د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۲۳

خبرونه

داعش د سوریې په جنوب کې د دوو بریدونو مسوولیت ومانه

د اسلامي دولت ډلې (داعش) د سوریې په جنوب کې د دوو بریدونو مسوولیت په غاړه واخیست، چې یو یې د نوي دولت د پوځ پر ځواکونو شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې د بشار اسد د حکومت تر نسکورېدو وروسته، داعش ډله د دې هېواد د نوي پوځ پر ځواکونو برید کوي.

دغه ډله وایي چې دا برید د پنجشنبې په ورځ، د مې په ۲۲مه، د سویدا ولایت په الصفا سیمه کې شوی دی.

داعش په یو جلا بیان کې ادعا کړې چې په همدې اوونۍ کې یې بل بمي برید د سوریې د ازاد پوځ پر غړو کړی چې د امریکا له ملاتړه برخمن ځواکونه دي. د داعش په وینا، په دې برید کې یو ملېشه وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د سوریې حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي او د سوریې د ازاد پوځ ویاند هم په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغان ایواک بنسټ د امریکا له حکومته غوښتي چې افغان متحدینو سره په خپلو ژمنو عمل وکړي

یوه افغان کورنۍ  ۲۰۲۱ کال کې امریکا ته د رسیدو په مهال ، ارشیف
یوه افغان کورنۍ ۲۰۲۱ کال کې امریکا ته د رسیدو په مهال ، ارشیف

د افغان پناه غوښتونکو د ملاتړ بنسټ ، افغان ایواک د امریکا له حکومته غوښتي چې افغان متحدینو سره په خپلو ژمنو عمل وکړي او له پامه یې ونه غورځوي.

یاد بنسټ د سه شنبې په ورځ خپله ایکسپاڼه کې هغو رپوټونو ته په غبرګون چې وايي امریکا به د جنوبي افریقا د کډ‌والو منل پراخ کړي وویل چې "افغان متحدین یوځل بیا له پامه غورځول کیږي. "

افغان ایواک لیکي چې دغه افغانان هغه کسان دي چې دامریکايي ځواکونو ترڅنګ جنګیدلي اوددوی زیات شمیر قطر،پاکستان او د نړۍ په نورو ځایونو کې امریکا ته د لیږد په انتظار شپې ورځې سبا کوي.

یاد بنسټ له کانګرس غوښتي چې ۵ زره افغان پناه غوښتونکي د کډوالو د منلو پروګرام کې شامل کړي.

تردې مخکې هم د سنا مجلس ۲۲ غړو هغو رپوټونو ته په غبرګون کې چې وویل امکان لري څه د پاسه زرکسه افغان پناه غوښتکي له قطرڅخه د کانګو دموکراتیک جمهوریت ته انتقال شي له حکومت غوښتي وو چې دغه پلان ودروي.

دغو سناتورانو د غويي په اتمه بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته لیکلي وو چې دغه ډول اقدام کولای شي د افغان متحدینو ژوند له خطر سره مخ کړي.

شهبازشریف: د افغان طالبانو پرضد به د پاکستان عملیات دوام وکړي

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وایي، د افغان طالبانو پر ضد د «غضبُ الحق» عملیات به په “بشپړ عزم” سره دوام وکړي.

د راپورونو له مخې شهباز شریف د سې ‌شنبې په ورځ په کوټه کې یوې پوځي اکاډمۍ ته د وینا پر مهال وویل چې د دې عملیاتو موخه د پاکستاني وګړو د ژوند او مال ساتنه، د وسله‌ والو ډلو پر ضد مبارزه، او د هغوی د پټنځایونو او مرکزونه په نښه کول دي.

د پاکستان صدراعظم وزیر زیاته کړه چې دا عملیات به د هغو په وړاندې چې نوموړي “په افغانستان کې مېشتې ترهګرې نیابتي او له طالبانو سره تړلې ډلې” وبلل، دوام وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه د دغو څرګندونو په وړاندې غبرګون ندی ښودلی.

اسلام آباد کابل تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي چې د دوی په وینا د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه مخ ته وړي، ملاتړکوي خو طالبانو تل دا تورونه ردکړي دي.

په پیکینګ کې د پوتین او شي کتنه؛ د روسیې او چین د ستراتیژیکو اړیکو پر پراختیا ټینګار

چین ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سفر پر مهال، د دواړو هېوادونو مشرانو د مسکو او پیکینګ ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د پرمختګ ستاینه وکړه.

