډول تعامل د خپلو اصولو په رڼا کې مخته بوځي او له طالبانو وغواړي چې د خپلو خلکو په ځانګړې توګه ښځو غوښتنو ته غوږ کېږدي.
بېنیټ ویلي، افغان ښځې روغتیایي خدمتونو او معنا داره عدالت ته هم په لاسرسي کې ستونزې لري.
بېنیټ زیاته کړې، دی په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو په وړاندې د شدید تاوتریخوالي په اړه هم اندیښمن دی.
نوموړي د دغه تاوتریخوالي یوه بیلګه په دې وروستیو کې په کابل کې له واده وروسته د یوې نجلۍ د مرموزې وژنې پېښه یاده کړې ده.
هغه ویلي، دا ډول پیښې باید په بیړه او خپلواک ډول وڅېړل شي.
دا اندیښنې په داسې حال کې دي چې د نومبر له ۲۵مې راهیسې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوال کمپاین پيل شوی دی.
طالبانو د ریچارد بېنیټ راپورونه ( پروپاګند) بللی اوکابل ته یې هغه ممنوع الدخول کړی.
خو ملګرو ملتونو تېره اکتوبر میاشت کې د بېنیټ ماموریت یوه بل کال ته هم وغځوه.