خبرونه
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ پلاوی سبا کابل ته ځي

ټاکل شوې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر او د صدراعظم د مرستیال اسحاق ډار په مشرۍ یو پلاوی سبا کابل ته ولاړ شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان نن وویل، دا پلاوی به د طالبانو له رییس الوزراء، د اقتصادي چارو له مرستیال وزیر او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره د دوه اړخیزو اړیکو، امنیت، سوداګرۍ او سیمه ییز اتصال په اړه خبرې وکړي.
کابل ته د پاکستان جګپوړی پلاوی په داسې وخت کې ځي چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ اسلام اباد ته تللی پلاوی خپل درې ورځنی سفر رانغاړي.
د طالبانو پلاوی به نن د خپل سفر په وروستۍ ورځ له پاکستاني لورې سره د افغان کډوالو د ایستلو پرمسالې خبرې وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
بریتانیايي پوځي تر ۱۵۰۰ د ډېرو افغان پوځیانو د پناه غوښتنلیکونه رد کړي

د بریتانیا دفاع وزارت داسې اسناد محکمې ته سپارلي چې پر اساس یې د دغه هیواد یوه پوځي افسر د ځانګړو ځواکونو له خوا د افغان ځواکونو د بیا میشتېدو ۱۵۸۵ غوښتنلیکونه رد کړي دي.
دغه افسر د تیر کال له دوبي راهیسې د خپلو پخوانیو افغان همکارانو هر هغه غوښتنلیک په چټکه رد کړی چې ورته سپارل شوی و.
رویټرز خبري اژانس پرون (جمعه) په یوه راپور کې وویل، د بریتانیا دفاع وزارت محکمې ته ویلي چې د دغه افسر کړنې ښايي له هغو څېړنو سره تړاو ولري چې د بریتانیا د ځانګړو هوایي ځواکونو له خوا په افغانستان کې د احتمالي جنګي جنایتونو په اړه حاضردمه ترسره کېږي.
راپورونه وايي چې دغه افسر د هغو افغان پوځیانو غوښتنلیکونه رد کړي، چې له بریتانیايي ځواکونو سره د همکارۍ معتبر اسناد لري.
ناتالي مور، چې په بریتانیا کې د افغانانو د بیا مېشتولو د ډلې مشره ده، د افغانانو د غوښتنلیکونو د ډلهيیز رد له امله اندېښنه ښودلې او محکمې ته یې په یوه لیک کې ویلي، کېدای شي ځانګړو ځواکونو د خپلو پخوانیو افغان همکارانو د دوسیو د ارزونې پر مهال د «اتوماتیک رد» له تګلارې کار اخیستی وي.
هغې زیاته کړه، دا احتمال شته چې ځانګړو ځواکونو د غوښتنلیکونو د ډلهيیز رد یوه نهاعلان شوې تګلاره غوره کړې وي.
افغان کمانډو ځواکونه، چې د "ټریپلز" په نوم پېژندل کېږي، په کلونو د بریتانیا له ځانګړو هوایي ځواکونو او نورو پوځي ماموریتونو سره په افغانستان کې همکاري کړې وه.
دغه افغان ځواکونه له هغه وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، د انتقاماخیستنې له جدي خطر سره مخامخ شول.
لا هم په افغانستان کې د پخواني شوروي ۴۷ پوځیان پاته دي

