د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۲۷

اروپايي ټولنه د افغان نجونو د زده کړو پر اهمیت ټینګار کوي

اروپايي ټولنه وايي چې د ټولو لپاره د زده کړو زمینه برابرول د یوې باثباته او له تاوتریخوالي پاکې راتلونکې د ترلاسه کولو کلي ده. خو له زده کړو شمېر محرومې نجونې وايي چې یوازې خبرې او بیانونه بسنه نه کوي، او له عملي اقداماتو پرته د دوی او په افغانستان کې د راتلونکو نسلونو راتلونکې له خطر سره مخ ده.

اروپايي ټولنې یو ځل بیا د افغان ښځو او نجونو لپاره د زده کړو اړتیا رابرسېره کړې ده.

دې ټولنې د شنبې په ورځ «د نومبر په ۲۹مه» په خپل ایکسپاڼه لیکلي چې د #OrangeTheWorld کمپاین کې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو لپاره د اروپايي ټولنې پر دوامداره ملاتړ ټینګار کېږي.

دا کمپاین هر کال د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې( UN women) لخوا پیلېږي او موخه یې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي په اړه د عامه پوهاوي لوړول، د نړیوالې ټولنې او حکومتونو او ادارو هڅول دي چې د ښځو او نجونو د ساتنې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

اروپايي ټولنې زده کړې د زیان ګالنې د کمولو او د خورا باثباته او له تاوتریخوالي پاکې راتلونکي جوړولو لپاره اساسي بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ښځې او نجونې د طالبانو د محدودیتونو له امله له تېرو څلورو کلونو څخه زیاتې مودې راهیسې له شپږم ټولګیو پرته له زده کړو محرومې دي.

له زده کړو یو شمیر محرومې نجونې وايي چې یوازې خبرې او بیانونه کافي نه دي او د عملي او محسوسو اقداماتو نشتوالی د دوی او په افغانستان کې د راتلونکو نسلونو سرنوشت له خطر سره مخ کوي.

له لوړو زده کړو یوې محرومې نجلۍ چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د شنبې په ورځ «د نومبر په ۲۹مه» ازادي راډیو ته وویل:

"که د زده کړو فرصت برابر نه شي، زموږ نسلونه به بې سواده پاتې شي او په افغانستان کې به هیڅ پرمختګ ونه شي، ځکه چې د مور په وسیله، یو نسل ښه روزنه او تعلیم ترلاسه کوي، نو که افغان ښځې له زده کړو محرومې شي، دا به د افغانستان لپاره یو لوی بحران وي."

که د زده کړو فرصت برابر نه شي، زموږ نسلونه به بې سواده پاتې شي او په افغانستان کې به هیڅ پرمختګ ونه شي

یوې بلې نجلۍ چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي او د طالبانو د محدودیتونو له امله ښوونځي ته له تګه پاتې ده، ازادي راډیو ته وویل:

"زه د یوې افغانې نجلۍ په توګه احساس کوم چې یوازې خبرې کول او کمپاین کافي نه دي، د دې پیغامونو تر څنګ موږ عملي اقداماتو ته هم اړتیا لرو، لکه د افغان نجونو لپاره د ډېرو تحصیلي او مشخصو بورسونو رامنځته کول او د ویزې پروسې باید اسانه کړل شي.”

یوازې خبرې کول او کمپاین کافي نه دي، د دې پیغامونو تر څنګ موږ عملي اقداماتو ته هم اړتیا لرو

د زده کړو د حقونو فعالین هم وايي چې د نجونو پر زده کړو د طالبانو د حکومت زیاتیدونکي محدودیتونه په افغانستان کې د یو پراخ، اوږدمهاله او نه بدلیدونکي ناورین پیل نښه کوي.

له دې ډلې د زده کړو فعال فضل الهادي وزین، ازادي راډیو ته وویل:

“د هر هیواد او ملت پرمختګ او سوکالي په تعلیم پورې اړه لري، که چیرې د پرمختګ دروازې د وګړو لپاره خلاصې وي، نو د هغه هیواد د خلکو راتلونکی روښانه او ځلانده وي، اوس چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د افغان ټولنې نیمایي برخې پرمخ تړل شوي دا یو نه جبرانیدونکی ناورین دی."

د هر هیواد او ملت پرمختګ او سوکالي په تعلیم پورې اړه لري

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې د نجونو پر زده کړو محدودیت لګولی، خو تل د دوی په حکومت کې د دې موضوع په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي.

تازه په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ، د لیندۍ په ۴مه ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې د نجونو د زده کړې په اړه د طالبانو په حکومت کې اختلافات شته.

خو نوموړي زیاته کړې چې هیله من دی چې په افغانستان کې به د نجونو د زده کړو په برخه کې بدلونونه راشي.

د نجونو پر زده کړو د طالبانو محدودیتونه له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوي، او په مکرر ډول له دوی د دې محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه شوې ده، خو طالبان ادعا کوي د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه خوندي کړي او تر اوسه یې په دې اړه خپل دریځ نه دی بدل کړی.

This item is part of
XS
SM
MD
LG