دغه وزارت دا هم ویلي، "په دې هیواد کې هر کال شاوخوا ۷۵۰۰۰ کسان په نري رنځ اخته کیږي".
ډاکټران سپارښتنه کوي چې د نري رنځ د انتقال د مخنیوي لپاره، له ناروغانو سره له نږدې تماس څخه باید ډډه وشي، ماسکونه باید استعمال شي، او ناروغان باید د درملنې کورس بشپړ کړي.
په افغانستان کې هر کال شاوخوا ۷۵۰۰۰ کسان په نري رنځ اخته کیږيد عامې روغتیا وزارت
د لوګر ولایت اوسیدنکی مجتبی وايي، "زما نيکه د نري رنځ په ناروغۍ اخته دی، ټوخی یې ډېر دی."
دی وايي دا چې دا ناروغي بل چاته انتقال نشي دوی دې موضوع ته جدي پام کړی دی،
"کله کله له ټوخي سره بلغم هم وي، موږ ورته هر څه جلا کړي دي، درمل ورکوو او هغه لوښي چې ناروغ یې استعمالوي هغه مو ورته جلا کړي او موږ ورته ډېره پاملرنه کوو."
د بامیان ولایت اوسیدونکی نوروز بیا وايي چې د هغه دوه نږدې ملګري په نري رنځ اخته شوي دي:
"زما دوه ملګري دا ناروغي لري، دوی ټوخی ډېر کوي، وزن یې کم شوی دی، کله یې چې روغتون ته مراجعه کړې ورته ویل شوي چې دوی توبرکلوز یا په نري رنځ اخته دي، کورنۍ یې ورته هر څه جلا کړي دي خو تر اوسه لا ښه شوي نه دي."
له نري رنځ ناروغۍ هر کال نږدې ۱۰ زره کسان مريد عامې روغتیا وزارت
تازه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې افغانستان کې هر کال شاوخوا ۷۵ زره کسان په نري رنځ اخته کیږي.
د دې وزارت مرستیال عبدالولي حقاني پرون دوشنبه د مارچ په ۲۴مه، د نري رنځ د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې په یوه غونډه کې دا هم وویل چې له دې ناروغۍ هر کال نږدې ۱۰ زره کسان مري.
نوموړي وویل چې عامې روغتیا وزارت تېر لمریز کال وکولای شول چې د دې ناروغۍ ۵۱ زره قضیې تشخیص او د ناروغانو درملنه وکړي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په نړیوالو سازمانونو غږ کړی چې له افغانستان سره د دې ناروغۍ په وړاندې په مبارزه کې مرسته وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان [WHO ]په افغانستان کې نری رنځ یوه جدي ننګونه بللې او ویلی یې دي چې په ۲۰۲۴ کال کې به دې هیواد کې له ۵۰ زره ډېرې مثبتې پېښې راپور شوي دي.
نری رنځ ساري ناروغي ده چې له یو ناروغ کس نه روغ انسان ته هغه مهال انتقالیږي چې یو ناروغ په ازاده فضا کې ټوخی یا پرنجی پرته له دې چې روغتیايي لارښوونې په پام کې ونیسي کويداکټران
ډبیلو ایچ او ویلي سره له دې چې په افغانستان کې د نري رنځ د تشخیص، درملنې او پاملرنې له ۸۷۵ څخه ډیر وړیا مرکزونه فعالیت کوي، خو دا ناروغي لا هم خپریږي.
په ورته وخت کې د نري رنځ د برخې یو شمېر متخصص ډاکتران وايي دا ناروغاي، اوږدمهاله او ساري ده چې له له ناروغ نه روغ انسان ته انتقالېدای شي.
متخصص ډاکټر صفت الله روغ انسان ته د دې ناروغۍ د لېږدېدو او د مخنیوي د لارو چارو په اړه وايي:
"دا یوه ساري ناروغي ده چې له یو ناروغ کس نه روغ انسان ته لېږدول کیږي، هغه مهال چې یو ناروغ په ازاده فضا کې ټوخی یا پرنجی کوي، له دې لارې روغ انسان ته انتقالیږي، نورې لاې هم شته خو مهمه داده چې په نرۍ رنځ اخته کس باید په ازاده فضا کې ونه ټوخیږي، ماسک وکاروي، او د خوړو ټول لوښي او د استوګنې خونه یې باید له روغو انسانانو نه جلا کړي."
ډاکتران په نري رنځ د اخته کېدو لامل ایم ټي بی بولي چې د مایکوباکتریوم یو ډول دی او د انسان په سږو مستقیم برید کوي او انسان ناروغي کوي .
دوی وايي چې توبرکلوز یا نری رنځ په هغو زړو، کمزورو او امیندوارو میرمنو کې ډیر عام دی چې د پرله پسې زیږونونو له امله د وینې له کمښت سره مخ دي.