په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد په مهال د جنګېدلو روسي پوځیانو د اتحادیې مشر وايي، لا هم د پخواني شوروي ۴۷ جنګي اسیران په افغانستان کې پاتې دي.
فرانڅ کلینڅویچ وویل، د روسیې ځانګړي خدمات، په تېره د روسیې امنیتي اداره (FSB)، دا موضوع تعقیبوي او د دغو اسیرانو برخلیک څېړي.
خو کلینڅویچ «اې آی ایف» خبري آژانس ته په مرکه کې ویلي چې دا ټول کسان نه غواړي بېرته روسیې ته ستانه شي، ځکه هغوی اوس په افغانستان کې کورنۍ لري.
د کلینڅویچ په خبره، له دې مخکې یو تن پخوانی شوروي سرتېری چې په افغانستان کې پاتې و، بېرته مسکو ته تللی و، خو د خپلو اولادونو له امله بېرته افغانستان ته ستون شو.
دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د پنجشنبې په ورځ، (د جوزا میاشتې په ۱مه) په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد یو پاته سرتېری، سرګي کراسنوپروف، له څلوېښتو کلونو وروسته له افغانستانه مسکو ته ولاړ. هغه اوس غواړي روسي اسناد تر لاسه کړي او خپله کورنۍ هم له افغانستانه روسیې ته بوځي.
د راشا ټوډې د راپور له مخې، سرګي کراسنوپروف پرون؛ جمعه (د جوزا ۲مه) له خپلې مور سره لیدلي. هغه ویلي چې طالبانو د ده پاسپورت لغوه کړی دی.
ولسمشر ټرمپ پر اروپا د ۵۰٪ تعرفې د لګولو ګواښ وکړ

د امریکا ولسمشر ګواښ کړی، که اپل شرکت خپل آیفون موبایلونه په متحدو ایالتونو کې تولید نه کړي، نو پر ټولو اروپایي وارداتي توکو به ۵۰ سلنه مالیه او پر آیفون موبایلونو ۲۵ سلنه تعرفه ولګول شي.
ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ، د جوزا په دوهمه، په خپله ټولنیزه شبکه «تروت سوشیال» کې د اروپایي اتحادیې په اړه لیکلي: «زموږ خبرې له هغوی سره هیڅ ځای ته نه رسیږي! نو ځکه زه د اروپایي اتحادیې لپاره د ۵۰ سلنې مستقیمې تعرفې وړاندیز کوم چې د روان کال د جون له لومړۍ څخه به عملي شي. پر هغه محصول به هېڅ تعرفه نه وي چې په امریکا کې تولید شي.»
تمه ده چې دغه درنه تعرفه به د اروپایي هیوادونو پر لوکسو توکو، درملو او نورو تولیداتو ولګول شي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د پولنډ د سوداګرۍ وزیر، میخایل بارانوفسکي، د ټرمپ دا ګواښ د دواړو لورو ترمنځ د روانو چېنو وهلو یوه برخه بللې او ټینګار یې کړی چې د اروپایي اتحادیې او امریکا ترمنځ د خبرو لپاره تر جولای میاشتې پورې وخت شته.
د امریکا ولسمشر همداراز اپل شرکت ته خبرداری ورکړی چې که چیرې آیفون موبایلونه په متحدو ایالتونو کې جوړ نه شي، نو پر هغوی به ۲۵ سلنه تعرفه وضع شي.
د ناروې د کډوالو شورا واييو تر یو میلیون ډېر افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي

د ناروې د کډوالو شورا وايي، له کله چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په میاشت کې د بې اسناده بهرنیو وګړو د ایستلو پلان اعلان کړی، تر اوسه تر یو میلیون زیات افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
دې شورا پرون (جمعه) پر خپله ویبپاڼه اعلان وکړ چې د بېرته ستنو شویو افغانانو ډېری په زور ایستل شوي دي.
د ناروې د کډوالو شورا وايي، افغان کډوال هغه هیواد ته په زوره ایستل شوي چې لا دمخه له اقتصادي سقوط، پراخې بېوزلۍ، او د خوندیتوب له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
اټکل کېږي چې په ۲۰۲۵ کال کې به ۶۰۰ زره نور افغانان هم افغانستان ته ستانه شي.
دا کسان له هغو شاوخوا یو میلیون افغانانو جلا دي چې یوازې په ۲۰۲۴ کال کې له ایران څخه په زور ایستل شوي دي.
افغانستان، چې له مخکې څخه په آسیا کې د کورنیو بې ځایه شویو د شمېر له پلوه تر ټولو له ستر کړکیچ سره مخامخ دی، اوس د ګاونډیو هیوادونو له لوري د لکونو نورو کډوالو د ورستنېدو بحران هم ورله غاړې شوی دی.
د ناروې د کډوالو شورا دې ته په اشارې چې په درو کې دوې برخې افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، د بیرته ستنېدونکو افغانانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي.
د دې شورا د راپور له مخې، راستانه شوې افغان ښځې هم له ځانګړو ستونزو سره مخامخ دي، لکه د تګ راتګ محدودیتونه، د خوندیتوب خطرونه، او د عایداتي سرچینو محدودیت په هغو ټولنو کې چې باید پکې ژوند وکړي او ځان پکې ور ګډ کړي.
د ایران د اټومي پروګرام په اړه د خبرو بل پړاو د ایټالیا په پلازمېنه روم کې پیل شو

