خبرونه
بیا به هم ترکیه د طالبانو او پاکستان د خبرو کوربنه وي
ترکیه وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو بل پړاو به هم راتلونکې میاشت په ترکیه کې وي.
د ترکیې د باندنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د طالبانو او پاکستان استازو پرېکړه وکړه چې بل پړاو خبرې د نوومبر په شپږمه پیل کړي.
دواړه خواوې په استانبول کې د څلورو ورځو په خبرو کې نهايي نتیجې ته ونه رسېدل.
د ترکیې د بهرنيو چارو وزارت په بیان کې راغلي:
“ټول لوري پر دې سلا شوي چې اوربند به دوام وکړي. د اوربند د تطبیق څرنګوالی به د ۲۰۲۵ کال د نوومبر په ۶مه نېټه په استانبول کې د یوې لوړې کچې غونډې پر مهال وڅېړل او پرېکړه به پرې وشي.”
دواړو خواوو د ترکیې او قطر په منځګړیتوب په استانبول کې خبرې کولې.
د ترکیې دولتي تلویزیون (آرټي اې) د خبرو د ټکني کېدو پړه د “پاکستان د لوري پر غیرعملي غوښتنو” واچوله.
دغه تلویزیون نه دي ویلي چې پاکستان څه ډول غوښتنې لرلې.
تر اوسه طالبانو د خبرو د بیا پیل د احتمال په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د جرمني صدراعظم؛ اندیښمن یم چې امریکا او اسراییل د ایران د جګړې د پایته رسولو لپاره هیڅ پلان نه لري
د جرمني صدراعظم فردریش مرتز وايي، "اندیښمن دی" چې امریکا او اسراییل د ایران د جګړې د پایته رسولو لپاره هیڅ پلان نه لري.
مرتز دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ د (مارچ ۱۰مه) په برلین کې د چک له صدراعظم سره په کتنه کې کړي دي.
د هغه په ټکو،" یوه اونۍ کیږي چې امریکا او اسراییلو له ایران سره په جګړه کې ښکیل دي او د هرې ورځې په تیریدو سره په دې اړه پوښتنې په زیاتیدو دي".
هغه وړاندې وویل،"موږ په ځانګړې توګه اندیښمن یو چې د دغې جګړې د پایته رسولو لپاه هیڅ ډول پلان او برنامه په پام کې نشته".
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي،"له ایران سره جګړه تقربیا خلاصه ده او کولی شو چې دا جګړه ژر پایته ورسوو".
ولسمشر ټرمپ له دې وړاندې د ایران پر وړاندې د جګړې لپاره څلور اونۍ وخت ټاکلی وو.
نن چهارشنبې پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو دولسمه ورځ ده
نن چهارشنبې پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو دولسمه ورځ ده.
پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري چې د سه شنبې په ورځ په تبریز کې د اطلاعاتو اداره او د سپاه پاسداران ځواکونو مرکزونه په نښه شوي دي.
بل پلو، پرون سه شنبې د ایران د نورو ښارونو سربیره عباس بندر او قدس ښارونه هم په هوايي بریدونو کې په نښه شوي وو.
پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د قدس په ښار کې پرله پسې چادونې کیږي.
د امریکا دفاع وزیر پیټ هګست د سه شنبې په ورځ پر ایران د هوايي بریدونو د زیاتیدو خبرداری ورکړی وو.
اروپايي ټولنه وايي، ۲۷۰ ټنه خوارکي توکې يې کابل ته انتقال کړي دي
اروپايي ټولنه وايي، ۲۷۰ ټنه خوارکي توکې يې کابل ته انتقال کړي دي.
د دغې ټولنې د بشري او ملکي مرستو د ساتنې څانګې د سه شنبې په ورځ پر ایکس پاڼه ویلي،" دا خوارکي توکي په دریو پروازونو کې انتقال شوي دي".
وړاندې راغلي، په دغو خوارکي توکو کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو ځانګړي خواړه هم شامل دي چې د یونیسیف له لارې به، په شدیدې خوارځواکۍ اخته ماشومانو ته وویشل شي.
یونیسف د دوشنبې په ورځ ویلي و، "غواړو په ټول افغانستان کې یو میلیون او درې سوه زره په خوارځواکۍ اخته ماشومان تر پوښښ لاندې راولو".
د خواړو نړیوال پروګرام وايي، "نژدې څلور میلیونه ماشومان په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته دي".
