اوچا د چهارشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۹مه) د ریلیف پر وېب پاڼه خپور کړي تازه راپور کې ویلي، یوازې په تېره فبرورۍ میاشت کې یې د دوی د بشري مرستو د رسوونکو، شتمنیو او تاسیساتو په وړاندې د طالبانو لخوا د نښه کولو او تاوتریخوالي ۷پېښې ثبت کړي دي.
دغې ادارې ویلي چې په دغه میاشت کې یې د دوه ښځینه کارکوونکو په ګډون پنځه کارکوونکي بندیانې شوي او نورو ته بیا د طالبانو د مقرراتو د پیلولو لپاره خبرداري ورکړل شوي دي.
اړچا دا هم ویلي چې دوی د بشري مرستو په برخه کې د طالبانو د حکومت د مستقیمو مداخلو ۵۰ پېښې ثبت کړي دي.
دوی (طالبان) وایي چې تاسو کوم کارکوونکي نیسئ اول یې باید موږ ته راوپېژنئ او بیا به کار کوي، د معاشونو پوښتنې مو په شفاهي توګه کوي، خو د کارکوونکو لېستونه ضروري غواړي یوازې یو ارګان یې نه، بلکې څو ادارې یې هم مهالهد مرستنیدویه ادارې کارکوونکی
د اوچا په ټکو په دې کې د دغو مرستو لپاره د موسسو او نړیوالو ادارو د کارکوونکو په ګمارنه کې مداخلې، د کارکوونکو د تنخواګانو او د محرمو معلوماتو او لېستونو غوښتنې، د قراردادونو یا نورو اړوندو اسنادو لاسلیک کولو کې ځنډ، له همغږۍ پرته د امر بالمعروف او نهي عن المنکر څارنې اوپوښتنې او ځېنې نور مسایل شاملې دي.
دا هغه څه دي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او ځینو نړیوالو مرستندویه ادارو کارکوونکي یې هم ادعا کوي.
په سوېل ختیځه حوزه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو ان اچ سي ار) یو کارکوونکي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، د غږ بدلولو په شرط یې د مارچ په ۲۰مه ازادي راډیو ته وویل،
"دوی (طالبان) وایي چې تاسو کوم کارکوونکي نیسئ اول یې باید موږ ته راوپېژنئ او بیا به کار کوي، د معاشونو پوښتنې مو په شفاهي توګه کوي، خو د کارکوونکو لېستونه ضروري غواړي یوازې یو ارګان یې نه، بلکې څو ادارې یې هم مهاله لکهGDI (استخبارات) والا UDFA ولا، له ټولو ډیټېلزو سره چې دا څوک دي کوم ځای نه راغلي او مخکې یې څه کول، زه فکر کوم دوی دا کار ځکه کوي چې غواړي خپل کسان په کې ځای پر ځای کړي یا په دې ادارو فشار راولي."
خوړو نړیوال پروګرام (ډبیلو اف پي) مرستې په سمه توګه ځکه تر اړمنو خلکو نه رسېږي چې دا د کلیو قوم او کسانو په حساب ویشل شوي، هغو کسانو ته رښتیا هم نه رسېږي چې ان د شپې ډوډۍ ته څه نه لري او بې اسرې ديد خوړو نړیوال پروګرام کارکوونکی
د یوې نړیوالې مرستندویه موسسې کارکونکي چې ده هم نه غوښتل په راپور کې یې پېژندګلوي شي، د غږ د بدلولو په شرط ازادي رادیو ته وویل،
"دا د نړیوالو ادارو لکه د خوړو نړیوال پروګرام (ډبیلو اف پي) مرستې په سمه توګه ځکه تر اړمنو خلکو نه رسېږي چې دا د کلیو قوم او کسانو په حساب ویشل شوي، هغو کسانو ته رښتیا هم نه رسېږي چې ان د شپې ډوډۍ ته څه نه لري او بې اسرې دي."
که څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اوچا او د بشري چارو د ادارو د کارکوونکو د ادعاوو په ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو له دې وړاندې یې دا ډول ادعاوې رد کړې وې او ویلي یې وه چې دوی اړمنو افغانانو ته د رسېدنې په برخه کې د اړتیا په صورت کې نړیوالو ادارو ته د تسهیلاتو برابرولو کې ژمن دي.
اوچا په خپل دې راپور کې دا هم ویلي چې یې دوی ته تېره فبرورۍ میاشت کې د بشري مرستو په برخو کې د مداخلو ۷۰ پېښو راپورونه ورکړل شوي چې په ټکو یې د تېرې جنورۍ میاشتې په پرتله ۵۱ سلنه کمښت او د ۲۰۲۴ فبروري په پرتله ۵۶ سلنه کموالی ښي.
خو د اوچا په ټکو، دا کمښت د وضعیت ښه والی نه بلکې په خبره یې د ډېری بشري دفترونو د بندېدو له امله د راپور ورکولو کمښت ښي.
د یادونې ده چې په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار اداره ( سیګار) هم اونۍ مخکې ویلي وو چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د امریکا په ځينو بشري مرستو د څارنې د بشپړ چوکاټ د نشتون له امله ممکن طالبانو له دې مرستو ګټه اخیستې وي.
سیګار د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې چې افغانستان سره د خپلو مرستو څارنه باید ډاډمنه کړي.