خبرونه
د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت مرستیال: اسلام اباد له دوی څخه فتوا غوښته
د طالبانو د کورنیو چارو مرستیال وزیر او له پاکستان سره د دې ډلې د مذاکراتي ټیم غړی وايي چې اسلام اباد له دوی څخه غوښتي چې په پاکستان کې د جګړې پرضد فتوا صادره کړي.
د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال رحمت الله نجیب وویل چې منځګړي هم غواړي چې د طالبانو حکومت هم فتوا صادره کړي؛ خو هغه وویل چې "منځګړي" د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیرو حساسیتونو څخه په بشپړه توګه خبر نه وو.
اسلام آباد تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د خبرو اترو دریم پړاو د پنجشنبې او جمعې په ورځو په استانبول کې ترسره شو، چې کوربه توب یې ترکیې کاوه. خو بې ګټې پای ته ورسېد.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د یکشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې پاکستان تمه لري چې افغانستان به دا تضمین کړي چې په پاکستان کې به نور امنیتي پیښې نه رامنځته کیږي.
په ورته وخت کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د پاکستان اصلي اندیښنه ترهګري وه، چې په وینا یې په افغانستان کې رامنځته شوې، او د هغې مخنیوی یې لومړیتوب دی.
اسلام آباد ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) مشرتابه او جنګیالي په افغانستان کې پټ دي او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه پلانوي او ترسره کوي.
د طالبانو حکومت دا ادعا ردوي، او وايي چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي ستونزه ده او د هغې مسوول نه دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له جرمني وروسته سلواکیا ته تللی او بیا هنګري ته خوځېږي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سلواکیا ته په خپل سفر کې په براتیسلاوا ښار کې د دغه هېواد له ولسمشر پیټر پلګریني سره کتلي دي.
روبیو په مونیخ کانفرانس کې له ګډون وروسته نن سلواکیا ته تللی دی.
رویټرز لیکلي چې روبیو به سبا دوشنبه د هنګري له ولسمشر ویکتور اوربان سره وګوري.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت تېره اونۍ ویلي و چې روبیو به په دې سفر کې په دوه اړخیزو اړیکو، د ناټو پر ژمنو او د انرژۍ په برخه کې په همکاریو خبرې وکړي.
د موبایلونو ترمیم؛ د یو شمېر ځوانانو لپاره د کار نوې لار
په افغانستان کې د رشتې خلاف کار کول نوې خبره نه ده، خو پر دغه هیواد د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته د بې کارۍ او بې وزلۍ په پراخېدو سره یو شمیر ځوانانو د خپلې تحصیلي څانګې خلاف ځینو کارونو، لکه د موبایلونو ترمیم ته مخه کړې او د یوې حرفې په توګه يي تعقیبوي.
د کابل یوه اوسېدونکي عبیدالله محب چې په خبره یې له فارمسي پوهنځي فارغ شوی او مخکې یې درملتون درلود ازادي راډیو ته یې وویل، اوس یې د موبایلونو د ترمیم کار خونه جوړه کړې ده.
دی چې د خپلې ۹ کسیزې کورنۍ مشري کوي ازادي راډيو ته یې وویل د ورځې تر درې څلور سوو پورې افغانۍ ګټي چې د خپل کور لګښتونه پوره کړي :
ما خپله پوهنتون لوستی او له فارمسۍ فارغ یم او مخکې مې درملتون درلود، دا تحولات چې راغلل، نور مې درملتون مخته وړی نه شو، د ځان او کورنۍ د لګښتونو مسله مې وه چې دې برخې ته راغلم، اوس څلور میاشتې کېږي چې خپل ځان ته د (موبایل ترمیم) دکان لرم.عبیدالله محب د کابل یو اوسیدونکی
دوه کاله مخکې ( جدي ۱۴۰۰۲ )د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي وو، چې په افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعیت د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته بدتره شوی او د دې هیواد له ۸۵ سلنه زیات اوسېدونکي له یو ډالر نه د کم عاید په ګټلو ژوند کوي.
