د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

اوکراین په روسیه کې نوي عملیات پیل کړي. ولې او  هغه هم په دې وخت کې؟


د اګست میاشتې راهیسې، د اوکراین ځواکونو هڅه کوله څو هغه سيمې وساتي چې د روسیې د کورسک په سیمه کې يې نيولي دي. دا د سرحد نه اخوا د اوکراین د فوځ د حملې یوه برخه وه چې، که څه هم د هغې تکتیکي موخې څرګندې نه وې، خو د کیف لویدیځ متحدین او د روسیې کریملین یې حیران کړي وو.

اوس کیف د کورسک په سیمه کې نوې حمله پیل کړې، او د هغو روسي ځواکونو پر وړاندې مخته ځي چې د شمالي کوریا د سرتېرو ملاتړ ورسره دی. روسي ځواکونو د اوکراین له خوا په کورسک د پخوانیو نیول شویو سیمو له نیمایي زیات بېرته خپل کړي دي.

لا هم معلومه نه ده چې اوکراین ولې د روسیې په کورسک کې نوې حمله پیل کړې ده او ولې یې په دې وخت کې دا حمله پیل کړې. اوکراین د جګړې د کرښې په څو برخو کې له ستونزو سره مخ دی. د روسیې د درنو وسلو په وړاندې کمزوری دی. همدا راز د سرتېرو د جذب او بسیج په برخه کې هم لویې ستونزې لري.

نو د څه لپاره د خپلو محدودو سرچینو د مصرفولو په بیه یوه نوې او ښايي بې بریا حمله ترسره شي؟ کارپوهان وایي، موخه کېدای شي د نږدې درې کلنې جګړې روایت بدلول وي.

د "امریکا د پوځ د جګړې د کالج " استاد جان ناګل وایي:

"د اوکراین د ثقل مرکز یا د ځواک سرچینه د امریکا ملاتړ دی. هر پرمختګ چې دا دننه په روسیه کې ترلاسه کړي، د نوې ادارې لپاره به دا جګړه یو ناکامه موضوع بلل نور هم ستونزمن کړي."

مورال لوړوَنه

د جنورۍ له پنځمې راهیسې چې اوکراین د روسیې په کورسک کې خپله نوې حمله پیل کړې ده، یوازې محدود پرمختګونه یې ترلاسه کړي.

لا هم معلومه نه ده چې ایا دا د دښمن د پام د بل لوري ته اړولو یوه تکتیکي چاره ده ، څو د روسیې ځواکونه د جګړې له بل ځایه راجلب کړي ، او که د یوه پراخ متقابل برید برخه ده.

د اګست په میاشت کې د روسیې دننه په کورسک کې د اوکراین عملیات هغه مهال یوه هڅه بلل کېده چې روسي ځواکونه له ختیځ اوکراین څخه وباسي او د هغوی پرمختګ ورو کړي.

خو د کیف ستراتېژي چندان بریالۍ نه وه، ځکه روسیې د اوکراین په ختیځ کې د پرمختګونو لومړیتوب وساته. مسکو د شمالي کوریا مرسته هم ترلاسه کړه، چې څه باندې ۱۱ زره سرتېري یې د کورسک د ملاتړ لپاره ور ولېږل.

روسي ځواکونو د اوکراین د ختیځ پر لور خپل پرمختګ ته دوام ورکړی، د اکتوبر په میاشت کې یې د ووهلیدار ښار ونیو. هغوی اوس د ډونېڅک په سیمه کې د پوکروسک نیولو ته نږدې شوي؛ دا ښار په دونیڅک کې مهم لوژستیکي ارزښت لري.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زېلنسکي د کورسک د یرغل دفاع کړې، خو پوځي کارپوهانو د دې ګټورتیا تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

د "امریکا د پوځ د جګړې د کالج " استاد جان ناګل وایي:

"د روسیې لاسته راوړنې د پوکروسک شاوخوا سیمو کې له پوځي پلوه مهمې دي او سیاسي وزن هم لري؛ خو کورسک بیا دومره پوځي ارزښت نه لري."

