خبرونه
د م.م. سرمنشي: که د نړۍ هوا د یوې نیمې درجې تر هدف واوړي، لوی غفلت به وي
د ملګرو ملتونو سرمنشي، آنتونیو ګوترېش، ویلي چې د سانتي ګراد تر یو نیم درجې د نړۍ تودوخې د ساتلو په هدف کې پاتې راتلل «اخلاقي ناکامي او وژونکې غفلت» دی.
ګوټرېش دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه) د برازیل په بلم ښار کې د اقلیمي بدلون د «کاپ ۳۰» نړیوالې ناستې د پرانیستې په غونډه کې، د څه باندې ۳۰ هېوادونو د مشرانو په حضور کې وکړې.
هغه د دې هدف یادونه وکړه چې تر صنعتي انقلاب پخوا د کچې په پرتله د نړۍ تودوخې زیاتوالی باید تر ۱.۵ درجې پورې محدود پاتې شي، او ویې ویل چې دا د دې سیارې لپاره، چې لا هم د انسانانو د اوسېدو وړ وي، «سره کرښه» ده.
ګوټرېش ټینګار وکړ چې نړۍ باید «بنسټیز بدلون» راولي څو د دې خطرناکې کچې له تېریدو وروسته زیانونه کم کړي.
نوموړي وویل:
«حتی که موقتي هم وي، له دې حده تېریدل به د هر ملت لپاره د ډېرو ویجاړیو او لګښتونو سبب شي. دا کار کولی شي طبیعي نظامونه د نه جبرانېدونکو ناورینونو تر پولې ورسوي، میلیاردونه انسانان د نااستوګنې چاپېریالونو سره مخامخ کړي او د سولې او امنیت پر وړاندې خطرونه زیات کړي.»
په همدې ورځ، د نړېوالې هوا پېژندنې سازمان (WMO) تایید کړه چې د شنو خونو ګازونو اخراج — هغه ګازونه چې د ځمکې تودوخه لوړوي —بېساري کچې ته رسېدلی دی.
دغه سازمان وویل چې د ۲۰۲۵ کال د تودوخې اندازه ښيي، دا کال ښایي د تاریخ دوهم یا درېیم تر ټولو تود کال شي. د تودوحې د ثبت شوې ریکارډ مخې، وروستي لس کلونه تر ټولو تاوده کلونه وو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پېښور کې افغان هنرمندانو عالي محکمې ته عریضه کړې
له ۱۵۰ څخه زیاتو افغان هنرمندانو د پیښور عالي محکمې ته عریضه کړې، چې له پاکستانه د دوی د ایستلو مخه ونیسي.
دوی په خپله عریضه کې، استدلال کړی چې افغانستان ته ستنیدل به د دوی ژوند او معیشت دواړه له خطر سره مخ کړي.
دوی وايي چې په افغانستان کې د موسیقۍ اړوند فعالیتونه منع دي او که دوی بیرته ستنیدو ته اړ شي نو دوی له زیاتو خطرونو سره مخ کیږي.
دوی ټینګار لري چې شرایط یې د نورو خلکو څخه توپیر لري.
نن د راډیو نړیواله ورځ ده؛ ګڼ افغانان لا هم معلومات او خبرونه له راډیو اوري
نن د فبروري ۱۳ مه، د راډیو نړیواله ورځ ده.
دا ورځ د ملګرو ملتونو د ښوونېز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) له خوا په ۲۰۱۱ کال کې نومول شوې ده.
د ګڼو افغانانو لپاره راډیو لا هم د خبرونو او معلوماتو اساسي سرچینه ده.
افغانستان کې لا هم ۲۰۰ راډیوګانې فعالیت کوي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لسګونې راډیوګانې د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له امله بندې شوي.
متقي: له تاجکستان سره خورا ښه اړیکي غواړو
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وایي چې د دوی حکومت له تاجکستان سره پراخو او ښو اړیکو ته ژمن دی.