د ننګرهار ولایت اوسېدونکی نعیم الله چې د لغمان پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي د کتابدارۍ له برخې فارغ دی، وایي اوس د موبایلونو د ترمیم کارته مخه کړې او په دې برخه کې بوخت دی:
"ما ډېرې هڅې وکړې چې خپله رشتې اړوند د پوهنتون استادۍ او د کتابتونو امریت او مدیریت برخه کې کار پیدا کړم خو هغه برخه کې مې ونه شو موندلی، ځکه دا څانګه یوازې لغمان کې ده، بیا د بې روزګارۍ له امله د موبایل جوړنې مرکز ته لاړم، ځکه اوس خو موبایل عام دی او کارونکي یې ډېر دي چې کارونکي ډېر وي نو حتما یې موبایلونه خرابېږي، ډېر نورو ملګرو مې هم چې پوهنتونونه لوستي همدې برخې ته مخه کړې او ځینو بیا په نیمه کې پرېښودل، نو یو ځوان په درې زرو افغانیو روزنې کولای شي چې یو کسب زده کړي او خپله راتلونکی پرې جوړ کړي."
دوی وایي د موبایل ترمیم جوړولو لپاره یې په درې میاشتنۍ دوره يي روزنه کې په میاشت کې د زر افغانۍ فیس په ورکړې دا کسب او مسلک زده کړی او تر فارغېدو دوه یا دوه نیمې میاشتې وروسته یې ځانونو ته د موبایل د ترمیم کارخونې پرانیستي دي.
په ورته وخت کې د موبایل ترمیم او بریښنايي وسایلو د ترمیم د زده کړو د مرکزونو یو شمېر مسولان هم وايي، د تېر په پرتله اوس په دې برخه کې د ځوانانو مراجعه زیاته شوې ده.
له دې ډلې کابل کې د موبایلونو د ترمیم د زده کړې د یو مرکز مشر امیرالله امیر ازادي راډیو ته وویل:
"موږ په کال کې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ ځوانان د (موبایل ترمیم) برخه کې جذبوو، سیسټم مو داسې دی چې درې تر څلور میاشتو روزنه ده، ځوانان راځي زده کړه کوي او بیا د کسب او کار څښتن کېږي، موږ سره ډېر داسې ځوانان شته چې له بېلابېلو څانګو لکه اقتصاد، طب، فارمسي او نورو فارغ دي، ځکه دا لنډ مهالې درې میاشتنۍ دوره ده چې زده کوي یې او ژر په کې کار مومي."
ښاغلی امیر وایي چې نه یوازې ځوانان بلکې ان د پاخه عمر لرونکي کسان چې یا له خپلو پخوانیو دندو لرې شوي او یا مختلفو برخو کار نه شي موندلی، دوی ته مراجعه کوي او له درې تر څلور میاشتنې روزنې وروسته د موبایلونو د ترمیم ورکشاپ پرانیزي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې یو شمیر ځوانانو چې په بیلابیلو برخو کې یې لوړې زده کړې کړي له ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا کړې چې په دولتي ادارو کې د دندو د ترلاسه کولو لپاره اړیکې پالل کیږي هغه ادعا چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یې په اړه د ازادي راډیو پوښتنې نه وې ځواب کړې.
د تخنیک او ټکنالوژۍ برخې یو شمېر پوهان او فعالان وايي، د تکنالوژۍ چټک پرمختګ او ورځ بلې ته د برېښنايي وسایلو د ترمیم د خدمتونو اړتیا ته په پام، دا برخه د ګټې ده او ځوانان کولای شي په چټکۍ سره په کې د کار بازار ته ننوځي.
له ډلې د تکنالوژۍ څانګې افغان متخصص او د سافټ ویر انجنیر اغا ملوک سهار ازادي راډیو ته وویل:
"دا چې ولې باید ټکنالوژۍ ته ډېره پاملرنه وشي دلیل دا دی چې په دې برخه کې پرمختګ دوه نیم برابر زیات دی، اوس په نړۍ کې ډېر زیات ځوانان په همدې برخه کې کار او تکیه کوي او ان ورته له غیر دې کار موندل سخت وي، په افغانستان کې هم ځوانان کولای شي په خپله او هره بله ژبه انلاین کورسونه، ورکشاپونه زده کړي، کورونو کې ځان ته تکنالوژیکي وسایل لکه یو لپټاپ برابر کړي، په ورځ کې دې لږ تر لږه دوه، درې ساعته د دې مهارتونو زده کولو ته وخت ورکړي، دا چې هېواد کې اوس بېلابېلې ستونزې دي دا په دې معنا نه ده چې موږ تم شو او څه زده نه کړو، نړۍ موږ ته نه تمېږي او باید پرمختګونه زده کړو."