خو له دې سره ، په روسیه کې دننه د اوکراین له خوا د کورسک د سیمو هر ډول نیول کولی شي د اوکرایني ځواکونو روحيه لوړه کړي او د جګړې د ډګر روایت په داسې مهم وخت کې بدل کړي چې د روسیې له لوري د اوکراین د هر نوي ښار د نیولو سره د اوکراین د بریا هیله کمزورې شوې ده.

د کارنیل پوهنتون د پوځي مطالعاتو استاد ډېوېډ سیلبي وایي، دا به د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د "د روسیې د پیاوړي مدافع " په توګه د انځور لپاره هم یو ګوزار وي.

پوتین د ډېسمبر په میاشت کې له خلکو سره په کلنۍ او رسمي تلفوني ناستې کې ژمنه وکړه چې د کورسک له سیمې څخه د اوکراین ځواکونه وباسي، خو وخت یې ونه ښود.

سیلبي وایي، د اوکراین د بریا چانس د کورسک په سیمه کې د اوکراین تر ختیځ چې کلکې دفاعي کرښې لري زیات دی. ځکه روسیې نه یوازې خپل زیاتره سرتېري په ختیځ اوکراین کې د مورچلو د ساتنې لپاره ځای پر ځای کړي، بلکې پراخې دفاعي کرښې یې هم جوړې کړې دي.

نوموړی زیاتوي:

"د اوکراین په ختیځ کې ( د روسیې ځواکونو په وړاندې د اوکراین ) یو تهاجمي برید به خورا ورو وي، ښايي محدودې بریاوې ولري، درانه تلفات به واړوي، او د اوکراین دفاعي کرښې به کمزورې کړي. د اوکراین ډېر واحدونه هلته دمګړۍ هم ښه ستومانه شوي، او زه فکر نه کوم زېلنسکي وغواړي دا حالت لا ګړندی کړي."

اوکراین د سرتېرو د جلب او جذب په برخه کې له سختو ستونزو سره مخامخ دی؛ دا ستونزه د ۱۰۰۰ کیلومتره جګړه‌ییزه کرښه کې د بشري ځواک د کمبود سبب شوې. کارپوهان وایي، د وسلو پر ځای د جنګیالیو کمبود اوس د اوکراین د پوځ تر ټولو ستره ننګونه ده.

سیلبي وویل، د بشري ځواک د کمښت د محدودیتونو له امله دی فکر نه کوي چې د اوکراین د کورسک حمله دې ډېر دوام وکړي.

چنې وهوونکې دریځونه

کارپوهان وایي، د کورسک د نوې حملې موخه کېدای شي د سولې په راتلونکو احتمالي خبرو اترو کې د کیېف د دریځ پیاوړی کول وي.

د کورسک دا نوې حمله د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ د دندې تر پیل یوازې دوه اوونۍ مخکې پیلېږي.

ټرمپ ژمنه کړې چې جګړه به ژر پای ته ورسوي او مخکې یې د اوکراین میلیاردونو ډالرو پوځي مرستې د بندولو ګواښ هم کړی و.

ټرمپ د جنورۍ پر اوومه په یوه خبري کنفرانس کې وویل، هیله لري چې جګړه به د شپږو میاشتو دننه پای ته ورسوي. هغه وویل، د روسیې او اوکراین تر منځ د سولې تړون ته رسېدل به "سخت" وي، خو زیاته یې کړه چې دی هوډ لري چې هر څه "سم" کړي.

ویل کېږي ټرمپ هڅه کوي د جګړې کرښه د اوسني وضعیت پر اساس کنګل او وساتي، یعنې تر هغې چې د دواړو لوریو تر منځ هوکړه نه وي شوې، که هر لوری پرمختګ کوي، هغه به د خبرو پر مهال د چنې وهلو موقف غښتلی کوي.

د کارنیل پوهنتون استاد ډېوېډ سیلبي وایي:"زه دا د سولې د خبرو اترو د پرانیستنې لومړۍ نښه ګڼم؛ اوکراین غواړي خپل دریځ چې څومره کولای شي غښتلی کړي، او د خبرو اترو پر میز د روسیې په وړاندې د تبادلې لپاره لا ډېر څه ولري."

XS
SM
MD
LG