په تهران کې د هالنډ سفارت کوونکي باکو ته انتقال شوي
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی چې په تهران کې د سفارت یو شمیر کارکوونکي يې اذربایجان ته انتقال کړي دي.
تام برندسن د سه شنبې په ورځ د (مارچ ۱۰مه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،"د سفارت کارکوونکو ته په ایران کې د امنیتي خطراتو د زیاتیدو له کبله د سفارت فعالتونه په موقته توګه د اذربایجان پلازمینې باکو ته انتقال شوي دي".
د هغه په ټکو،"که چیرته امنیتي وضعیت ښه شو پریکړه به وکړو چې څه وخت او په کومو شرایطو بیرته په تهران کې سفارت پرانیزو".
هسپانیا، اتریش او ایټالیا هغه هېوادونه دي چې د جګړې له پیل راهیسې يې په موقت ډول خپل سفارتونه باکو ته انتقال کړي دي.
استرالیا د ایران د فوټبال ۵ ښځینه لوبغاړو ته پناه ورکړه
استرالیا د سېشنبې په ورځ د ایران د ښځو د فوټبال ملي ټیم پنځو غړو ته د بشري خواخوږۍ پر اساس ویزه ورکړه. استرالیا دا کار وروسته له هغه وکړ چې دغو ښځو د پناه غوښتنه وکړه.
د دوی په وینا، که بېرته خپل هېواد ته ستنې شي، نو د آسیا جام د یوې سیالۍ په پیل کې د ملي سرود له ویلو د انکار له امله به له ځورونې او قانوني تعقیب سره مخامخ شي.
د استرالیا صدراعظم انتوني البانیز د سېشنبې په ورځ په پلازمېنه کانبرا کې یوې خبري غونډې ته وویل: «استرالیایان د دغو زړورو ښځو له سخت وضعیت څخه ډېر متاثره شوي دي.»
البانیز زیاته کړه: «هغوی دلته په امن کې دي او باید دلته د خپل کور احساس ولري.»
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې لوبغاړو ته په استرالیا کې د پاتې کېدو دې اجازې ورکولو له امله د البانیز ستاینه کړې ده. هغه په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې که استرالیا دا لوبغاړې نه وای منلې، نو متحد ایالتونه چمتو وو چې هغوی ومني.
یو درې کسیز پاکستانی پلاوی کابل ته تللی
په کابل کې ځايي رسنیو نن وویل چې د مولانا فضلالرحمان خلیل په مشرۍ د پاکستان یو درې کسیز پلاوی کابل ته راغلی دی.
سرچینې ویلي، دغه پلاوی د دې لپاره افغانستان ته راغلی چې د اختلافونو د حل او د کابل او اسلامآباد ترمنځ د وروستیو کړکېچونو د کمولو لارې چارې وڅېړي.
ویل کېږي چې په دې پلاوی کې، د مولانا فضلالرحمان خلیل تر څنګ، مولانا عبدالله شاه مظهر او مولانا سجاد عثمان هم شامل دي.
طالبانو د «ناحقه نیونو د هیواد» په توګه د افغانستان پر اعلانېدو خواشیني وښوده
د طالبانو د باندنیو چارو وزارت د امریکا پر وروستۍ پرېکړه، چې افغانستان یې د «ناحقه نیونو ملاتړی هېواد» بللی، خواشینۍ څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې اختلافات باید د خبرو اترو له لارې حل شي.
د دې وزارت ویاند عبدالقاهر بلخي نن (سېشنبې) په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په افغانستان کې د هېڅ هېواد وګړي د معاملې یا فشار لپاره نه نیول کېږي. د هغه په وینا، ځینې کسان د قانون د سرغړونې په تور نیول شوي، خو ډېری یې وروسته د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته خوشې شوي دي.
وزارت همدارنګه یادونه کړې چې په تېر یو کال کې دوی د ښه نیت د څرګندولو په توګه د ځینو امریکایي وګړو په اړه څو مثبت ګامونه پورته کړي دي.
په خبرپاڼه کې د قطر رول هم ستایل شوی، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د خبرو اترو په اسانتیا کې یې مرسته کړې ده. وزارت ټینګار کړی چې د اړیکو دوام او د ستونزو حل باید د ډیپلوماتیکو لارو او تعامل له لارې ترسره شي.
تېره شپه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د "غیر عادلانه توقیفونو ملاتړی په فهرست کې شامل کړل شوی دی.
ښاغلي روبیو زیاته کړه: "طالبان دې ډینس کویل، محمود حبیبي او ټول امریکایان چې په افغانستان کې په ناسم ډول توقیف شوي دي، خوشې کړي."
