د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې پاکستان د "غیرقانوني بهرنيانو د بیرته ستنولو پروګرام" د دوهم پړاو له پیلېدو سره د ۸ لکه څخه د زیاتو افغان کډوالو چې د ای سي سي یا افغان سیتزن کارتونه لري ژوند له ستونزو سره مخ کوي او دوی په افغانستان کې له خطر سره مخ کوي.
دغه سازمان د اپریل په اومه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي چې دغه کسان داسې یو هیواد ته استول کیږي چېرته چې د جنسیت پر بنسټ ځورونې، غیر قانوني اعدامونه، خپل سرې نېونې، شکنجه او د خپلو مخالفینو د جبرې ورکېدو په اړه ګواښونه موجود دي.
د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې سمدلاسه د افغان کډوالو ایستل ودروي او داسې پالیسۍ غوره کړي چې د نړیوالو بشري حقونو له مکلفیتونو سره سم وي.
دې سازمان له دې مخکې د اپریل په څلورمه له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پر ضد د "ضرب الاجل بېرته راګرځولو" په نوم کمپاین هم پیل کړی.
په همدې حال کې د کډوالۍ نړیوال سازمان آی او ام ویلي چې په تېرو دوه ورځو کې ۸زره ۲۵ د ای سي سي کارت لرونکي او بې اسناده افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې افغانستان ته اړول شوي دي.
د پاکستان حکومت په رسمي ډول تازه په دې اړه څه نه دي ویلي خو د روان کال په جنورۍ میاشت کې یې ویلي وو چې د مارچ تر ۳۱ مې دې د ای سي سي کارت لرونکې افغان کډوال او هغه چې اسناد نه لري پاکستان پرېږدي.
په همدې حال کې یو شمېر افغانان چې پاکستان کې میشت دي د روان وضعیت په اړه اندېښمن دي.
د بشري حقونو یوه فعاله نبیلا فهیم چې اوس مهال په اسلام اباد کې اوسیږي ازادي راډيو ته وویل:
"زه نن ټوله ورځ له خپلو ماشومانو سره له کوره بهر یم او نږدې غره کې د ونو تر شاه پټه شوې یم، ځکه ټاکل شوې چې نن زموږ په سیمه کې کور په کور پلټنه پیل شي، او د هغه کسانو دقیق شمېر او معلومات واخلي چې اسناد نه لري او له ویزې پرته دلته ژوند کوي."
په راولپنډۍ کې میشت یو بل افغان عبدالمصور ازادي راډيو ته وویل:
"تاسو چې هلته په توقیف خانه کې ماشومان ووینئ چې له لوږې سره مخ دي، زما یو ملګری چې هلته بندی دی پرون مې ورته ټلیفون کړی وو ویل یې له تېرو دوه ورځو مې هیڅ نه دي خوړلي، دې ته یې د ډیپورټ کارت ورکړی خو دا چې افغانستان ته د تګ لپاره ورسره پیسې نشته وهلې او ډبولې یې دی او اوس یې وضعیت ډېر خراب دی."
تر دې مخکې، د پاکستان په بېلابېلو زندانونو او د کډوالو کمپونو کې د افغان زندانیانو له ډلې ځینو کورنیو ازادي راډيو ته ویلي وو چې له سختو ستونزو سره مخ دي او پاکستاني پولیس د ښځو او ماشومانو له زنداني کولو وروسته هغوی ته خواړه نه ورکوي.
دوی دغه راز ویلي چې پاکستاني پولیس افغان کډوالو ته اجازه نه ورکوي چې له دې هیواده د وتلو پر مهال خپل وسایل له ځانونو سره یوسي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو او ټلویزیون د اپریل په ۷مه راپور ورکړ چې په تېره یوه اونۍ کې ۸۷۵ کورنۍ د تورخم له لارې او ۳۰ کورنۍ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.