د تهران د لانجمن اټومي پروګرام په اړه د خبرو پنځم پړاو نن د متحدوایالتونو او ایران د استازو ترمنځ د ایټالیا په پلازمېنه روم کې پیل شو.
دا خبرې تر ډېره د یورانیمو د غني کولو د کچې په اړه متمرکزې دي. ولسمشر ډونالډټرمپ او نورو امریکايي چارواکي ټینګار کوي چې که ایران د بندیزونو پای ته رسېدل غواړي، باید د یورانیمو د غني کولو بهیر ودروي خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن سهار وویل چې د یورانیمو نه غني کول په دې معنا ده چې دا معامله به ناشونې وي.
په دې خبرو کې چې د عمان د بهرنیوچارو وزیر بدر البوسعیدي یې منځګړتوب کوي د امریکا مرکچیان د منځني ختیځ لپاره د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی ستیف ویتکوف او د بهرنیو چارو وزارت جګپوړی چارواکی مایکل انټون دي.
ایراني رسنیو راپور ورکړ چې خبرې په سیمه ایز وخت د ماسپښین په دوو بجو په روم کې د عمان د سفارت په ودانۍ کې پیل شوې. د دې خبرو تېر پړاو هم په همدې ځای کې ترسره شوی و.
د امریکا ولسمشر ګواښ کړی چې که دا خبرې نتیجه ورنه کړي نو د ایران اټومي پروګرام به په هوايي حملو کې په نښه کړي.
په غزه کې د اسراییلو بمباریو ۲۳ نور کسان وژلي دي

راپورونه وايي چې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلو د تېرې شپې په هوايي حملو کې لږترلږه ۲۳ کسان وژل شوي دي.
د غزې نصر، الاقصی او الاهلي روغتونونو چې د بېګانیو حملو قربانیان وروړل شوي وو، ویلي دي چې د اسراییل بمباریو ۱۰ کسان په خان یونس، ۴ کسان په دیرالبلاح او ۹ نور د جبالیه د کډوالو په کمپ کې وژلي دي.
د غزې په تړانګه کې د تازه مرګ ژوبلې خبر داسې مهال ورکول کېږي چې اسراییلو د تازه پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکړی او ورسره دې سیمې ته ډېرو لږو خوراکي توکو ته اجازه ورکوي.
په عین حال کې د اسراییلو پر حکومت د دې عملیاتو د بندولو لپاره فشارونه په زیاتېدو دی.
د فرانسې، برتانیا او کاناډا حکومتونو د تېرې دوشنبې په ورځ په یوه ګډ بیان کې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د نویو پوځي عملیاتو د بندولو او دې سیمې ته د بشري مرستو د پریښودو غوښتنه وکړه او حتی متحدایالات چې د اسراییل تر ټولو نژدې متحد دی، په غزه کې د لوږې پر روان وضعیت اندېښنه ښودلې ده.
برتانوۍ ډېلي ټلګراف ورځپاڼه په یوه امریکايي شرکت وپلورل شوه

ډيلي ټلګراف ورځپاڼې یوه امریکایي شرکت ته د دې برتانوۍ رسنۍ د مالکیت له سپارلو سره موافقه کړې ده.
د ریډ بیرډ RedBird په نوم امریکايي شرکت پرون د ټلګراف میډیا ګروپ شرکت په ۵۰۰ میلیون پونډو چې شاوخوا ۶۷۰ میلیون ډالر کېږي، وپېره.
ښي اړخې محافظه کاره ټلګراف ورځپاڼه له ۱۷۰ کلونو راهیسې په برتانیا کې خپرېده او په وروستیو کلونو کې یې انلاین خپرونې هم کولې.
د دې معاملې پر وړاندې د رسنیو د آزادۍ په اړوند د برتانیا د حکومت له خوا له دوو کلونو راهیسې لانجه روانه وه.
د اسراییل صدراعظم، فرانسه، برتانیا او کاناډا د حماس ډلې په ملاتړ تورن کړل