امیرخان متقي دا خبره د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د تاجکستان له سفیر سعدي شریفې سره د کتنې پرمهال وکړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت د بیان له مخې د تاجکستان سفیر ښاغلي شریفي وویل چې هیواد یې د دواړو هیوادونو پر ګډه پوله د یوشمیر اقتصادي پروژو د پلي کیدو پروګرامونه لري او غواړي چې اقتصادي اړیکي پراخ شي.
د افغانستان په شمال کې د طالبانو اړیکي له ترکمنستان او ازبکستان سره ښې دي او له تاجکستان سره هغسې نه دي، ځکه چې د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له پنځلسمې راوروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، له تاجکستان سره پر پوله څو ځله وسله والې نښتې شوې دي چې وروستۍ یوه یې دوې اونۍ مخکې وشوه چې په ترڅ کې یې د تاجکستان د چارواکو په وینا درې افغانان چې قاچاق یې لیږداوه ووژل شول.
ټرمپ: ښایي په څو اونیو کې له ایران سره خبرې نتیجه ورکړي
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر یو ځل بیا ایران ته ګواښ وکړ.
کله چې له ډونالډ ټرمپ څخه د پنجشنبې په ورځ خبریالانو د ده او د اسراییل د صدراعظم د خبرو په اړه پوښتنه وکړه ده وویل، که تهران د خپل اټومي پروګرام په اړه کومه موافقه ونه کړي نو ډیرې بدې پایلې به ولري، خورا بدې پایلي.
ټرمپ بیا وویل چې دی هیلمن دی چې له ایران سره به خبرې راتلونکې میاشت یوه نتیجه ورکړي.
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو بیا د پنجشنبې په ورځ، له امریکا څخه تر ستنیدو مخکې وویل چې ډونالډ ټرمپ داسې شرایط رامنځته کوي چې کولی شي له ایران سره "ښه تړون" ته لاره هواره کړي، خو نتنیاهو زیاته کړه چې دی له ایران سره هر راز توافق ته بدبینه دی.
د کرکټ د نړیوال جام په تاریخ کې د ایټالیا لومړۍ بریا
د کرکټ د شل اورونو په نړیوال جام کې د جمعې په ورځ استرالیا له زیمبابوې سره، کاناډا له متحد عربي اماراتو سره او هالنډ د امریکا له متحد ایالتونو سره مسابقه کوي.
د پنجشنې د ورځې په لوبو کې ایټالیا نیپال ته په لسو ویکټو ماتې ورکړه دا په نړیوال جام کې د ایتالیا لومړۍ بریا ده. د پنجشنبې په بله لوبه کې سریلانکا عمان ته او هند نامیبیا ته ماتې ورکړه.
دا نړیوال جام د فبروري په اوومه د هند او سریلانکا په کوربتوب پيل شوی چې پایلوبه یې د مارچ په اتمه ده.
د کابل-بګرام د سړک د پروژې چارې پیل شوې
د کابل- بګرام د سړک د یوې برخې د جوړولو چارې پيل شوې. دا پروژه د پنجشنبې په ورځ پرانیستل شوه.
د دې سړک اوږدوالی شپږ اعشاریه دوه کیلومتره دی، عرض یې پنځوس متره دی چې له نوي کابل څخه د بګرام په لور غځیدلی دی.
د طالبانو د چارواکو په وینا پر دې پروژې به څلور سوه پنځه پنځوس میلیونه افغانۍ لګښت وشي.
د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلیو سره نوې مرسته کیږي
د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې ادارې( ایف-اې- او)، یونیسف او د فرانسې حکومت د دوه میلیونه یورو په ارزښت یو پروګرام پيل کړی دی چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلیو سره مرسته وکړي.
د دې پروګرام له مخې به په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې له نژدې دوه پنځوس زره کسانو سره مرسته وشي.
تیرمیلادي کال د اګست په وروستیو کې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله تر دوه زره دوه سوه ډیر کسان ووژل شول او تر درې زره شپږ سوه ډیر ټپيان شول. د دې زلزلې له امله له شپږ زره اووه سوه ډیر کورونه ویجاړ شول.
