د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

اروپايي مشرانو د اوکرایین د ملاتړ لپاره هڅې چټکې کړي دي


د اوکراین د ولسمشر ولودومیر زیلینسکي او امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر منځ په سپینه ماڼۍ کې لانجمنې ناستې د لندن د غونډې اړتیا لا پسې زیاته کړه چېرته چې د اروپا او ناټو مشرانو د اوکرایین په اړه مهم بحثونه مخته یووړل.

د بريتانیا د صدراعظم کایر سټارمر په کوربه توب په دې غونډه کې د اروپايي هېوادونو شاوخوا دوولسو مشرانو، د ناټو سرمنشي او د ناټو د ځینو غړو هېوادونو مشران ورغلي وو.

په کنفرانس کې د متحده ایالاتونو هیڅ استازی حاضر نه و، که څه هم سټارمر د سرمشریزې له پیل څخه مخکې وویل چې بریتانیا، فرانسه او اوکراین "او ممکن یو یا دوه نور" به د سولې پر هغه پلان کار وکړي چې دوی به یې له واشنګټن سره په اړه بحث وکړي.

د بریتانیې صدراعظم کایر سټارمر او د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون دواړو په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په خپلو لیدنو کې سربېره پر دې چې د سولې لپاره یې د هغه هڅې وستایلې او د روسیې په اړه یې کلک دریځ غوره کړ، له ټرمپ څخه دا هم وغوښتل چې اوکرایین باید یواځې پرېنږدي.

په سپينه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره تر لانجمنې لیدنې وروسته چې زیلینسکي او ټرمپ سره ډېر کلک مخته لاړل، اروپايي مشرانو زیلینسکي ته د ملاتړ ګڼ پیغامونه واستول.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کالاس پر خپله ایکس پاڼه چې ګواکي پر ټرمپ انتقاد کوي، ولیکل چې "آزاده نړۍ یو نوي مشر ته اړتیا لري." په داسې حال کې چې د اروپايي کمیسیون مشرې اورزلا فون درلاین، زیلینسکي ته وویل چې "ستاسي وقار د اوکراین د خلکو د زړورتیا درناوی دی."

اوکرایین ته له اروپا څخه د نورو مرستو او پیسو ورکولو په اړه هم ژمنې وشوې.

خو ایا د اروپا مرستې به کله هم د امریکا د مرستو ځای ونیسي چې د اوکرایین تر ټولو لویه تمویلونکی هیواد پاته شوی دی؟

دا هغه پوښتنه ده چې هلته یې پالیسي جوړونکي اندېښمن کړي په تېره بیا چې ټرمپ له زیلینسکي سره په لیدنه کې ځان د کییف او مسکو منځګړی یاد کړ، نه هغه کلک ملګری چې حساب پرې کېږي.

د مارچ په دویمه نېټه، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د ډیر نژدې کیدو په اړه د نیوکې په ځواب کې، ټرمپ پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې امریکایان باید د پوتین په اړه ډېره اندېښنه ونه لري بلکې باید د کډوالو د جنسي تېرې د ډلو، د مخدره موادو د قاچاقبرانو، قاتلانو، او نورو مخربو ډلو په اړه فکر وکړي چې زموږ هېواد ته راځي او داسې نه شي چې موږ د اروپا په برخلیک اخته شو.

زیلینسکي، له ټرمپ سره په خبرو کې پوتین یو قاتل بللی و او ټینګار یې کړی چې له امنیتي تضمینونو پرته باید پر هغه باندې د اوربند په اړه اعتبار ونه شي.

XS
SM
MD
LG