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د فرانسې، برتانیا او کاناډا پر مشرانو تور لګولی چې له فلسطینۍ حماس ډلې سره مرسته کوي.
نتنیاهو دا تور د دې دریو هېوادونو له هغه ګواښ وروسته ولګاوه چې ویلي یې دي که اسراییل په غزه کې په دې وروستيو کې پیل شوي عملیات ونه دروي نو پر وړاندې به یې مشخص اقدامات وکړي.
ښاغلي نتنیاهو پرون دې هېوادونو ته په خطاب کې وویل چې تاسو د بشریت او د تاریخ په ناسم اړخ کې درېدلي یاست. نتنیاهو پر فرانسې، برتانیا او کاناډا د هغې ډلې د ملاتړ تور ولګاوه چې د ده په وینا په ډله ایزو وژنو، جنسي تېريو، اختطافونو او د ماشومانو په وژنو کې لاس لري. د هغه اشاره د اسراییل پر خاوره د حماس ډلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې نېټې حملې ته وه.
د فرانسې، برتانیا او کاناډا حکومتونو د تېرې دوشنبې په ورځ په یوه ګډ بیان کې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو د نویو پوځي عملیاتو د بندولو او دې سیمې ته د بشري مرستو د پریښودو غوښتنه وکړه.
د جي اوه ډلې د مالیې وزیران؛ که روسیه له اوکراین سره اوربند ونه مني نو فشارونه په پرې زیات شي

د اوو لویو صنعتي هېوادونو جي اوه ډلې د مالیې وزیرانو پرون موافقه وکړه چې که روسیه په اوکراین کې له اوربند سره موافقه ونه کړي نو پر دې هېواد فشار به زیات کړي.
د جي اوه د ماليې وزیرانو او د مرکزي بانکونو مشرانو پرون په کاناډا کې په خپله غونډه کې وویل چې که روسیه په اوکراین کې جګړې ته دوام ورکړي نو دوی به نور بندیزونه پرې ولګوي. دوی په خپله ګډه اعلامیه کې ټینګار وکړ چې که په اوکراین کې د اوربند لپاره هـڅې نتیجه ورنه کړي د بندیزونو په ګډون پر روسیې د فشار د زیاتولو پر بېلابېلو لارو چارو به غور وکړي.
په پام کې ده د جي اوه ډلې سرمشریزه د جون په نیمايي کې جوړه شي او سپینې ماڼۍ پرون تایید کړه چې په دې غونډه کې به د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ هم ګډون وکړي.
ولسمشر ټرمپ په تېره جنوري میاشت کې له لوړې وروسته د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو ژمنه وکړه.
د طالبانو حکومت او روسیه د ملي پولي واحدونو په وسیله د سوداګرۍ په اړه خبرې کوي

رویټرز خبري آژانس راپور ورکوي چې د طالبانو او روسیې حکومتونه په خپلو کې د بانکي اړیکو د پراخولو په اړه په خبرو کې پرمختګ کړی دی.
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي لومړۍ نېټه) رویټرز ته ویلي، افغانستان او روسیه چې دواړه د لویدیځ بندیزونو ځپلي دي غواړي د خپلو پولي واحدونو په وسیله د میلیونونه ډالرو په ارزښت سوداګري وکړي. نوموړی زیاتوي چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ډلو د دې طرحې پر جزییاتو خبرې کړې دي.
ښاغلی عزیزي وايي، د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه اوس مهال په کال کې ۳۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.
د عزیزي په وینا د طالبانو حکومت چین ته هم ورته وړاندیز کړی او په دې اړه په کابل کې د چین له سفارت سره یولړ خبرې شوې دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت او د روسیې مرکزي بانک په دې اړه د رویټرز پوښتنې ځواب نه کړې.