د لاسرسۍ وړ لېنکونه

 
د اوکرایین د سولې په خبرو اترو کې د جګړې د لومړی کرښې اغیزې، د روسیې او امریکايي پلاوي مذاکرات بې پایلې شول
تازه خبر
پنجشنبه ۷ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۹

د اوکرایین د سولې په خبرو اترو کې د جګړې د لومړی کرښې اغیزې، د روسیې او امریکايي پلاوي مذاکرات بې پایلې شول


داسې مهال چې د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه لاهم دوام لري روسي مرکچیان وايي په اوکراین کې د اورکم په اړه له امریکايي چارواکو سره د دوی پرونۍ خبرې تودې خو ګټورې وې.

په سعودي عربستان کې د روسیې د پلاوي یوه غړي ګریګوري کاراسین نن د مارچ په ۲۵مه تاس خبري آژانس ته وویل چې له امریکايي پلاوي سره د ټولو مسایلو په اړه خبرې وشوې.

د هغه په وینا د دوی خبرې تودې وې، آسانه نه وې خو هم د روسیې او هم د امریکايي لوري لپاره ګټورې وې.

د دوی خبرې تودې وې، اسانه نه وې خو هم د روسیې او هم د امریکايي لوري لپاره ګټورې وې
د روسیې پلاوي یو غړی

د روسيې او متحدوایالاتو پلاوو پرون د ۱۲ ساعتونو لپاره په سعودي عربستان کې خبرې وکړې.

ښاغلي کاراسین وویل چې دوی پر کومو مسایلو توافق ونه کړ خو دا حقیقت چې دا ډول خبرې اترې وشوې، ده ته ډېر پر وخت ښکاري.

کاراسین چې د روسیې د بهرنیوچارو وزارت پخوانی مرستیال پاتې شوی زیاته کړه چې دا خبرې به دوام وکړي او ملګري ملتونه او ځینې نور هېوادونه به هم پکې ښکېل وي. هغه په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.

امریکايي چارواکو د روانې مارچ میاشتې په ۲۳مه له اوکرایني چارواکو سره هم په سعودي عربستان کې خبرې کړې وې خو فرانسپرس خبري آژانس او بلومبرګ خبري چینل د نامعلومو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې امریکايي پلاوی به نن د ورځې په اوږدو کې بیاهم له اوکرایني مرکچیانو سره وګوري.

پرون په داسې حال کې چې امریکايي او روسي چارواکو خبرې کولې د اوکراین پر سومي ښار د روسيې یو توغندی ولګید چې د ۲۳ ماشومانو په ګډون له ۹۰ ډېر کسان یې ټپیان کړل.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پر دې برید خپګان څرګند کړ او دا یې د دردونو، زیانونو او ویجاړیو یوبل مثال وباله چې د ده په وینا اوکراین هېڅکله نه غوښت.

زیلینسکي زیاته کړه، د دې لپاره چې روسیه سولې ته مجبوره شي، باید پر وړاندې یې پرېکړونی اقدام وشي.

د اوکراین د بهرنیوچارو وزیر اندرې سیبیها پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، پر سومي ښار حمله ښيي چې د سولې په اړه د مسکو څرګندونې تشې خبرې دي.

له بلې خوا روسي رسنیو خبر ورکړی چې د اوکراین د توپخانې په یوه برید کې د دوو خبریالانو او د هغوی د موټر چلوونکي په ګډون شپږ کسان چې د اوکراین په اشغال شوې لوهانسک سیمه کې په دنده بوخت وو، وژل شوي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت نن وویل، په دې حمله کې د روسیې د ایزویستیا د خبري رسنۍ د جګړې خبریال الکساندر فیدورچاک او د زویزدا د ټلویزیوني چینل کمره من اندرې پانوف او موټر چلوونکی یې الکساندرسیرکېلي وژل شوي دي او د زویزدا خبریال، نیکیتا ګولډین، سخت ټپي دی.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG