د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۳

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه جوړوي


ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي نن دوشنبه په نیویارک کې د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته کوي.

په دې ناسته کې به چې د ښځو، سولې او امنیت پر موضوعاتو متمرکزه وي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره روزا اوتونبایوا، د شورا غړو ته د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

د امنیت شورا له دغې علني غونډې وروسته د تړلو دروازو تر شا ځیني مشورتي غونډې هم پلان شوې دي.

د دغې شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د روزا اوتنبایوا ترڅنګ به د افغان مدني ټولنې یوه استازې هم دې شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي، خو د دغې استازې هویت نه دی څرګند شوی.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه راز به په افغانستان کې د یوناما د مأموریت د تمدید موضوع هم وڅېړل شي چې د روانې مارچ میاشتې په ۱۷مه نېټه پای ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت له دې وړاندې په افغانستان کې د یوناما مأموریت غیر مؤثر بللی دی.

امنیت شورا دغه راز ویلي چې د دوشنبې د ورځې په ناسته کې به د افغانستان په بشري وضعیت، له دې هېواده د ترورېزم په ګواښونو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په وروستیو ترینګلیتاوو، د اقلیمي بدلون له امله افغانستان ته په ورپېښو ګواښونو او د افغانستان بانک په کنګل شویو شتمنیو هم بحثونه وشي.

یو شمېر افغانان د ملګرو ملتونو له امنیت شورا هیله لري چې مرسته کوونکي هېوادونه له افغانانو سره مرستو ته وهڅوي او دغه راز پر طالبانو فشار راوړي چې د ښځو ځپونکي اقدمات پای ته رسوي.

د ننګرهار یوه اوسېدونکي مصور ازادي راډيو ته وویل: "ځوانان بې کاره دي، کار روزګار نشته، تاسې باور وکړئ داسې کسان شته چې د روژه ماتي لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي، موږ ګورو چې زموږ خویندې په واټونو کې سوال کوي، ملګري ملتونه باید د افغانستان په اقتصادي وضعیت جدي بحثونه وکړي او مرسته کوونکي هېوادونه وهڅوي چې افغانانو سره مرستې وکړي."

د خوست یوه اوسېدونکې فاطمه الکوزۍ ازادي راډيو ته وویل: "امنیت شورا باید د ښځو لپاره په دوه مهمو مسایلو بحثونه وکړي چې یو یې زده کړې دي چې که نه وي هېڅ پرمختګ نشته او دوهم د کار حق دی چې طالبانو له افغان نجونو اخیستی دی، دا دوه مسایل ډېر مهم دي."

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي تمه ده چې د دوشنبې د ورځې په ناسته کې به د شورا ځیني غړي له طالبانو وغواړي چې د افغان ښځو ځپونکي اقدامات ودروي او له نړیوالو ژمنو سره سم عمل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان تر بیاځلي واک وروسته د کار او زده کړو په ګډون پراخه محدودیتونه لګولي دي.

دغه راز دغه هېواد له پراخ بشري ناورین سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي د دې هېواد له نیمايي نفوس زیات ۲۲ اعشاریه ۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG