د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۴

د ژمي له رانژدې کېدو سره ناروغي او د کابل د هوا ککړتیا زیاته شوې


یو شمیر کابل ښاریان وايي، د ژمي په رانېږدې کېدو سره هوا ککړه شوې چې له امله یې خلک ناروغان شوي دي.

د ژمې په رانژدې کېدو د کابل هوا بیا ککړه شوې.

کابل ښاریان شکایت کوي وايي، له دې امله ناروغۍ هم ډیرې شوې دي.

د کابل ښار د پکتیاکوټ اوسېدونکې بسیمې چهار شنبه د دسمبر په ۳ مه ازادي راډیو ته وویل:

" د کابل هوا په دې ورستیو کې ډیره خرابه شوې ده، څوک بیرون نشي وتلی، چې ووځي ناروغان کېږي، زمونږ کور کې هم ټول ناروغان دي پراته دي. "

د کابل ښار د خوشحال مېنې ( کوټه سنګي) اوسېدونکې فاطمې هم ازادي راډیو ته ورته خبرو وکړه:

" د ژمي په رارسېدو سره هوا ډېره خرابه شوې، ککړه شوې ده، خلک غریب دي، بل څه د سوند لپاره نه لري، ډیری زغال سنګ کاروي، د همدې لپاره هوا دومره ککړه ده چې ناروغي یې هم رامنځته کړې. "

د ځینو روغتونونو مسوولین هم دا خبره تایدوي چې د هوا د ککړتیا له امله ناروغۍ په خلکو کې ډیرې شوې دې.

کابل کې د یکتا په نوم د یو خصوصي روغتون د بېړنۍ خونې مسوول محمد اشرف سلطاني ازادي راډیو ته وویل، چې ډیری خلکو ته د هوا د ککړتیا له امله تنفسی ناروغۍ پیدا شوې دي.

ده اندېښنه وښوده چې دا شمیر ورځ بلې ته ډېرېږي:

" کوم کسان چې اوس مونږ په بېړنۍ خونه کې لرو او د هوا د ککړتیا له امله ناروغان دي شمیر یې دیر دی، او دا ورځ په ورځ زیاتېږي."

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو تر کنترول لاندې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د اړیکو او عامه پوهاوي برخې مشر محب الله فضلي وپوښتنو خود راپور تر خپرېدو یې زمونږ اړیکه ځواب نه کړه.

د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې کابل ښاروالې بیا وايي، دوی د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د جوړې کړي طرحې پر بنسټ د هوا د ککړتیا د راکمولو په برخه کې خپل مسوولیتونه لري، چې په کې د سړکونو پخول، د لوړو پوړو ودانیو د مرکز ګرمیو له فلترونو او دغه شان له حمامونو څارنه شامله ده.

د دغه ښاروالې ویاند نعمت الله بارکزی چهارشنبه ازادي راډیو سره په خبره کې زیاته کړه، چې دا مهال د کابل ښار د هوا ککړتیا کورونو کې د بخاریو کېښودو له امله ده چې خلک یې باید په راکمولو کې همکاري وکړي:

"تر اوسه چې خبرې کوو، د قوس میاشتې له ۱۵ مې مخکې، ډیری مرکز ګرمی غیر فعاله دي او کومه د هوا ککړتیا چې کابل کې ده، د هغو کورونو له امله ده چې یو یا دوه د بخارۍ نلونه لري، چې په دې برخه د خلکو همکاري غواړو چې د امکان تر بریده یې راکمې کړي، خو د حمامونو او لوړ پوړ ودانیو په اړه کابل ښاروالې د اصولو له مخې خپل قانوني اجرات کوي ."

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (یو ان هبیتات) خبرداری ورکړی و چې د افغانستان ښارونه د هوا د ککړتیا له جدي ناورین سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې د (اکتوبر ۲۲مه) پر خپل ایکس پاڼه ویلي وو چې د موټرو او کارخانو لوګیو اود سکرو او پلاستیک د سوځولو له امله ژمي کې لوګيو د خلکو روغتیا ته ګواښ پېښ کړی دی.

عام خلک وايي چې ډیری کورنۍ اړې دي چې د اقتصادي ستونزو له امله له پلاستیک، ربړ، ټایرونو او لوګیو تولیدونکي سونګ توکو کار واخلي، چې دا د هوا ککړتیا او ناروغۍ څو چنده زیاتوي.

مخکې ویلي شوي وو چې د حمامونو او د لوړو پوړو ودانیو د مرکز ګرمیو د ګرمولو لپاره هم ډیری همدا او بې کیفیته سوند توکي سوځول کېږي چې د هوا د ککړتیا لامل ګرځي.

خو د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې کابل ښاروالې وايي، د دوی ټیمونه ګزمې کوي او په دې برخه جدي څار لري.

XS
SM
MD
LG