د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې د طالبانو د لاسوهنې له امله په اکتوبر میاشت کې په ټول افغانستان کې ۶۰ بشري فعالیتونه په موقت ډول ځڼډولي دي.
«اوچا» په هغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ «د نومبر په ۲۶مه» د ملګرو ملتونو د ریلیف په ویب پاڼه خپور شوی لیکلي چې د دوی بشري شریکانو د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې په ټول افغانستان کې مرستو ته د لاسرسي په برخه کې د محدودیتونو ۸۴ پیښې ثبت کړې دي.
که څه هم «اوچا» ویلي چې دا د تیرې میاشتې په پرتله ۲۳ سلنه کمښت څرګندوي، خو ټینګار یې کړی چې مرستو ته د لاسرسي په برخه کې محدودیتونو تر ټولو عامې برخې په بشري فعالیتونو کې لاسوهنه، د کارکوونکو په وړاندې تاوتریخوالی، بشري شتمنیو او تاسیساتو ته زیان رسول، په هیواد کې دننه د تګ راتګ محدودیتونه، او پوځي سرحدي عملیات دي.
دې ادارې دا هم ویلي چې مرستو ته لاسرسي په برخه کې د محدودیتون ترټولو لوی شمیر له لویدیځ زون ورپسې د افغانستان سویلي او ختیځ زونونه څخه راپور شوي دي.
په هرات کې ۳۱ پېښې، په ننګرهار کې نهه، په کندهار کې اووه، په کندوز کې اووه، په بادغیس کې اووه، په کابل کې شپږ او پاتې نورې پېښې د افغانستان په لویدیځ، سویلي او ځینو ختیځ ولایتونو کې ثبت شوې دي.
«اوچا» زیاته کړې چې دې محدودیتونو په عمده ډول د خوړو خوندیتوب، ساتنې او اوبو رسولو او روغتیا سکتورونه اغیزمن کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) راپور کې دا هم راغلي چې دې محدودیتونو په بشري فعالیتونو منفي اغیزه کړې او په ځینو مواردو کې یې د مرستو پر وخت او مؤثر ډول رسونې مخه نیولې ده.
راپور دا هم ښیي چې په بشري سازمانونو کې د ښځو په کار محدودیتونو اړمنو ښځو ته د اړینو مرستو او خدمتونو ترلاسه کولو مخه هم ډب کړې ده.
د «اوچا» په ټکو، دا محدودیتونه لاهم په کار ځای کې د ښځینه کارکوونکو د حضور او په بشري فعالیتونو کې د بشپړ ګډون مخه نیسي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د مرستندویه ادارو یو شمیر کارکوني او د طبیعي پېښو زیانګالي تاییدوي چې طالبان د مرستو په ویش کې لاسوهنه کوي.
د بشري مرستو د یوې موسسې کارکونکي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډیو ته وویل:
“دا حقیقت دی، داسې یو خبرې شته، زموږ سیمه ییز همکاران نه شي کولای چې د دوی له اجازې پرته چا ته مرستې وویشي، او که دوی وویشي، نو د دوی یوه فیصدي باید پکې شامله وي، دا یو حقیقت دی."
د ننګرهار ولایت یوې ښځینه اوسېدونکې چې کور یې سیلابونو ویجاړ کړی، هم ازادي راډیو ته د خپل غږ د بدلون په شرط وویل:
"زموږ کور په ننګرهار کې سیلابونو ویجاړ کړ، یو ځل مرسته راغله، خو موږ ته ونه رسیده، یوه برخه یې پخپله د طالبانو ترمنځ هم وویشل شوه."
«اوچا» تر دې مخکې په وار وار اعلان کړی چې د دوی بشري پروګرامونو کې لاسوهنه په افغانستان کې مرستو ته د لاسرسيپه وړاندې له شدیدو خنډونو څخه ده.
دا اداره زیاتوي چې د طالبانو دوامداره لاسوهنې، دوامداره جنسیتي محدودیتونه، او ناڅاپي امنیتي ګواښونو د بشري سازمانونو لپاره کاري چاپیریال ډیر محدود او د نه اټکل وړ ګرځولی دی.
«اوچا» په داسې حال کې د طالبانو د مداخلې له امله د بشري فعالیتونو د لنډمهاله ځنډ په اړه څرګندونې کوي چې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو ان ډي پي) هم په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې په افغانستان کې له هرو لسو کورنیو څخه نهه یې اړ دي چې خواړه ونه خوري، شتمنۍ وپلوري یا د ژوندي پاتې کیدو لپاره پور واخلي.
دې پروګرام خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې خلک په خورا خرابو اقتصادي شرایطو کې ژوند کوي او د دغه هیواد اقتصاد د سقوط په حال کې دی.