د جرمني کورنیو چارو وزارت وايی نن چهارشنبه یې ( د نومبر ۵) د یوې اسلامپالې ټولنې فعالیت ، د اسلامي خلافت دتاسیس دغوښتنې په شمول د اساسي قانون ضد فعالیتونو په تور منع کړ.
له دغه اعلان سره سم پولیسو هامبورګ ښار کې په ۷ ودانیو چیرته چې ددغې ټولنې دفترونه وو یرغل وکړ.
د فرانسې د خبري اژانس د رپوټ په اساس د جرمني کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت ویلي:
د "انتراکتیو مسلمان" په څیر سازمانونو ته به اجازه ورنکړل شي چې د جرمني ازاده ټولنه د کرکې په خپرولو کمزورې کړي او له دننه په دغه هیواد برید وکړي.
د انتراکتیوف یا تعاملګرا مسلمان ټولنې باندې په هامبورګ کې د ۲۰۲۴ کال اپریل میاشت کې د سلګونو کسانو د مظاهرو په ترځ کې انتقاد وشو.
په دغو مظاهرو کې چې د اسلام څخه د ویرې د خپرلو پرضد وشوې داسې شعارونه هم ولیدل شول چې په کې لیکل شوي وو چې د حل لاره "اسلامي خلافت "دی .
دغه شعار چې د جرمني رسنیو پام یې ځانته را واړاوه تاودو بحثونه یې راوپارول.
د جرمني کورنیو چارو وزارت وايي د "تعاملګرا مسلمان" ټولنه چې د ښځو حقوق ردوي او داسراییلو څخه کرکه هم خپروي منحل شوه او شتمني به یې هم مصادره شي .
د هامبورګ د ښار چارواکي وايي دغه ټولنه په ۲۰۲۰ کال کې تاسیس شوې او اکثر یې آنلاین فعالیت کاوه.
د هامبورګ د ایالت کورنیو چارو وزیر اندی ګروت چې د سوسیال ډیموکراټ ګوند څخه دی د ټولنې د منحل کیدو هرکلی کړی دی .
هغه ویلي دي چې یوه خطرناکه فعاله اسلامپاله ډله منحل شوه.
د جرمني پولیسو په برلین او لویدیځ هیسن ایالت کې هم د "اسلام د نسل" او د "اسلام حقیقت" په نومونو دوه نورو ډلو په هکله د تحقیقاتو په ترځ کې څو ودانۍ تالاشي کړې.
د جرمني حکومت مخکې هم یو شمیر اسلامپالې ټولنې لکه د انصارو غیردولتي ټولنه چې ویل یې د خیریه مرستو فعالیت یې کاوه په ۲۰۲۱ کال کې دتروریزم د تمویل په تور منحل کړي.