د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۴

د طالبانو حکومت: د وړمې شپې د زلزلې په تلفاتو کې زیاتوالی راغلی دی


د افغانستان په شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول بلخ او سمنګان کې د دوشنبې د ورځې سهار وختي (د نومبر دریمه) په ځايی وخت یوې بجې شدیدې زلزلې د تلفاتو په اړه لا هم بیلابیل ارقام خپریږي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې د مړو شمېر ۲۷ او د ټپیانو شمېر له ۹ سوه زیات شوی دی.

د دې وزارت ویاند شرافت زمان نن سې شنبه د نومبر ۴ مه په خپله اېکس پاڼه په یو ویډیو بیان کې ویلي چې زیات تلفات په بلخ او سمنګان کې رامنځته شوي دي.

" د دوه ورځو د ژغورنې په عملیاتو کې کوم وروستي ارقام چې له موږ سره شریک شوي دي له بده مرغه ۹۵۶ هیواد وال مو ټپیان شوي او ۲۷ نور شهیدان شوي دي، په دوی کې ۴۱۸ په شاوخوا کې کسان په سمنګان او ۴۳۵ په شاوخوا کې په بلخ کې ټپیان شوي دي."

نوموړي ویلي دغه رازبغلان او سرپل ولایتونو کې یو یو تن مړ شوی دی۳۵ نور ټپیان او په کندوز او جوزجان کې ۶۸ تنه ټپیان شوي‌ دي.

له دې وړاندې د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې ویاند یوسف حماد رسنیو ته په استولي یو غږیز پیغام کې ویلي چې د ۲۵ کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

پرون دوشنبه د نومبر په ۳ مه بیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا اعلان کړی و چې په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د زلزلې له امله ۲۰ کسان مړه او ۹۴۵ نور ټپیان شوي دي.

اوچا ویلي وو چې په بلخ ولایت کې ۹ کسان او په سمنګان کې ۱۱ کسان مړه شوي، په داسې حال کې چې په بلخ کې ۶۱۶ کسان او په سمنګان کې ۳۲۹ کسان ټپیان شوي دي.

په بیان کې دا هم راغلي وو چې ښايي د ارزونو په دوام کې د مړو شمېر لوړ شي.

که څه هم د دغه زلزلې له امله په شمالي ولایت بدخشان کې د اوښتو زیانونو په اړه تازه څه نه دي ویل شوي خو د دوشنبې په ورځ ( د نومبر ۳مه) د دې ولایت د شهر بزرګ ولسوال مولوي عبدالرشید رشاد طالبانو ته نږدې رسنۍ حریت راډيو ته ویلي وو چې د دې ولسوالۍ په چوګاني سیمه کې د زلزلې له امله ۸۰۰ کورونه په بشپړ یا هم په نسبې ډول زیانمن شوي دي، خو نوموړي دغلته د سر د زیان په اړه څه نه وو ویلي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا هم له پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې د سیمه ییزو چارواکو له قوله ویلي و چې د دې ولایت د تیشکان ولسوالۍ په مرکز کې څو کورونه ویجاړ او زیانمن شوي دي.

په همدې حال کې د بلخ او سمنګان ولایتونو یو شمېر زلزله ځپلي بیا وايي کورونه یې نړېدلي او اوس مهال عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د بلخ ولایت د شلګرد ولسوالۍ یوه زلزله ځپلي محمد یوسف ازادي راډيو ته وویل:

"په زلزله کې زموږ کور وران شوی دی، هیڅ نه دي راپاتې، یو ماما او بل د ماما زوی مې شهیدان شوي دی، اوس موږ دلته په ډاګ پراته یو، تېره شپه مو له ماشومانو سره په یخنۍ کې تېره کړې ده، موږ سره باید عاجلي مرستې وشي، د سرپنا مسله ډېره مهمه ده، ځکه هوا یخه ده او موږ هیڅ نه لرو، هر څه ته اړتیا لرو، خوراک نشته، اوبه نشته، هر څه له منځه تللي دي، یوازې موږ نه یو ټول کلی نړیدلی دی هر کور کې خلک زخمیان شوي دی، هر کور څه ناڅه زیان لیدلی دی."

د سمنګان د خلم ولسوالۍ یوه اوسېدونکي مولوي سید الرحمان ازادي راډیو سره په خبرو کې له زیانمنو سره د مرستو غوښتنه وکړه:

"دلته اویا یا اتیا کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي، زیانمن شوي کسان ډېر بې وزله دي، دوی یوازې د انارو د باغونو ګټې ته ناست دي او له بده مرغه سږ کال یې انارو هم هغسې سیزن ونه کړو، او اوس پرې دا افت راغی نو زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې هر څه عاجل باید دې خلکو ته رسېدنه وشي او له دوی سره مرستې وشي."

د طالبانو حکومت پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې ویاند یوسف حماد بیا ویلي چې له زیانمنو کورنیو سره مرستې پیل شوي دي.

دا زلزله دوشنبه د نومبر په ۳ مه سهار وختي رامنځته شوه.

د امریکا د جیولوژیکي څېړنو ادارې د دې زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۶ عشاریه ۳ درجې یاد کړی او ویلي یې دي چې مرکز یې د مزار شریف ښار ته نژدې د ځمکې په تل کې ۲۸ کیلو متره ژور و.

دا په روان میلادي کال کې دوهمه مرګونې او شدیده زلزله ده چې سلګونه کورنۍ زیانموني.

له دې وړاندې د تېرې اګسټ میاشتې په ۳۱ مه د افغانستان ختیځ ولایتونه په ځانګړي ډول کونړ مرګونې زلزلې وځپه چې له امله یې د رسمي شمېرو له مخې له ۲۲۰۰ ډېر کسان مړه او زرګونه نور ټپیان او دغه راز سلګونه کسان بې کوره شول، چې لا هم ګڼ شمېر اغیرمن کسان په خیمو کې له سرپنا پرته ژوند تېروي.


XS
SM
MD
LG