له بلې خوا، د یرغمل نیول شویو د چارو لپاره د امریکا استازي، ادم بوهلر، د ایکس په یوه پوسټ کې وویل چې متحده ایالات به نور د امریکایی اتباعو توقیف ونه زغمي.
حزب الله پر سوریې د توپ ګولۍ ویشتي
د سوریې دولتي خبري اژانس سانا د سېشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د سوریې د پوځ چارواکو ویلي چې له لبنان څخه د توپ ویشتل شوې ګولۍ د دمشق لوېدیځ ته د سرغایا ښار ته نژدې لګېدلي دي.
د سوریې پوځ د ایران له ملاتړه برخمنه شیعه ډله حزبالله تورنه کړه چې د سوریې د پوځ پر پوستو یې بریدونه کړي دي. پوځ همداراز ویلي چې د سوریې او لبنان پر پوله د حزبالله د مرستندویو ځواکونو تحرکات لیدل شوي دي.
د پوځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي: «د سوریې عربي پوځ به د سوریې پر خاورې هېڅ ډول تېری ونه زغمي.»
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د اسرائیل او حزبالله ترمنځ نښتې سختې شوې دي. لبنان تېره اوونۍ وروسته له هغه د منځني ختیځ جګړې ته ور داخل شو چې حزبالله د علي خامنهيي د وژل کېدو په غبرګون کې پر اسراییل برید وکړ.
امریکا د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د "ناحقه توقیفونو" ملاتړی هیواد اعلان کړ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی دی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د "ناحقه توقیفونو ملاتړی هیواد دی".
مارکو روبیو تیره شپه پر ایکس شبکه په یوه پیغام کې لیکلي چې طالبان هڅه کوي د "ترهګریزو تاکتیکونو" په کارولو سره امتیازات ترلاسه کړي، خو دا طریقه به تر اوسنۍ ادارې لاندي متحده ایالاتونو سره کار ونکړي.
ښاغلي روبیو زیاته کړه: "طالبان دې ډینس کویل، محمود حبیبي او ټول امریکایان چې په افغانستان کې په ناسم ډول توقیف شوي دي، خوشې کړي."
له بلې خوا، د یرغمل نیول شویو د چارو لپاره د امریکا استازي، ادم بوهلر، د ایکس په یوه پوسټ کې وویل چې متحده ایالات به نور د امریکایی اتباعو توقیف ونه زغمي.
هغه زیاته کړه چې درې "بې ګناه" امریکایی اتباع اوس مهال په افغانستان کې بندیان دي او د دوی د پرېښودل کیدو وخت دی.
طالبانو تر اوسه د امریکایی چارواکو د څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.
په م.م د پاکستان استازي د ترهګرو ډلو د ملاتړ په اړه د هند او افغانستان تورونه رد کړل
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار، د امنیت شورا په غونډه کې د هند او افغانستان د استازو هغه تورونه رد کړل چې ګواکې پاکستان له خپلو پولو ورهاخوا د سختدریځو وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي.
د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې د هند او افغانستان استازو پر پاکستان تور پورې کړ چې د پولې پورې غاړې وسلهوالو فعالیتونو ملاتړ کوي.
پر پاکستان دا تور له څو لسیزو راهیسي د افغانستان او هندوستان حکومتونه لګوي.
په امنیت شورا کې د افغانستان او هندوستان د تور په ځواب کې د پاکستان استازي وویل چې دا نیوکې د هغو تروریستي ګواښونو د پټولو لپاره دي چې د افغانستان له خاورې څخه پاکستان ته متوجه دي. هغه ټینګار وکړ چې پاکستان تل د تروریزم قرباني شوی دی.
عاصم افتخار د پاکستان د هغو اقداماتو دفاع وکړه چې ده د تروریزم پر ضد مبارزه وبلله او ویې ویل چې دغه هیواد د وسلهوالو ډلو پر ضد د مبارزې او د سیمې د ثبات د ساتلو لپاره جدي هڅې کړې دي.
پاکستان له تېرو څه باندې لسو ورځو راهیسي پر افغانستان بمباري او بریدونه پیل کړي او وايي چې دا جګړه به یې تر هغو دوام لري چې د افغانستان د طالبانو حکومت د ټي ټي پي له ملاتړه لاس واخلي.
خو د طالبانو حکومت د پاکستان تورونه ردوي او وايي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هیواد پر ضد کار واخلي.