د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۴

د کابل د سینماو تیرې هیرې خاطرې


درمندر او امیتاب بچن
درمندر او امیتاب بچن

د کابل د سینماګانو زړې کیسې؛ اویا کلن همایون تندر کوي. دی د هند د سینما ستوری درمندر هم یادوي چې په وروستیو کې یې ساه ورکړه. هندي فلمونه د طالبانو له راتګ سره د نړۍ د نورو فلمونو په څیر د افغانستان په سینماو کې ممنوع شوې دي.

نهه شپیته کلن همایون تندر ازادي راډيو ته وویل:

" تور او سپین فلمونه وو، جنګي فلمونه وو، د فلم هلکان قوي او مټور وو او په یوازیتوب سره به د یو لښکر په وړاندې جنګېدل. "

د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ ورستي او د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ لومړي کلونه، د افغانستان سینما او کیسې یې، هغه چې په افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته تړلې دي.

ښاغلی تندر د کابل د جوي شیر سیمې اصلي اوسېدونکی دی او اوس په خبره یې د ترکیې او فرانسه تر منځ اوسېږي او په تېره کې یو دیپلومات پاتې شوی، ازادي راډیو سره خبرو کې یې سینما سره د خپل شوق، کیسې او خاطرې له ماشومتوبه راپیل کړې:

" مونږ کمکیان ووایم که ماشومان ووایم خو لا ډیر ځلمکي شوي نه وو، پامیر سینما ته به تللو، دومره پیسې مو نه درلودې چې ټکت واخلو، بیا به مو د دروازې مسوول کس ته دوه افغانۍ ورکولې چې سینما ته د ننه یې پرېښودو خو یو شرط یې درلود چې په چوکۍ کې به نه کښینۍ، بیا به اته، لس، پنځلس همزولي سره یو ځای کېدو او د پردې مخ ته به درېدو او فلم به شروع کېدو، بیا په تفریح کې به خپله یو سینما ګرځېدو او همدا فلم به مو خپلو کې تمثیلوو. "

د کابل د سینما ګانو مخې ته په تور بازار کې د ټکټونو خرڅېدل په هغو کسانو چې په ګڼه ګوڼه کې یې نه شول کولای ترلاسه یې کړي د شپیتمې او اویایمې لسیزې اوسېدونکو ډیری کابلیانو ته هم ښايی یاد وي، خو ښاغلی تندر کیسه کوي چې تر دې مخکې کلونو کې په بهزاد سینما کې ټکټ لرونکو باندې بیا ځلي چوکۍ هم خرڅېدې:

" بهزاد سینما د کابل زوړ ښار کې چې د لرګیو بازر ته څیرمه وه، د لرګي اوږدې چوکۍ یې وې، بیا به چې دننه ننوتو یو کس به پیدا شو لږ بدماش غوندې، خپل څادر یا لونګۍ به یې په چوکۍ وغوړوله ویل به یې دا ځای ما خپلو ملګرو ته جر کړی دی، بیا ورسته مخکې له دې چې فلم پیل شي، د یو کس ځای به یې په دوه افغانیو خرڅولو. "

همایون تندر وايي، ډیری ټولګیوالو یې له هندې فلمونو اردو ژبه هم زده کړې وه.

دې زیاتوي چې یوازې ځلمکي او ځوانان نه کورنۍ هم هغه مهال سینما ګانو ته تللې:

“ په زینب نندارې او پارک سینما کې د جمعې په شپو کورنۍ هم په ډله ییز ډول تللې، چې نجونې او میرمنې هم په کې شاملې وې، پلرونو، ورونو داسې کسانو سره به تللې. “

ښاغلی تندر زیاتوي چې هغه مهال کمیس او پرتوګ سره سینما ته د تګ اجازه نه وه او پتلون یې شرط و:

"په سینما کې دننه له کمیس او پرتګو سره اجازه نه وه، هیچاته اجازه نه وه، اریانا سینما شاته یو څوک و چې بایسکلونه یې ساتل، ده به پتلونونه هم په کرایه ورکول، اوس مې نه یادېږي، چې په یوه که دوه افغانۍ وو، بیا تاسې به جالبې صحنې په سینما کې دننه لیدې، په چا کې به پتلون لوی و، په چا کې به تنګ و، په چا لنډ او په چا هم اوږد."

دا موضوع د "کونډې زوی" په نوم افغاني سریال کې هم راخیستل شوې ده.

همایون تندر د هغه مهال د فلمونو په مشهور ستورو کې د درمندرا یادونه هم کوي، هغه چې همدا دوشنبه د نومبر په ۲۴ د ۸۹ کلونو په عمر ومړ او نن سبا یې په ټولنیزو رسنیو کې په اړه ډیر لیکل کېږي:

" ډیر چې مشهور شوې و، "شعلې" فلم و "جهیل کې اس پار" مثلا زما خپله ډیر خوښېدو ډیرې ښې سندرې یې درلودې، ښې منظرې یې درلودې، د درمندرا اکټونه مې دا اوس هم په سترګو کې دي، ممتاز په کې وه، زه د ممتاز په پزه مین وم."

د افغانستان له سینماګانو د ښاغلي همایون تندر دا کیسې او خاطرې داسې مهال دې چې د یو شمیر افغان سینماګرانو په خبره له څه باندې څلور کلونو راهیسې له کله چې طالبان په افغانستان واکمن شوي دا سینماګانې تړلي دي.

دې افغان سینماګرانو مخکې ازادي راډیو سره په خبرو کې دا هم ویلي وو، هغه پروډکشنونه او سینماګران چې په شخصي لګښت یې فلمونه جوړول، اوس د ډېرو کارونه په ټپه درېدلي دي.

سینما په ۱۹۲۳ کال کې د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال افغانستان ته راغله.

د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت په اډانه کې د افغان فلم په جوړېدو سره سینما او هم د فلمونو جوړولو په دغه هیواد کې پرمختګ وکړ.

که څه هم په افغانستان کې د سینماګانو د شمیر په اړه بېلابیل شمېرې راپور شوي خو د ازادي راډیو د راپورونو پر بنسټ چې مخکې افغان سینماګرانو سره د خبرو پر بنسټ برابر شوي، په دغه هیواد کې ۳۸ سینماګانې موجودې وې چې ۱۷ یې په کابل او ۲۱ په نورو ولایتونو کې وې.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوی د واکمنۍ په لومړیو کې ازادي راډیو ته ویلي وو چې دوی د افغان فلم د فعالولو او د ځینو فلمونو د جوړولو طرحه لري خو دوی د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د امربالعروف قانون اعلان او په رسمي جریده کې خپور کړ، چې د ژوندیو موجوداتو په تصویر په کې پابندي ده.

دوی تر اوسه په ۲۳ ولایتونو کې پر تصویري رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو په خپرولو بندیز لګولی دی.

XS
SM
MD
LG