د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۷

افغانان : د روژې میاشت ده واټ په واټ ګرځوو او څوک کار نه راکوي


د روژې په دې ورځو کې هم د کابل ښار په واټونه د هغه کارګرانو ګڼه ګوڼه ډیره ترسترګو کېږي چې ورځنۍ مزدوریانې کوي.

يو شمېر يې وايي، له سهاره تر ماښامه د کار موندلو په موخه په واټونو سرګردانه وي، خو بېرته تش لاس کور ته ستنېږي.

دوی وايي چې په روژه کې کارونه د پخوا په پرتله کم شوي او د خلکو روزګار هم ښه نه دی چې دوی ته کار وکړي.

په کابل کې د یوې شپږ کسیزې کورنۍ سرپرست سید محمود هم یو له دغو کارګرانو څخه دی چې هره ورځ د کابل ښار پر یو واټ د کار موندلو لپاره راځي، خو وايي تش لاس او پیاده کور ته ستنیږي ځکه چې د موټر کرایه هم ورسره نه وي.

هغه ازادي راډيو ته وویل: «زموږ اقتصادي وضعیت ډیر خراب دی، کار نشته، سهار ځو چوک ته څوک موږ کار لپاره نه بیايي، باور وکړئ د پنځوس روپو کار نشته، له چوک نه بیرته خالي لاس کور ته ځو. روژه ده د څلورو ډوډۍ پیسې هم نه پیدا کیږي.»

زموږ اقتصادي وضعیت ډیر خراب دی، کار نشته، سهار ځو چوک ته څوک موږ د کار لپاره نه بیايي، باور وکړئ د پنځوس روپو کار نشته
سید محمود

اکبر هم وايي، چې لمرخاته سره سم له کوره د کار موندلو لپاره وځي، خو کله کار پيدا کوي او کله هم ناهیلی بېرته کور ته ستنېږي.

(ستونزې ډیرې دي، د روژې میاشت ده کار هم نشته، کله کار پیدا کیږي کله نه، زموږ شپه او ورځ په ډیرې سختې تیریږي، له روژې میاشتې څخه مخکې ښه و یو څه کار پیدا کیده اوس هیڅ کار نشته.)

دوی وايي، د اقتصادي ستونزو له امله خلک د کار لپاره د کارګرانو د ګومارلو توان نلري.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت هم له دې وړاندې اعلان کړى و، چې د بېکارۍ د نارین د حل لپاره هڅې کوي او غواړي دا ستونزه راکمه کړي او هغو کسانو ته چې کار ته اړتيا لري، د کار زمينه برابره کړي.

دغه وزارت د روان کال د جدي په ١٥مه په خپله ایکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و چې دوى د بهرنيو چارو، کورنيو چارو، عامې روغتيا وزارتونو او د احصايې او معلوماتو د ملي ادارې سره په ګډه پنځه اړخيزه غونډه کړې چې د یاد وزارت په وينا بهر ته د ماهرو کارګرانو د لېږلو، هلته ورته د اسانتياوو د برابرولو او د هغوى د ستونزو د حل په موخه همغږي وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنیدو وروسته د نړيوالو سازمانونو د راپورونو له مخې په دغه هېواد کې د فقر او بېکارۍ بحران پراخ شوى او د خلکو اقتصاد ورځ تر بلې مخ په خرابیدو دی.

په افغانستان کې د بې کارۍ د کړکیچ زیاتوالی د دې لامل شوی چې په تیرو څو کلونو کې یو زیات شمیر خلک په ځانګړې توګه ځوانان هیواد پریږدي او خپلو کورنیو ته د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره له غیر قانوني او ستونزمنو لارو ځان ګاونډیو یا د سیمې هیوادونو ته ورسوي، خو په دې لارو کې د زیاتو ستونزو له امله ځینې دا ځوانان خپل منزل ته نه دي رسیدلي او په لاره مړه شوي دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي وو چې په ۲۰۲۵ کال کې به د دغه هېواد له نیمايي ډېر نفوس یعنی، ۲۲.۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

XS
SM
MD
LG