خبرونه
د پاشدان د اوبو بند پرانیستل کیږي
ټاکل شوې ده چې سبا د هرات د پاشدان د اوبو بند رسما افتتاح شي. د طالبانو د انرژي او اوبو وزارت له لورې رسنیو ته په استولي بلنلیک کې راغلې دي چې د پاشدان د اوبو بند او د بریښنا د تولید فابریکه به د پنجشنبه په ورځ د طالبانو د بیا واکمنۍ په ویاړ پرانیستل شي.
د پاشدان بند د هرات له ښاره ختیځ لور ته په پنځه ویشت کیلومترۍ کې د کرخ په ولسوالي کې دی. دا بند څلور اویا متره لوړوالی لري او د څلور پنځوس میلیونه مترمکعب اوبو ظرفیت لري چې دوه میګاواټه برښنا به تولید کړي او شاوخوا دیارلس زره هکتاره مځکه به خړوبه کړي.
د پاشدان د بند د جوړیدو چارې په تیر جمهوري نظام کې په دوه زره یولسم کې پيل شوې چې بیا د جګړو له امله یې کله چارې مخته تللي، کله ځنډیدلې او اوس یې کارونه بشپړ شول.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
افغان سندرغاړی وحید صابري ومړ
افغان سندرغاړی وحید صابري د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
په تاشکند کې د افغانانو د ټولنې مشر نعمتالله رحماني امریکا غږ ته د صابري د مړینې خبر تأیید کړی دی.
رحماني ویلي، کله چې هغوی د شنبې په سهار د هغه کور ته ورغلل، د وحید صابري جسد یې وموند.
رحماني زیاته کړې چې مرحوم صابري له "پخوا څخه د زړه ناروغي درلوده او د ډاکترانو په لارښوونه تر څارنې لاندې و".
وحید صابري په افغانستان کې د ۶۰مې هجري شمسي لسیزې یو له مشهورو سندرغاړو څخه و.
هغه د «باران» په نوم د موسیقۍ د ډلې غړی هم و چې مشري یې بل افغان سندرغاړي، فرهاد دریا کوله.
فرهاد دریا ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې وحید صابري د هغه د ځوانۍ او هنري فعالیتونو ډېر خوږ ملګری و او په مړینهیې خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه.
یو شمېر نورو افغان سندرغاړو او د هغه د غږ مینهوالو هم د وحید صابري پر مړینه خواشیني ښودلې ده.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان له قطري دفاعي چارواکي سره وکتل
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) قوماندان، سمندري اډمیرال براډ کوپر، د خلیج د هېوادونو له چارواکو سره د خپلو لیدنو په لړ کې په دوحه کې د قطر له یوه لوړپوړي دفاعي چارواکي سره خبرې کړې دي.
د قطر دفاع وزارت د شنبې په ورځ، د نومبر په ۲۱مه، په ایکسپاڼه کې ویلي چې کوپر دغه هېواد ته د سفر پر مهال د قطر د صدراعظم له مرستیال او د دفاعي چارو له وزیر، شیخ سعود بن عبدالرحمن آل ثاني سره لیدلي دي.
د دغه وزارت په وینا، دواړو لورو د همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو او د ګډو ګټو پر موضوعاتو خبرې کړې دي.
د قطر دفاع وزارت د دغو خبرو د نورو جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان د پنجشنبې په ورځ په ریاض کې هم د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان او د دغه هېواد د دفاع له وزیر خالد بن سلمان سره لیدلي وو.
سعودي چارواکو ویلي وو چې له کوپر سره په خبرو کې پوځي همکاري او د سیمې وروستي بدلونونه څېړل شوي دي
بنګلهدېش د سیاسي تاوتریخوالي د کنټرول لپاره سلګونه اضافي امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړل
د بنګلهدېش چارواکو په دغه هېواد کې د بریدونو او اورلګېدنو د زیاتېدو د مخنیوي لپاره سلګونه اضافي امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، په یوه تازه پېښه کې د بنګلهدېش د پخوانۍ صدراعظمې شیخ حسینې د پلویانو تر ۱۲ ډېر کورونه د نارایل په سیمه کې سوځول شوي دي.
د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، د نومبر له ۱۴مې راهیسې په سیاسي تاوتریخوالو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي. دغه پېښې د بنګلهدېش د ملتپال ګوند د دوو غړو له وژل کېدو وروسته رامنځته شوې دي او د سیالو ګوندونو د پلویانو کورونه هم په نښه شوي دي.
دا کړکېچ په داسې حال کې زیات شوی چې شیخ حسینې ژمنه کړې د دسمبر په میاشت کې به له هند څخه بنګلهدېش ته ستنه شي.
نوموړې په ۲۰۲۴ کال کې د لاریونونو د ځپلو پر مهال د بشریت ضد جرمونو په تور، په غیابي ډول په اعدام محکومه شوې ده.
