د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۳

ایا ټولنیزې رسنۍ د کاروبار په وده کې مرسته کولی شئ؟


دوی وايي، دا پلتفارمونه لکه انسټاګرام، یوټیوب، ټیلیګرام او نور یوازې د اړیکو وسیلې نه دي، بلکې د زده‌کړې، تفریح، سوداګرۍ، او د ځوانانو د کلتوري او ټولنیزې هویت د څرګندولو لپاره په یو مهم چاپېریال بدلې شوې دي.

دوی که څه هم انتفاد کوي چې یو شمیر ورنه سمه استفاده نه کوي، خو په ټوله کې یې د ځوانانو پر ژوند اغیز مثبت ګني.

افغانستان کې میشته انځورګره ساره سعیدي وايي، " دا چې زه یوه هنرمنده یم، ومې شول کولای چې خپلو اثارو ته تبلیغ وکړم او د انسټاګرام له لارې مې څو اثره خرڅ کړم."

دا چې زه یوه هنرمنده یم، ومې شول کولای چې خپلو اثارو ته تبلیغ وکړم او د انسټاګرام له لارې مې څو اثره خرڅ کړم
ساره سعیدي

ساره وايي، ټولنیزو رسنیو ورته دا ګټه کړې چې خپلو اثارو ته بازر موندنه وکړي.

ساره زیاتوي" ځني کسان وو چې ویل یې انځورونه یې جوړ کړم، یا هم د تابلوګانو فرمایش یې کړی چې ما ورته جوړ کړي دي، د دې تر څنګ ما په خپله رشته کې خپل معلومات زیات کړي، هغه چې کتابونه کې مې نه دي موندلي."

ساره وايي دې د ټولنیزو رسنیو له لارې، انسانان هم ښه پېژندلي او غوره دوستان یې پیدا کړي دي.

" زه همدا اوس مهال یوه نوې ژبه زده کومه او تقریباً ۷۰ سلنه مواد په انترنیټ کې دي او هلته یې لولم"

دا بیا پخوانی خبریال زاهد صمدزی دی چې په دې ورستیو کې فرانسې ته کډوال شوی دی.

خو زاهد د ټولنیزو رسنیو د مثبتو اغیزو تر څنګ د ځنی منفي هغو یادونه هم کوي،

زه همدا اوس مهال یوه نوې ژبه زده کومه او تقریباً ۷۰ سلنه مواد په انترنیټ کې دي او هلته یې لولم
ساره سعیدي

"ځوانان په دغه پلیټفارمونو کې مهارتونه زده کوي، خپل تجارت کوي او مارکیټنګ ورته کوي، خو منفي اغیزې یې هم شته، تر ديره په کې ناسم معلومات هم خپرېږي، ځني وخت مزاحمتونه هم وي چې دا یې هغه بد اړخونه دي خو په ټوله کې یې زمونږ په ژوند کې یو ډول مثبت تغیر راوستی دی."

ټولنیزې رسنۍ د افغانستان د ورځنیو پېښو د پوهاوي لپاره هم یو مهم پلټفارم ګرځېدلی دی.

ځوانان له دې شبکو څخه دې لپاره استفاده کوي چې د ټولنیزو او سیاسي مسایلو په اړه خپل نظرونه څرګند کړي او عامو بحثونو کې برخه واخلي.

مخکې یو شمیر ځوانانو ازادي راډیو ته ویلي وو چې خبري مسایل تر ډیره د ټولنیزو رسنیو له لارې تعقیبوي.

د ځوانانو د چارو فعال عنایت صافی یې هم د دې او ځینو نورو ښېګڼو په اړه وايي:

"ځوانان نن سبا د پخوا په څير له دغو ټولنیزو شبکو څخه د اړیکو لپاره استفاده نه کوي، بلکې له دې لارې دوی کولای شی انلاین سوداګري وکړي، انلاین زده کړې وکړي، شبکې جوړې کړي، ټولنې رامنځه کړي او په بیلابیلو برخو کې په موضوعاتو باندې انلاین بحثونه وکړي او مجالس سره ولري."

ښاغلی صافی هم وايي، ځینې ننګونې لکه د اعتیاد، جعلي خبرونو خپرېدل، او د کلتوري بدلونونو منفي اغېزې هم لري خو ټینګار کوي که له ټولنیزو رسنیو په مسؤلانه او مدیریت شوي ډول ګټه واخیستل شي، د ځوانانو لپاره یې ګټې ډیری او د هغوی د پرمختګ لامل ګرځي.

XS
SM
MD
LG