د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۰

په پاکستان کې ځینې بشرپالان او سیاستوال له افغان کډوالو سره چلند “ظالمانه او له جنګي اسیرانو سره ورته” بولي


افغان کډوال د پاکستاني پولیسو سره
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:31 0:00

د پاکستان د سنا پخوانی غړی او پښتون سیاستوال افراسیاب خټک چې له نږدې د افغان کډوالو پېښې او وضعیت هم څېړي، ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې پاکستان باید ژر تر ژه پر افغان کډوالو روان "بد" وضعیت پای ته ورسوي او دوی دې له خپلو زندانونه راوباسي. ښاغلی خټک وایي پاکستان لومړی افغان کډوالو ته سزاوې ورکوي او بیا یې په بې رحمانه ډول له دغه هېواده باسي. له ښاغلي خټک نه زموږ همکارې فېروزې عزیزي د دې مرکې په سر کې پاکستان کې د افغان کډوالو د روان وضعیت پوښتنه کړې.

XS
SM
MD
LG