تر دې وړاندې هم د افغانانو پر دې وضعیت بېلابېلو نړیوالو سازمانونو او د ملګرو ملتونو ادارو اندېښنې ښودلي او له دې ډلې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (اوچا) د تېرې زېږدیز کال ( ۲۰۲۵ ) د دسمبر میاشتې په ۳۰ مه ویلي وو چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۲۲ میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د منځنۍ اسیا د تماس ډله سبا د افغانستان په اړه غونډه لري
د قزاقستان پلازمېنه استانه به سبا دوشنبه د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د څلورو هېوادونو د ځانګړو استازو د دویمې غونډې کوربنه وي.
د قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان دغه ډيپلوماتان د افغانستان په اړه د تماس ډلې تر چتر لاندې سره راټولیږي او د بحث وړ مسایل یې د افغانستان سیاسي او اقتصادي وضعیت او دغه هېواد کې شته ننګونې دي.
د منځنۍ اسیا او افغانستان ګڼو رسنیو د سبانۍ غونډې په اړه راپورونه خپاره کړي دي.
د تماس دغه ډله د ازبکستان په نوښت ۲۰۲۵ کال کې رامنځته او د همدغه کال د اګست په ۲۶مه یې لومړنۍ ناسته په تاشکند کې ترسره شوه.
دغه هېوادونه که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني، خو له طالبانو سره سیاسي او اقتصادي تعاملات لري.
د کریکټ نړیوال جام، ویست انډیز نیپال ته ماته ورکړه، ماښام تاریخي سیالان هند او پاکستان سره مخامخ کیږي
د کریکټ په روان شل اوریز نړیوال جام کې ویسټ انډیز نن یکشنبه (د لیندۍ ۲۶مه) نیپال ته په ۹ ویکټو ماتې ورکړه.
ټاکل شوې ده چې ماسپښین مهال د امریکا او نمیبیا کرکټ لوبډلې سره مخامخ شي.
د نن ورځې جالبه لوبه بیا د هند او پاکستان ترمنځ ده چې د کابل په وخت ماښام شپږ بجې پیلیږي.
افغانستان به سبا، دوشنبه په خپله دریمه لوبه کې له متحده عربي اماراتو سره مخ شي.
افغانستان په خپلو وروستیو دوو لوبو کې سویلي افریقا او نیوزیلینډ ته لوبې بایللې دي.
د امریکا او ایران دویم پړاو نامستقیمې خبرې سه شنبه په جینوا کې ترسره کیږي
سویس وايي چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو نوی پړاو به د سې شنبې په ورځ (د دلوې په ۲۸مه ) د عمان په کوربه توب په جینیوا کې ترسره شي.
د سویس د بهرنیو چارو وزارت ویاند د شنبې په ورځ فرانسپریس ته وویل: "سویس تل چمتو دی چې د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د خبرو اترو د اسانتیا لپاره ګډې هڅې وکړي."
مخکې له دې، رویټرز خبري اژانس د یوې باخبرې سرچینې په حواله راپور ورکړ چې د سه شنبې په ورځ به جینوا کې دوه دیپلوماتیک بحثونه پیل شي چې یو یې د ایران او بل هم د اوکراین د وضعیت په اړه دی.
د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو لومړی پړاو د (دلوې په ۱۷مه) د عمان په پلازمینه مسقط کې ترسره شو.
د کابل-کندهار پر لویه لاره دوه ترافیکي پیښو ۶ تنه مړه کړي
په غزني ولایت کې دوو ترافیکي پیښو ۶ تنه مړه کړي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي.
په غزني کې د طالبانو د حکومت امنیه قومندانۍ ویلي چې یوه پیښه د کابل-کندهار په لویه لار په مقر ولسوالۍ کې تېره شپه شوې چې یو تن یې مړ کړی او ۱۲ نور یې ټپيان کړي دي.
دویمه پیښه د باختر اژانس په وینا په همدې لویه لاره د قره باغ ولسوالۍ اړوندو کې شوې چې ۵ تنه یې مړه کړي او یو تن یې ټپي کړ.
د کابل-کندهار لویه لاره باندې وخت نا وخته داسې خونړۍ ترافیکي پیښې کیږي چې لامل یې دلارې خرابوالی او د موټر چلونکو بې احتیاطي ښودل کیږي.
