د لاسرسۍ وړ لېنکونه

 
یو شمېر ښځو په ناروې کې طالبانو ته د افغانستان د قونسلګرۍ پر سپارلو اعتراض وکړ
تازه خبر
شنبه ۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۱۸

یو شمېر ښځو په ناروې کې طالبانو ته د افغانستان د قونسلګرۍ پر سپارلو اعتراض وکړ


یوشمېر معترضو ښځینه بنسټونو په یوه ګډ لیک کې د ناروې له لوري طالبانو ته د افغانستان د قونسلګرۍ د سپارلو پر پرېکړه اعتراض کړی.

په دې لیک کې، چې یوه کاپي یې ازادي راډیو ته هم استول شوی، ویل شوي چې ۳۳ سازمانونه د ناروې د حکومت پر دې پرېکړې ژوره اندېښنه لري او جدي اعتراض کوي، چې د افغانستان قونسلګري طالبانو ته سپاري.

د دې سازمانونو په وینا، طالبان ښځې له ټولنیز ژوند څخه په بشپړ ډول حذفوي، تعلیم منع کوي، مدني ازادۍ تر فشار لاندې راوړي، او سیستماتیک جنسیتي تبعیض پلي کوي، چې ټول د بشري حقونو ښکاره سرغړونې دي.

لیک زیاتوي، د طالبانو د استازو رسمي حضور په هر نوم چې وي، په نړیواله کچه د هغوی د تدریجي مشروعیت لپاره دروازې پرانیزي.

دې سازمانونو د ناروې له حکومته غوښتنه کړې، چې طالبانو ته د افغانستان د قونسلګرۍ د چارو د سپارلو بهیر ودروي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په ناروې کې به د افغانستان سفارت د دوشنبې له ورځې (نن) د قونسلګرۍ خدمات پیل کړي.


XS
SM
MD
LG