سعودي عربستان له افغانستان سره د خرما مرسته وکړه
سعودي عربستان د افغانستان له سرې میاشتې سره د سل ټنه خرما مرسته وکړه.
په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت مرستیال علي محمد الحصان د پنجشنبې په ورځ وویل چې د روژې مبارکې میاشتې د رارسیدو په مناسبت دا مرسته شوې ده او ریاض ژمن دی چې په هر راز شرایطو کې له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته ادامه ورکړي.
نن د شعبان پنځه ویشتمه ده، له ننه څلور یا پنځه ورځې وروسته به د روژې لومړۍ ورځ وي.
IOM: د جنوري میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې له پاکستانه تر ۳۸ زرو زیات افغانان بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي
د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) وايي چې د جنورۍ میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې له پاکستان څخه تر ۳۸ زرو زیات افغانان بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې د پنجشنبې په ورځ، د دلو په ۲۳مه، په خپاره کړي راپور کې ویلي چې دغه افغانان، چې کره شمېر یې ۳۸ زره او ۲۰۱ کسانو ته رسېږي، له پنځو لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.
د IOM په وینا، د جنورۍ په وروستیو دوو اوونیو کې د ستنوشویو شمیرد مخکینیو دوو اوونیو په پرتله ۲ سلنه کم شوی، خو په زوره د ایستل شویو کسانو شمیر ۷ سلنه زیات شوی دی.
د دې ادارې شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل میاشتې راهیسې تر دې دمه له پاکستان څخه تر ۱ میلیون او ۱۵۵ زرو زیات افغانان بیرته هیواد ته ستانه شوي، چې له دې ډلې له ۱۵۸ زره زیات یې په زوره ایستل شوي کسان دي.
د IOM په خبره، د هغو بیرته ستنو شویو کسانو سره چې ورسره مرکې شوي، ۹۹ سلنه یې ویلي چې په پاکستان کې د نیول کیدو له ویرې یې دا کارکړی دی.
پر اوکراین د روسیې له نویو بریدونو سره ولسمشر زیلینسکي د فبرورۍ په ۲۴ د انتخاباتو د نیټې د اعلانولو په اړه راپورونه ردکړل
په داسې حال کې چې روسي ځواکونو تیره شپه د اوکراین پر پلازمینه کییف او نورو ښارونو د بالستیک توغندیو بریدونه وکړل د اوکراین ولسمشرولودمیرزیلینسکي هغه راپورونه ردکړل چې وایي، پراوکراین د روسیې د بشپړیرغل د څلورمې کلیزې سره سم به نوموړی د ولسمشرۍ انتخابات یا ټولپوښتنه اعلان کړي.
د کییف ښاروال په دې ښارکې پر یوه خصوصي هستوګنځای د یوه بالستیک توغندي د لګیدو په پیښه کې د لږترلږه دوو کسانو د ټپي کیدو خبره کړې ده.
چارواکو پرجنوبي ښار ادیسه د تیرې شپې په برید کې د ملکي تاسیساتو د ویجاړیدو او لږترلږه د یوه کس د ټپي کیدوخبر ورکړی دی. د اوکراین پریوشمیرنورو ښارونو هم د روسیې په تازه بریدونو کې د مالي زیانونو راپورونه ورکړل شوي دي.
په عین حال کې د اوکراین ولسمشرولودیمیرزیلینسکي د فایننشل ټایمز ورځپاڼې هغه راپور ردکړچې ګواکې دی په پام کې لري چې د فبرورۍ په ۲۴ د ولسمشرۍ انتخابات او ټولپوښتنه یا ریفرانډم اعلان کړي. هغه وویل دا ډیره مهمه نیټه ده، د جګړې څلورکاله پوره کیږي، د هغې جګړې چې د ده په خبره یو زیات شمیرخلکو د هیواد د دفاع لپاره خپل ځانونه قربان کړي دي.