د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۷ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۱

پاکستان د اسلام اباد په «ارجنتینا» پارک کې ټول نیول شوي افغانان افغانستان ته ډیپورټ کړي دي

پاکستاني پولیسو د سې شنبې په سهار یوه بجه « دنومبر په ۲۵مه» په ارجنتینا پارک، هغه ځای چې افغان کډوالو په خیمو کې په کې یې ژوند کاوه، چاپه ووهله او ډیری یې ونیول او حاجي کمپ ته یې ولیږدول.

سلیمان د تېر جمهوري حکومت له پخوانیو پوځیانو دی چې د سې شنبې په سهار «د نومبر په ۲۵مه» د اسلام اباد په «ارجنتینا» پارک کې د پاکستاني پولیسو له خوا د افغان کډوالو له یوې ډلې سره یوځای ونیول شو او افغانستان ته واستول شو.

نوموړي د جمعې په ورځ «د نومبر په ۲۸مه» ازادي راډیو ته وویل، دی د امنیتي ګواښونو له ویرې له افغانستانه وتلی و، خو اوس چې بیرته افغانستان ته شړل شوی، له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ او خپلې شپې، ورځې په ویره کې تیروي:

"زه خپله له خپلې کورنۍ سره راډیپورت شوم، زموږ ژوند له خطر سره مخ دی او اوس یو نا معلوم ځای کې ژوند کوو، د خطر احساس کوو، خو «یو ان اچ سي ار» او د بشري حقونو ادارو موږ سره هېڅ مرسته ونه کړه."

د پاکستان په اسلام اباد کې د «ارجنتینا» پارک د کډوالو له ډلې بله ایستل شوې یوه ښځینه افغان مدني فعاله چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، وايي چې په حاجي کمپ کې یې ډېرې ستونزې وګاللې او اوس په افغانستان کې د یوې ملګرې په کور کې په خورا سخت حالت کې ژوند کوي:

"له یوې ورځې زیات وخت زه او ماشومان مې وږي تږي پاتې وو، وروسته چې دلته افغانستان ته راغلو نه مو د تلو ځای درلود او نه مو کولای شول کوم کار وکړو، یوه بله نجلۍ هم موږ سره راډیپورت شوې ده، کورنۍ یې نشته، درې خویندې یې اسلام اباد کې پاتې دي، دا نجلۍ یې موږ ځان سره راوستله، دا چې ځوانه نجلۍ وه وېرېده چې یوازې پاتې شي."

په ورته وخت کې، یو شمیر هغه کورنۍ چې د اسلام اباد په «ارجنتینا» پارک کې له پولیسو تښتیدلي او لاهم په پاکستان کې ژوند کوي، د خپل وضعیت په اړه اندیښمن دي.

یوې بې سرپرسته ښځې او مدني فعالې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل:

"هره شېبه د ایستلو له خطر سره مخ یو، نه خوراک او نه پوښاک ته څه لرو، در په دره یوه ځوانه ښځه له څلورو کوچنیو ماشومانو سره پر سړکونو شپې ورځې تېروم، فعلاً حیران پاتې یو چې څه وکړو، موږ کې مدني فعالان او پخواني پوځیان هم وو چې ټول یې افغانستان ته ډیپورت کړل."

ایستل شوي کډوال او هغه کسان چې لا هم په پاکستان کې پاتې دي، ادعا کوي چې د دوی د کور وسایلو، پیسو او حتی جامو په ګډون ټولې شتمنۍ لوټ شوي او پاکستاني پولیسو دوی ته اجازه نه ده ورکړې چې دوی یې له ځانه سره یوسي.

له «ارجنتینا» پارکه افغانستان ته ایستل شوې مدني فعالې دیبا فرهمند ازادي راډیو ته وویل ټول هغه کسان چې په دې پارک کې نیول شوي وو، چې له ۴۰۰ څخه زیاتې کورنۍ پکې شاملې وې، افغانستان ته ایستل شوي دي.

د سې شنبې په سهار وختي شاوخوا یوه بجه، پاکستاني پولیسو د اسلام اباد په مرکزي برخه کې په «ارجنتینا» پارک کې عملیات پیل کړل او سلګونه افغان کډوال یې ونیول.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښیي چې پولیس کډوالو سره د دوی د نیولو پرمهال له تاوتریخوالي ډک چلند کوي.

ځینو کډوالو د دوی له نیول کېدو وروسته ازادي راډیو ته وویل چې شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ په یاد پارک کې اوسېدلې، چې په خبره یې پولیسو دوی سختې وهلي او په ډیر بد حالت کې یې حاجي کمپ ته لیږدولي دي.

یو شمېر افغان کډوالو کورنیو څلور میاشتې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي و چې د ویزې د نشتوالي او د کورونو د مالکینو د اجازې نه ورکولو له امله له کورونو له ایستلو وروسته، د اسلام اباد په «جي ۶» سیمه کې یې په «ارجنتینا» پارک کې پناه اخیستې او په سختو شرایطو کې خپلې تر خیمو شپې، ورځې تیروي.

پاکستان ظاهرا د طالبانو له حکومت سره د اړیکو له ترینګلېدو او «د اکتوبر په ۱۱مه» د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له سختو نښتو وروسته، په هغه هیواد کې پر میشتو افغانانو فشارونه زیات کړي دي.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یو ان اچ سي ار) په یوه راپور کې ویلي چې په پاکستان کې د افغانانو د نیولو او جبري ایستلو پروسه چټکه شوې ده.

د یادونې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ملکي او نظامي کارکوونکو، مدني فعالانو، د بشري حقونو مدافعینو، هنرمندانو او خبریالانو په ګډون زیات شمیر افغانان چې له تېر حکومت سره یې کار کړی وو، د امنیتي ګواښونو او نورو هیوادونو، په ځانګړې توګه متحده ایالاتو ته د کډوالۍ د کیسونو بهیر د بشپړولو لپاره پاکستان ته پناه وړې وه.

XS
SM
MD
LG