پوتین چې د سې شنبې په ورځ پیکینګ ته رسیدلی، نن هم خپلو لیدنو کتنو ته دوام ورکوي.

د چین د دولتي خبري اژانس سینهوا د راپور له مخې، د چین ولسمشر شي جین‌پینګ له پوتین سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې په منځني ختیځ کې د جګړې دوام "د هېڅ لوري په ګټه نه دی" او د "هر اړخیز اوربند" غوښتنه یې وکړه.

پوتین هم په دې لیدنه کې ادعا وکړه چې د دواړو هېوادونو اړیکې "د نړیوال ثبات په ساتلو کې مرسته کوي" او ټینګار یې وکړ چې روسیه، سره له دې چې په منځني ختیځ کې کړکېچونه شته، لا هم د انرژۍ یوه باوري عرضه کوونکې پاتې شوې ده.

کریملین ویلي چې له دې سفرڅخه "ډیرې تمې" کوي. په دې سفرکې د رسمي خبرو ترڅنګ، د اسنادو د لاسلیک مراسم، رسمي مېلمستیاوې او غیررسمي لیدنې شاملې دي او دواړه مشران به هم د مهمو نړیوالو مسئلو په اړه خبرې وکړي.

د روسیې د ولسمشر چین ته سفر داسې مهال ترسره کېږي چې تر دې لږ وړاندې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم دغه هېواد ته سفر کړی و.

افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د ۵۲۹ میلیونه ډالرو پلان پيل شو

ملګرو ملتونو او ملي او نړیوالو نادولتي همکارو موسسو د پنځه سوه نهه ویشت میلیونه ډالرو په ارزښت افغانستان ته له ستنېدونکو کډوالو سره د مرستې پلان پیل کړ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه ماموریت( یوناما) د سې شنبې په ورځ په خپل فیسبوک کې خبر ورکړ چې ملګري ملتونه به له دوه میلیونه او اووه لکه ستنېدونکو کډوالو سره مرسته وکړي. د راپور له مخې هغه کډوال له دې مرستو ګټه اخیستلی شي چې سږکال د اپریل او ډسمبر میاشتو ترمنځ له ایران او پاکستانه افغانستان ته تللي او ځي.

یوناما وایي چې له ستنېدونکو افغان کډوالو سره د مرستو پلان د یوې هر اړخیزې ستراتیژۍ پر بنسټ چمتو شوی دی چې افغانستان ته د کډوالو له تګ څخه تر بیا مېشتېدنې پورې مرستې چمتو کوي.

ټرمپ: که ایران خبرو ته چمتو نه شي په څو ورځو کې به برید پرې وشي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وایي، پر ایران یې د نویو بریدونو پلان په وروستۍ شیبه کې لغوه کړ، خو ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ دا هم وویل چې ښایي دې ته اړتیا وي چې امریکا پر ایران یوه بله سخته حمله وکړي.

ډونالډ ټرمپ تر دې یوه ورځ مخکې ویلي و چې ټاکل شوې وه چې سه شنبه پر ایران برید وکړي خو د قطر د امیر، د سعودي عربستان د ولیعهد او د متحده عربي اماراتو د مشر په غوښتنه یې دا برید وځنډاوه چې خبرې اترې نتیجه ورکړي.

ولسمشر ټرمپ دوشنبه دا هم ویلي و چې ښایي دی پلان شوی برید دوه یا درې ورځې وځنډوي او هیله به یې دا ي چې له ایران سره د دغه هیواد د اټومي پروګرام په تړاو یوې نتیجې ته ورسیږي.

د سې شنبې په ورځ چې کله له ولسمشر ټرمپ څخه پوښتنه وشوه چې ایران باید په څو ورځو کې خبرو اترو ته چمتو شي؟ ده په ځواب کې وویل چې دوه یا درې ورځي، ښایي جمعه، شنبه، یکشنبه چې محدود وخت دی.

د افغانستان په اکثر ولایتونو کې چهارشنبه د ورښتونو اټکل شوی

ارشیف
ارشیف

اټکل کیږي چې چهارشنبه د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې سخت ورښتونه وشي او سیلونه وبهیږي.

د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې په نهه ویشت ولایتونو کې د بارانونو د وریدو امکانات شته چې په ځینو کې به د ورښتونو کچه شاوخوا لس ملي متره او په ځینو کې تر پنځه دیرش ملي مترو ته ورسیږي.

