د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۸

یونېسف: په افغانستان کې اقلیمي بدلون د اوبو ناورين لا زیات کړی دی


د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونېسف) اعلان کړی چې په افغانستان کې د سخت اقلیمي بدلون له امله د اوبو ناورين لا پسې ډېر شوی چې له امله يې د خوړو، روغتیا او تغذیې په برخو کې نوې اړتیاوې رامنځته شوې دي.

یونېسف د یکشنبې په ورځ د مارچ ۲مه په خپل راپور کې ویلي چې موسمي اقلیمي بدلونونو او طبیعي افتونو په ټول افغانستان کې بشري اړتیاوې لا زیاتوي.

د دې راپور له مخې، د ۲۰۲۱/۲۰۲۲ کلونو د ژمي ښه وضيعت ته په کتو بیا هم لوږه په دې هېواد کې پراخه ده او ۱۴،۸ میلیونه کسان چې د نفوس له یو پر درېیمه برخه زیات دي، دا مهال د خوراکي توکو له شديدې ناامنۍ سره مخ دي.

یونېسف خبرداری ورکوي چې د خوړو اوږدمهاله ناامنۍ، د پاکو اوبو کمښت، د حفظ الصحې خدماتو ته محدود لاسرسي او د روغتیايي خدمتونو نشتوالي د ماشومانو او امیندوارو ښځو ترمنځ د خوارځواکۍ کچه لوړه کړې ده.

د یونېسف د اټکل له مخې، ۷،۸ میلیونه ماشومان او ښځې به د ۲۰۲۵ کال د تغذیې په برخه کې مرستو ته اړتيا ولري چې له دې ډلې ۳،۵ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ کړیږي او ۱،۱ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې به بېړنۍ درملنې ته اړتیا ولري.

په ورته وخت کې، هغه کورنۍ چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي، وایي چې له سختو ستونزو سره مخ دي او د ژوند اړتیاوې نه شي پوره کولای.

فریدالله چې د فراه ولایت د بکواه ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د وروستیو سېلابونو له امله یې کور ویجاړ شوی، ازادي راډيو ته يې وویل: "وضعیت ډېر خراب دی، ټوله هستي مو سېلاب وېوړه، موږ دا مهال د خپلې خور په کور کې اوسو او نه پوهېږو چې راتلونکی به مو څه ډول وي. ان یو ستن مو هم له کوره نه ده راویستې، زه بې کاره یم، د ژوند وضعیت مو خراب دی، ورځ او شپه مو په اندېښنه کې تېرېږي."

سیف‌الله چې د فراه د بکواه ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی دی وایي چې سېلابونو ترې ان د څښاک اوبه هم اخیستې دي: "ټول خلک، کوچنیان، ښځې او نارینه سرګردان دي. دوه کیلومتره لیرې خلک د اوبو پسې ځي، ځینې یې په کراچۍ کې راوړي، ځینې یې په لاس او ځیني خو سهار تر ماښامه انتظار باسي، بیا هم نوبت نه ورځي. موږ له سختو ستونزو سره مخ یو."

امنه چې د بغلان د بورکۍ ولسوالۍ اوسېدونکې ده وایي چې د تېر میلادي کال په مې میاشت کې سېلاب د هغې کور ویجاړ کړ او اوس له خپلو دوو ماشومانو سره په کرايي کور کې ژوند کوي.

هغې ازادي راډيو ته وویل: "زه په ډېر خراب وضعیت کې یم، ورځ او شپه مې ښه نه ده، د اعصابو ناروغي مې پیدا کړې، هر وخت چې اندېښنه راته پیدا شي، بې‌هوښه کېږم. فشار مې لوړېږي، هېڅ شی نه لرو، ماشومان هره لحظه ژاړي، هېڅوک نه پوهېږي چې موږ شپه او ورځ څنګه سبا کوو."

په همدې حال کې، د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر دولتي خبري اژانس د فراه ولایت د محلي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د وروستیو سېلابونو له امله ۷۲ تنه مړه او ټپیان شوي دي.

خو تر دې وړاندې طبیعي پېښو پر وړاندې طالبانو د مبارزې ملي ادارې ویلي و چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۲۶ کسان په فراه، کندهار او هلمند کې مړه شوي او ۴۰ تنه نور ټپیان دي.

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلونونو له امله سخت زیانمن شوی.

XS
SM
MD
LG