سرپل د افغانستان دوهم له ماینونو پاک ولایت اعلان شو
د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې سرپل د افغانستان دوهم ولایت اعلان کړی چې په وینا یې، له ماینونو پاک شوی دی.
د دې ادارې ویاند محمدیوسف حماد د شنبې په ورځ، د نومبر په ۲۱مه، په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي چې د څېړنو له مخې، د سرپل په هېڅ ولسوالۍ کې د پخوانیو جګړو او د پخواني شوروي اتحاد د جګړې له وختونو څخه پاتې ماینونه نشته.
هغه زیاته کړې چې د سیمې د ارزونې، له اوسېدونکو سره د سلا مشورو او د سیمهییزو چارواکو د تایید له مخې، دغه ولایت له ماینونو پاک شوی دی.
طالبانو تر دې مخکې بامیان هم له ماینونو او ناچاودو توکو پاک ولایت اعلان کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو تر دې مخکې ویلي و، په افغانستان کې شاوخوا ۳.۳ میلیونه کسان له ماینونو او ناچاودو توکو ککړو سیمو په یوه کیلومترۍ کې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستانه د شوروي ځواکونو له وتلو راهیسې تر اوسه له ۴۵ زرو ډېر افغانان د جګړو له پاتې ماینونو او ناچاودو مهماتو څخه وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
روسیې په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د ترهګرو ډلو، په ځانګړې توګه د اسلامي دولت یا داعش خراسان څانګې د فعالیتونو د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د امنیتي ګواښونو پر وړاندې یې د مبارزې لپاره د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.
د دغه وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د جمعې په ورځ، د نومبر په ۲۰مه، په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او په افغانستان کې د ثبات ټینګښت د سیمې د امنیت لپاره اړین دي.
دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندېږي چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس فریلسن له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې دغه ټولنه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه څاري.
خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د پنجشنبې په ورځ یو ځل بیا ادعا وکړه چې داعش خراسان ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده.
تر دې مخکې، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال الکساندر زویف د ازبکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای پلس امنیتي غونډې ته ویلي و چې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د معلوماتو له مخې، داعش خراسان څانګه د خپلو فعالیتونو د پرمخ وړلو لپاره له بېپیلوټه الوتکو او مصنوعي ځیرکتیا څخه کار اخلي.
عراقچي: ایران لا هم له امریکا سره د دیپلوماسۍ له لارې د هوکړې هیله لري
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، تهران لا هم هیله لري چې له امریکا سره د دیپلوماسۍ له لارې یوې هوکړې ته ورسېږي او د بلې جګړې مخه ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د هوکړې لپاره وړاندې کړي شرطونه د منلو وړ نه بولي.
عراقچي له «ایران» ورځپاڼې سره په مرکه کې، چې د شنبې په ورځ د نومبر په ۲۱مه خپره شوې، د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسنی «نه جګړه، نه سوله» حالت نامطلوب بللی او ویلي یې دي چې تهران یوه «ښه، باعزته او له عزته ډکه» هوکړه غواړي.
هغه ویلي، ایران د خبرو له پیل مخکې له امریکا غواړي چې د هوکړې لپاره خپل چمتووالی په څرګنده اعلان کړي او د باور جوړولو لپاره عملي ګامونه واخلي.
د عراقچي په وینا، د ایران دوه ورځنی وړاندیز لا هم پر خپل ځای دی. د دغه وړاندیز له مخې، امریکا باید لومړی د تهران غوښتنې ومني او خپلو ژمنو ته ژمنه پاتې شي؛ وروسته به ایران هرمز تنګی پرانیزي او خبرې به پیل شي.
عراقچي له ایران څخه د غني شویو یورانیمو د زېرمو ایستل د تهران سره کرښه بللې، خو ویلي یې دي چې د دغو زېرمو د برخلیک په اړه عادلانه حل ته رسېدل ممکن دي.
په مقابل کې، ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي، ایران هوکړه غواړي، خو داسې هوکړه نه غواړي چې د ده په وینا، د امریکا لپاره د منلو وړ وي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د سیمې د منځګړو هېوادونو هڅې روانې دي، څو کړکېچ راکم او د ایران او امریکا ترمنځ جګړه پای ته ورسوي.
د عراق په یوه برېښناکوټ کې اورلګېدنې څلور کسان وژلي او ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي
امنیتي چارواکو د شنبې په ورځ وویل چې د عراق په جنوب کې په یوه برېښناکوټ کې د اورلګېدو له امله لږ تر لږه څلور کسان مړه شوي او ۳۰ نور ټپیان دي. د چارواکو په وینا، ښايي د قربانیانو شمېر لوړ شي.
رویټرز خبري اژانس د عراق د دولتي خبري اژانس (INA) په حواله راپور ورکړی چې د اور وژونکو ډلو له رسېدو وروسته د ملکي دفاع ځواکونو د بصرې ښار په شمال کې د حرثه برېښناکوټ اور تر کنټرول لاندې راوستی دی.
امنیتي چارواکي وايي، اور نژدې کورونو ته هم غځېدلی او د برېښناکوټ فعالیت یې درولی دی.