له افغانستانه د سرو لښکرو د وتلو ۳۷مه کلیزه، طالبانو نن عمومي رخصتي اعلان کړې
نن د دلوې ( ۲۶مه) له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د وتلو ۳۷مه کلیزه ده.
د طالبانو حکومت په دې مناسبت نن عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
سرو لښکرو د ۱۳۵۸ کال د جدي په شپږمه افغانستان باندې یرغل وکړ او شاوخوا نهه کاله وروسته د ۱۳۶۷ کال د دلوې په ۲۶مه له افغانستان ووتې.
په دې موده کې سلګونه زره افغانان ووژل شول، میلیونونه بې ځایه او افغانستان ته ګڼ شمېر مالي زیانونه واوښتل.
د کرکټ نړیوال جام کې د هند او پاکستان لوبه
د کرکټ د نړیوال جام په مهمه لوبه کې نن هند او پاکستان سره مخ دي.
دا لوبه د سریلانکا په پلازمینه کولمبو کې ماښام مهال پيلیږي.
د پاکستان او هند لوبې تل له شور او ناندریو ډکې وي. دا وار هم پاکستان په لومړي سر کې له هند سره د یکشنبې ورځې له لوبې بایکاټ اعلان کړی وو خو وروسته یې بېرته د لوبېدو پرېکړه وکړه.
له ۲۰۲۲ کال راهیسې هند له پاکستان سره پنځه واره په نړیوالو شل اووریزو لوبو کې مخ شوی چې ټولې یې ترې ګټلي دي.
د شنبې په ورځ بیا د افغانستان له ډلې یعنې ډي ګروپ څخه جنوبي افریقا وتوانېده نیوزیلنډ ته ماته ورکړي.
په بله پرونۍ لوبه کې انګستان له سکاټلنډ وګټله او آیرلنډ هم عمان مات کړ.
د افغانستان لوبه به دوشنبه له متحده عرب اماراتو سره وي.
افغان ټیم خپلې دوې لومړنۍ لوبې په نیوزیلنډ او جنوبي افریقا بایللي خو که پاتې دوه لوبې په ښه ریټ وګټي او کاناډا هم سه شنبه نیوزیلنډ مات کړي سوپر اېټ یا اتو غوره پړاو ته د افغانستان د وتلو چانس برابریږي.
په مونیخ کې د ایران د رژیم ضد پراخه مظاهره؛ پولیس وايي دوه نیم لکو کسانو پکې برخه درلوده
د جرمني په مونیخ کې شاوخوا دوه نیمو لکو خلکو د ایران د رژیم ضد لاریون کې ګډون وکړ.
دا په اروپا کې د ایران د اوسني رژیم پر ضد تر ټولو لوی لاریون وو.
لاریون د مونیخ د امنیتي کنفرانس سره هممهاله د ایران د پخواني پاچا رضاشاه د زوی شاهزاده رضا پهلوي په بلنه ترسره شو.
لاریونوال د اروپا له بیلابیلو هېوادونو مونیخ کې سره ټول شوي وو څو د ایراني رژیم له خوا د مظاهره چیانو د تاوتریخجنې او خونړۍ ځپنې پر ضد خپل اعتراض څرګند کړي.
لاریونوالو ته په خبرو کې رضا پهلوي دا مظاهره د ایرانیانو تر ټولو لویه راټولېدنه یاده کړه او ویې ویل هدف دا دی چې د ایران د خلکو دننه غږ نړۍ ته ورسیږي.
ښاغلي پهلوي مخکې د امریکا په ولسمشر ډونالډ ټرمپ غږ وکړ چې عملي ګام پورته کړي او له ایرانیانو سره مرسته وکړي.
کاپیسا کې ځمکې ښوېدنې ۴ تنه مړه کړي دي
په مرکزي ولایت کاپیسا کې د ځمکې ښوېدنې له کبله ۴ نفره مړه شوي او ۶ نور ژوبل شوي دي.
د افغانستان کورنیو رسنیو د طالبانو د حکومت د ځایي پولیسو په حواله ویلي چې پیښه تېره شپه په شوخي سیمه کې شوې.
پیښه کې یو کور تر خاورو لاندې شوی او قربانیان هم په ظاهره ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د زلزلې، ځمک ښوېدنې او سیلابونو په ګډون طبیعي پیښو په وړاندې زیانګالي دی.