علي بلال په المپیا کې د سرو زرو په لټه کې دی
د باډي بلډینګ په تر ټولو معتبره لوبو المپیا کې افغان لوبغاړی علي بلال لوبیږي. دی تېر کال نایب اتلولۍ ته ورسېد خو سږ کال د اتلولۍ په لټه کې دی. تمه ده د المپيا د لوبو فاینلونه د امریکا په لاس ویګاس کې د افغانستان په وخت یکشنبه سهار وختي ترسره شي. صفي الله ستانکزي دې اوسني المپيا کې د علي بلال په ګډون دا رپوټ جوړ کړی دی.