تر اوسه د اورلګېدو د علت او د اوښتو زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.
د عراق د برېښنا تاسیسات له اوږدې مودې راهیسې له ستونزو سره مخ دي. په تېرو څو لسیزو کې د پانګونې کموالی، د برېښناکوټونو او نورو تاسیساتو ناسمه ساتنه او د برېښنا د ډېر مصرف پر مهال د خلکو د اړتیاوو نه پوره کول د دغه هېواد د برېښنا له مهمو ستونزو څخه دي.
د امریکا د خزانې وزیر: ټرمپ له روسیې او چین سره د ایران د اتومي وسلو د مخنیوي په اړه هوکړې ته رسېدلی
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت وايي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ په چین کې د روسیې او چین له مشرانو سره په وروستیو لیدنو کې د اتومي وسلو له ترلاسه کولو څخه د ایران د راګرځولو او د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د ازادۍ د تضمین پر سر له هغوی سره ګډ نظر ته رسېدلی دی.
بسنت د جمعې په ورځ، د نومبر په ۲۰مه، له سياېنبيسي شبکې سره په مرکه کې وویل چې امریکا، روسیه او چین په دغو دوو موضوعاتو کې یو له بل سره موافق دي.
دا دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له دې وکړې چې د امریکا، روسیې او چین مشرانو د نومبر په ۱۹مه په چین کې په درېاړخیزه غونډه کې د «سولې اعلامیې» پر سر هوکړه وکړه؛ خو په دې سند کې د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره کومه مشخصه ژمنه نه وه شوې.
د امریکا د خزانې وزیر په دې مرکه کې د ایران پر وړاندې د واشنګټن اقتصادي فشارونه د یوه هېواد د اقتصادي انزوا په تاریخ کې تر ټولو لوی کمپاین بللی او ویلي یې دي چې امریکا به د ایران د سپاه پاسداران پر ضد فشارونو ته دوام ورکړي، څو له واشنګټن سره هوکړې ته غاړه کېږدي.
بسنت دا هم ویلي چې د امریکا د سمندري کلابندۍ په پایله کې اوس د ایران د اومو تېلو هېڅ بار په سمندر کې نه دی پاتې او بهرني پېرودونکي د ایران تېلو ته لاسرسی نه لري.
د طالبانو د صنعت وزیر له کینیا څخه د چای او قهوې د واردولو غوښتنه وکړه
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د کینیا د کانونو له وزیر حسنعلي جوه سره په لیدنه کې له هغه غوښتي چې د چای او قهوې ترڅنګ د دغه هېواد د نورو تولیداتو صادرات هم افغانستان ته زیات کړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو لورو په دارالسلام کې د پانګونې د اووم نړیوال کنفرانس په څنډه کې د سوداګریزو اړیکو، پانګونې، د کانونو د پروسس او صادراتو او د کرنیزو او صنعتي تولیداتو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د دغه وزارت په وینا، دواړو خواوو د ګډو نندارتونونو د جوړولو او د ګډې کاري ډلې د رامنځته کولو لپاره د هوکړهلیک پر چمتو کولو هم موافقه کړې ده.
له روسیې پرته د نړۍ هیوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني خو له دې سره سره د طالبانو حکومت له بېلابېلو هیوادونو سره سوداګري اړیکې پالي.
د «وژونکو روباټونو» د کنټرول پر سر د ملګرو ملتونو خبرې بې له لازم الاجرا هوکړې پای ته ورسېدې
د ملګرو ملتونو په کوربهتوب په جینیوا کې د خپلواکو وسلو، چې د «وژونکو روباټونو» په نوم هم یادېږي، د کنټرول په اړه خبرې په دې هوکړه پای ته ورسېدې چې د ۲۰۲۸ کال تر پایه به نوي مقررات جوړېږي او خبرې به دوام کوي.
د امریکا، روسیې او اسراییل مخالفت د داسې یوې هوکړې مخه ونیوله چې د راتلونکو مقرراتو د عملي کېدو لپاره الزامي چوکاټ رامنځته کړي.
دا وسلې د دې وړتیا لري چې د انسان له لږې لاسوهنې یا مستقیمې څارنې پرته، هدفونه وپېژني او پرې برید وکړي. شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو د دغو وسلو د کنټرول لپاره د الزامي قوانینو غوښتنه کړې وه.
د اوکراین، سوډان او منځني ختیځ په جګړو کې د خپلواکو وسلو د کارونې زیاتېدو د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي. د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکړی چې د لازم الاجرا قوانینو په جوړولو کې ځنډ د ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخ کوي.
د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې تېره میاشت ۱۶۳ هېوادونو د خپلواکو وسلو په اړه د قانون جوړولو لپاره د خبرو اترو د اړتیا په تړاو پرېکړهلیک ته مثبته رایه ورکړې وه. امریکا، روسیې، بیلاروس، اسراییل او شمالي کوریا ورسره مخالفت کړی و.