د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې اجرایوي مشرې سیما باهوس وايي، د افغان نجونو د زده کړو بنسټیز حق باید پرته له ځنډه دوی ته بیرته ورکړل شي.
نوموړې نن سې شنبه د مارچ ۲۵ مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې د زده کړو به برخه کې د نجونو او ښځو له حقه د سرغړونې د ویجاړونکو پایلو په اړه خبرداری ورکړی زیاته کړې چې دا به د افغانستان راتلونکې نسلونه اغیزمن کړي.
د افغان نجونو د زده کړو بنسټیز حق باید پرته له ځنډه دوی ته بیرته ورکړل شيسیما باهوس
په افغانستان کې نوی تعلیمي کال د روانې اونۍ د شنبې په ورځ پیل شو خو د طالبانو حکومت د یو بل کال لپاره هم له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړې.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک پرون دوشنبه په يوې خبري غونډه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یونیسف له قوله ویلي، د نوي ښوونیز کال په پیل سره ۴ لکه نورې نجونې هم د منځنیو زده کړو له حقه محرومې شوې.
نوموړي ویلي چې په دې سره په افغانستان کې د هغه نجونو شمېر چې منځنیو زده کړو ته د لاس رسی له حقه محرومي دي ۲ عشاریه ۲ میلیونو ته رسیږي.
یونیسف له دې وړاندې خبرداری ورکړی چې که دغه بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي؛ نو څلور مېلیونه نجونې به ښوونځیو ته له تګ څخه پاتې شي.
د نوي ښوونیز کال په پیل سره ۴ لکه نورې نجونې هم د منځنیو زده کړو له حقه محرومې شوېیونیسف
له زده کړو یو شمېر بې برخې نجونې او د دوی کورنۍ له طالبانو او نړیوالې ټولنې غواړي چې دوی ته د پاتې زده کړو د بشپړېدو اجازه ورکړي.
له زده کړو بې برخې شوې د لغمان ولایت یوې زده کوونکې ولولې ازادي راډيو ته وویل،
"یو بل یو کلن ستړی انتظار مو وکړو خو دا انتظار بیا هم انتظار پاتې شو، ورځ تر بلې په ښځو محدودیتونه زیاتیږي، کار ته نه پرېښودل کیږي، د زده کړو حق ترې اخیستل شوی، کومې هیلې چې موږ لرلې هغه همداسې هیلې پاتې شوې. "
د پلازمینې کابل یوې اوسېدونکې چې دوه لوڼې یې په لسم ټولګي کې له زده کړو بې برخې شوي دي او نه غواړي په دې راپور کې یې نوم خپور شي هم ازادي راډيو ته وویل،
"زه د یوې افغانې مور په توګه د طالبانو له حکومته غواړم چې نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړي او ښوونځي خلاص کړي، د دې ترڅنګ ښځو ته د کار زمینه هم برابره کړي، ځکه که دا کار ونه شي خلک له خپل هیواده وځي. "
طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته تر بیا ځلې رسېدو سم دستي وروسته له شپږمو ټولګیو پورته نجونې له زده کړو منع کړې.
که څه هم د طالبانو حکومت په لومړیو کې ژمنه وکړه چې په دې اړه د یوې تګلارې له جوړېدو وروسته به ټولو نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړل شي، خو تر اوسه دا طرحه جوړه نشوه.
دوی نه یوازې دا چې نجونو ته یې ښوونځيو کې د منځنیو زده کړو اجازه ورنه کړه، په ۲۰۲۲ کال کې یې پوهنتونونو کې له لوړو زده کړو او تېر ۲۰۲۴ میلادي کال کې له نیمه روغتیايي زده کړو هم راوګرځولې.