د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۴

شهبازشریف: په سیمه کې تلپاتې سوله، په طالبانو پورې تړلې


د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وایي، په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره مهمه ده چې کابل د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي په ګډون د ترهګرو ډلو مخه ونیسي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې شریف نن سې شنبې په اسلام آباد کې په یوه غونډه کې وویل چې یوباثباته افغانستان د اتصال، پرمختګ او سوکالۍ لپاره مهم دی خو زیاته یې کړه چې دا هیواد باید د ده په خبره درک کړي چې "تلپاتې سوله هله ټینګیدای شي چې کابل د ټي ټي پي او نورو ترهګرو ډلو چې د افغانستان له خاورې فعالیت مخ ته وړي مخه ونیسي. "

که څه هم د طالبانو حکومت تراوسه د پاکستان د صدراعظم د دې نویو څرګندونو په اړه څه ندي ویلي خو له دې مخکې یې ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ ستونزه بللې او ویلي یې دي چې هیڅ یوې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې پرنورو د بریدونو لپاره کارواخلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وړمه ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې ټي ټي پي کومه نوې ډله نده بلکه له ۲۰۰۲ کال وروسته د پاکستان د حکومت د سیاستونو په وړاندې را ټوکیدلې او د پاکستان پوځ یې له هغه راهیسې په وړاندې ډیرپوځي عملیات ترسره کړي دي. متقي دغه راز وویل چې له پاکستاني لوري سره په استانبول کې د خبرو دریم پړاو ځکه بې نتیجې پای ته ورسید چې هغوی د ده په خبره غیرمنطقي غوښتنې لرلې.

تردې مخکې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، که ترکیه او قطر د منځګړیتوب وړاندیز وکړي، نو له طالبانو سره د خبرو اترو د بیا پیلولو امکان شته. هغه پاکستاني جیو نیوز ته ویلي ترکیه او قطر دواړه د پاکستان نږدې ملګري دي، او اسلام آباد له طالبانو سره د خبرو اترو د دوام لپاره د دوی غوښتنه "نه شي ردولی".

تیره اونۍ د طالبانو او د پاکستان د حکومتونو د پلاوو ترمنځ په استانبول کې د خبرو دریم پړاو هم د ترکیې او قطر په منځګړیتوب بې نتیجې پای ته ورسید.

د پاکستان دفاع وزیر یو ورا بیا تور پورې کړچې د طالبانو پلاوي په دې خبرو کې په شفاهي ډول پرځینو مسایلو موافقه وکړه خو په لیکلي بڼه تضمین ورکولو ته چمتو نه و. هغه ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت "متحد نه دی"، او د دوی ترمنځ داخلي اختلافات دواړه خواوې موافقې ته له رسیدو را ګرځوي. د طالبانو حکومت بیا پراسلام آباد ورته تور پورې کړې او ویلي یې دي چې غوښتنې یې "غیرمنطقي او له حقایقو سره اړخ نه لګوي" او له بلې خوا "د پاکستان په پوځ کې ځینې کړۍ نه غواړي چې د دواړه لورو ترمنځ لانجه د خبرو اترو له لارې هواره شي."

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تیرماښام پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد نعیم په کابل کې د میشتو سفارتونو له مسولینو سره په غونډه کې ټینګاروکړچې که پاکستان په ښه نیت او د حقایقو پربنسټ خبرو اترو ته مخکه کړي، نو دوی هم چمتو دي چې د ډیپلوماسۍ او متقابل تفاهم له لارې ستونزې حل کړي.

د کابل او اسلام آباد ترمنځ په اړیکو کې ترینګلتیا وروسته له هغې لا زیاته شوه چې پاکستان د اوکتوبر میاشتې په یولسمه پرکابل او پکتیکا هوایي بریدونه وکړل او طالبانو یې هم د ډیورند د کرښې په اوږدو کې پرپاکستاني امنیتي پوستو غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کړل چې دواړه لورو ته پکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

XS
SM
MD
LG