د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۷ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۳۱

د ملګرو ملتونو رضاکاران: ۱۲،۹ میلیونه افغان ماشومان د شري، اسهال او نورو ناروغیو له خطر سره مخ دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د رضاکارانو ډلې اعلان کړی، چې ۱۲،۹ میلیونه افغان ماشومان د شري، اسهال او نورو ناروغیو له خطر سره مخ دي. UN Volunteer Afghanistan په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ټینګار کړی چې روغتیايي خدمتونو ته د دې ماشومانو لاس رسی خورا مهم دی.

د ۱۴ کسیزې کورنۍ سرپرست رحیم الله وايي واړه اولادونه او وریرونه یې په بیلابیلو ناروغیو اخته شوي خو د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای درملنه یې وکړي.

نوموړي نن شنبه د نومبر ۲۲ مه ازادي راډيو ته وویل څو ورځې مخکې یې یو وراره د سینه بغل ناروغۍ له امله ومړ.

زما یو وراره چې زما د خپلو اولادونو په څېر یې د ساتنې او پاملرنې مسولیت زما په غاړه وو، یو کال عمر یې لرلو خو له بده مرغه د سینه بغل په ناروغۍ اخته شو او ومړ، ځکه ما یې د درملنې توانايي نه لرله.

خو دا ښايي یوازې رحیم الله نه وي چې د اقتصادي ستونزو او بې کارۍ له امله د کورنۍ د غړو د درملنې توانايي نه لري، یو شمېر نور افغانان چې د وروستیو طبیعې پېښو او زلزلو اغیزمن کړي وايي سږ کال یې ماشومان د سرپناه د نه موجودیت له امله په سړه هوا کې په بیلابیلو ناروغیو اخته شوي او د روغتیايي اسانتیاوو د نه موجودیت له امله اوس مهال له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی فرید الله چې د د روان کال د اګسټ په ۳۱ په مرګونې زلزله کې زیانمن شو او اوس مهال تر خیمې لاندې ژوند کوي ازادي راډيو ته یې وویل:

"زموږ ډیری ماشومان په بېلابېلو په ځانګړي ډول د سینه بغل اسهال او نورو ناروغیو اخته دي، ځکه موږ دلته په خیمو کې ژوند کوو او هیڅ ډول روغتیايي اسانتیاوې نه لرو، روغتیايي مرکزونه هم زموږ له سیمې ډېر لیري دي، او شخصي روغتیايي مرکزونو کې پیسو ته اړتیا وي چې موږ یې نه لرو،

زموږ غوښتنه داده چې دلته باید یو روغتیايي مرکز جوړ شي تر څو د روغتیايي ستونزو د پېښدو په صورت کې موږ ورته مراجعه وکړو.


دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د رضاکارانو ډلې اعلان کړی، چې ۱۲،۹ میلیونه افغان ماشومان د شري، اسهال او نورو ناروغیو له خطر سره مخ دي او روغتیايي خدمتونو ته د دې ماشومانو لاس رسی خورا مهم دی.

دغه ډلې پرون جمعه د نومبر ۲۱ مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي دي چې د ملګرو ملتونو رضا کاران له خپلو شریکانو سره هڅه کوي، د زیانمنو افغان ماشومانو لپاره د روغتیایي خدماتو له لارې د دې ناورین مخه ونيسي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو رضاکاره ډله چې په رسمي ډول د «د ملګرو ملتونو د رضاکارانو» پروګرام برخه ده، ټینګار کوي چې د نن روغ نسل د سبا د روښانه نړۍ لپاره لاره هواروي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو چې په ۲۰۲۴ کې، په افغانستان کې ۹۳۰۰ ماشومان د شري په ناروغۍ اخته شوي وو، او د ۲۰۲۵ له پیل څخه تر اګست پورې، په دې ناروغۍ د اخته ماشومانو شمیر ۸۵۰۰ ته رسیدلی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو ایف پي هم د روان کال د اکتوبر په شپږمه په یو راپور کې ویلي وو چې بشري مرستو کې چټک کمښت چې له امله یې د تغذیې سلګونه مرکزونه وتړل شول افغانستان کې د شدیدې خوارځواکۍ او د مخنیوي وړ ماشومانو د مړینې د زیاتوالي له خطر سره مخ کړی دی.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د تېر کال په ډیسمبر میاشت کې وویل چې د افغانستان د ولسوالیو ۷۲ سلنه اوسېدونکې صحي خدمتونو ته لاس رسی نه لري او د ۴۰۰ ولسوالیو له ډلې یوازې په ۹۳ ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه شته او ډېری خلک د ډېرو وړو روغتیايي ستونزو پر مهال هم د ولایتونو مرکزونو ته مراجعه کوي.

XS
SM
MD
LG