هند له افغان کرکټ لوبډلې سره د سیالیو لپاره خپل ټیم اعلان کړ

 د۲۰۲۶ کال د شل اورونو په نړیوال جام کې د هند نامتو توپ اچونکی، بومبرا
د۲۰۲۶ کال د شل اورونو په نړیوال جام کې د هند نامتو توپ اچونکی، بومبرا

هند د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره په خپل کور کې د یوه ټسټ لوبې او درې یو ورځنۍ لوبو لپاره لوبغاړي غوره کړل.

په ټسټ لوبه کې هند خپل دوه مهم لوبغاړي، باولر جیپریسټ بومرا او ال رونډر رویندرا جدیجا نه دې انتخاب کړي.

ټاکل شوې ده چې دا پنځه ورځنۍ لوبه د جون په شپږمه پیل شي.

د هند د یو ورځنۍ لوبډلې لپاره بیا د دغه هیواد دوه تجربه کاره پخواني کپتانان، ویرات کوهلي او روهیت شرما هم شامل شوې دي.

د پنځوس اورونو دا لوبې یوه د جون په ۱۴ مه، بله په ۱۷ مه او وروستۍ یوه یې ټاکل شوې ده چې په ۲۰ ترسره شي.

د فوټبال نړیوال جام لوبې په مکسیکو سیټي کې پرانیستل کیږي

د مکسیکو سیټي لوبغالی په رسمي ډول د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د نړیوال جام د لومړۍ لوبې او د پرانیستو د مراسمو لپاره تایید شو.

فیفا د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ چې په دې لوبغالي کې به د جون په یولسمه د فوټبال نړیوال جام لوبې پيل شي.

د مکسیکو سیټي په لوبغالي کې چې د درې اتیا زره نندارچیانو ظرفیت لري په نولس سوه اویایم او نولس سوه شپږ اتیایم کلونو کې هم د فوټبال نړیوال جام د پرانیستو مراسم ترسره شوي وو.

د فوټبال سږنی نړیوال جام به په تاریخ کې تر ټولو ستر جام وي چې اته څلویښت لوبډلې پکې برخه اخلي او یو سل او څلور لوبې به په مکسیکو، کاناډا او د امریکا په متحد ایالتونو کې ترسره شي.

د خبریالان د ساتنې کمیټې غوښتنه کړې چې بروکسل ته دې د طالب پلاوي د سفر بلنه لغوه شي

د خبریالانو د ساتنې کمیټې له اروپايي کمیسیون غوښتي چې بروکسل ته د طالب پلاوي د سفر بلنه لغوه کړي.

دغه کمیټې د دوشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې د عدالت غوښتې د برخې مرستیال تام ګیبسون په حواله وویل،" په داسې حال کې چې طالبان ورځې تر بلې پر رسنیو فشارونه زیاتوي، اروپايي کمیسیون طالب پلاوی بروکسل ته غواړي او دغه اقدام ټکان ورکوونکی دی".

وړاندې راغلي،"اروپا طالب پلاوي ته په بلنې سره دغې ډلې ته مشروعیت ورکوي".

اروپايي کمیسیون افغانستان ته د افغان کډوالو د اخراج په اړه بروکسل ته د طالبانو یو پلاوي ته بلنه ورکړې ده.

تراوسه د دغه پلاوی د سفر وخت مشخص نه دی.

بل پلو، د بشري حقونو د فعالانو ټولنې د یو بیان په خپرولو سره ویلي، " طالب پلاوي ته بلنه ورکول نه یوازې ډپیلماتیک، بلکې د اروپايي کمیسیون یو ستراتژیکه تیروتنه ده چې کیدای شي راتلونکې کې امنیتي خطرونه ولري".

په سن دیګو ښار کې پر یوه جومات په برید کې درې کسان وژل شوي

په سن دیګو کې د هغه جومات مخه چې برید پرې شوی دی
په سن دیګو کې د هغه جومات مخه چې برید پرې شوی دی

د امریکا د کلیفورنیا ایالات په سن دیګو ښار کې پر یوه ستر جومات په برید کې درې کسان وژل شوي.

په وژل شویو کې یو تن د جومات ساتونکی شامل دی.

پولیسو ویلي، دوه مشکوک بریدګر هم وژل شوي.

د سن دیګو د پولیسو مشر سکاټ وال ویلي، "پېښه د کرکې له کبله د جرم" په توګه څیړل کیږي چې جزیات به يې وروسته خپاره شي.

پېښه پرون دوشنبه شوې ده.

پولیسو ویلي، د برید پرمهال په جومات کې ماشومان په زده کړو بوخت وول.

تراوسه د پېښې لامل معلوم نه دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG