کرملین ټینګار کړی چې د اوکراین د جګړې د احتمالي پای ته رسیدو په اړه له متحده ایالاتو سره د خبرو اترو جزییات دې پټ پاتې شي.
د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د متحده ایالاتو د مذاکره کونکو ترمنځ له اوږدې غونډې وروسته وویل: هرڅومره چې دا خبرې اترې غلې ترسره کیږي، هغومره به ګټورې وي.
د تاس خبري اژانس په وینا، پیسکوف وویل: "موږ به دې اصل ته غاړه کیږدو، او موږ هیله لرو چې زموږ د متحده ایالاتو سیالان به هم دې ته غاړه کیږدي."
که څه هم د سه شنبې په ماښام خبرو اترو کومه پایله نه لرله، خو د جرمني خبرې اژانس په باور پیسکوف نه غوښتل چې دا د متحده ایالاتو د سولې پلان د ردولو په توګه تعبیر شي.
هغه وویل: "موږ چمتو یو چې د سولې هوکړې ته د رسیدو لپاره هرڅومره چې اړتیا وي سره ووینو."
پیسکوف زیاته کړه چې ښایي د ولسمشرانو ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ ترمنځ یو ځل بیا په ټیلفون خبرې وشي.
د روسیې له ولسمشر پوتین سره تر اوسه د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویتکوف شپږ ځله لیدلي دي، د دې وروستۍ مذاکرې پرمهال د راپورونو له مخې د اختلاف ټکی د او چې روسیه غواړي د اوکراین د خاورې یوه برخه بیله کړي. پوتین وایي چې د دونباس ټوله سیمه حتی هغه سیمه چې د روسیي ځواکونو په لاس کې نه ده له اوکراینه بیله شي، کییف بیا دا ردوي چې د خپلې خاورې کومه برخه روسیې ته وسپاري.
بل لور ته جرمني نن شک څرګند کړ چې روسیه دې له اوکراین سره سوله وکړي. وروسته تر دې چې د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی ویتکوف له کرملینه بیرته وګرځید، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په ایکسپاڼه کې ولیکل چې موږ په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو هرکلی کوو، خو اوس مهال داسې نښې نه وینو چې روسیه دې خبرو اترو ته لیواله وي.