چارواکي ادعا کوي چې دوی "د غیرقانوني وې پي اېنونو" مخه نیسي ځکه چې د دوی په وینا مجرمان او وسلوال ډلو یې کارولو ته مخه کړې ده.
خو فعالان باور لري چې د وې پي اېنونو د کارولو د محدودولو دا تازه ګامونه د انلاین فضا ته د حکومتي اصولو او معیارونو د ټاکلو په موخه او د جنوبي اسیا په دې هېواد کې چې شا او خوا ۲۴۰ میلونه نفوس لري خلکو د مخالفو غږونو د لا ډېر ځپلو لپاره دي.
د "نړیوال نیټورک ابتکار" په نوم په واشینګټن کې د دیجیټل حقونو د څار د سازمان یوه غړې، رمشا جهانگیر وايي: "د وې پي اېنونو محدودول د پاکستان د ډیجیټل کنټرول د هڅو وروستۍ نمونه ده."
د وې پي اېن د کارولو پرضد دغه هڅې وروسته تر دې کېږي چې پاکستان سږ کال د چین انټرنیټي خوندیتوب سیستم (فایروال) ته ورته د انټرنیټ د خوندیتوب او څار ملي سیستم ( فایروال) رامنځ ته کړ.
"پاکستان نه یوازې معلوماتو د ازاد لاسرسي په برخه کې د خپلو وګړو مخه نیسي بلکې د وېرې او څارنې فضا هم رامنځ ته کوي."رمشا جهانگیر
د دغه فایروال له رامنځته کېدو وروسته د انټرنیټ د مختل کیدو او سرعت د ټیټوالي راپورونه ورکړل شوي، چې د کاروبارونو د ګډوډۍ او د خلکو د پراخو شکایتونو لامل شوي دي.
د وې پي اېن د بندولو هڅې په داسې حال کې دي چې پاکستان د یوه روان سیاسي بحران سره مخ دی. پخوانی صدراعظم عمران خان زنداني دی او د هغه د تحریک انصاف ګوند پلویانو د هغه د خوشې کولو لپاره له میاشتو راهیسې لاریونونه پیل کړي دي.
"د وېرې فضا"
وې پي اېنونه په زیاترو هېوادونو کې قانوني دي، خو په ځینو مستبدو رژیمونو لکه روسیه، چین او ایران کې يا بند يا سخت محدود شوي دي. هلته حکومتونه انټرنیټ ته د خلکو لاسرسی سانسوروي او په کلکه یې څاري.
په نومبر کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وویل، دوی د وې پي اېنونو د بندولو په لټه دي ځکه چې د دوی په وینا وسلوالو د ناوړه فعالیتونو د تنظیم لپاره ترې کار اخيست. وزارت همداراز ویلي ول چې دوی غواړي چې په انټرنیټ کې د " لوڅو" او د دین د سپکاوي کوونکو موادو مخه هم ونیسي.
وروسته، د پاکستان د دیني عالمانو عالي شورا د وې پي اېن کارول "غیراسلامي" وبلل او ویې ویل، وې پي اېنونه د "شر خپرولو" لامل کېږي.
د دې بیانونو نه وروسته حکومت وویل چې د وې پي اېنونو د بشپړ بندولو اراده نه لري، خو د هغوی راجستر کول به لازمي وي.
د ډیجیټل حقونو فعالان وايي، د وې پي اېنونو راجستر کولو شرط په عمل کې د وې پي اېن د کارولو مخه نیسي.
د پاکستان د مخابراتو ادارې (PTA) د ډیسمبر په ۷مه ویلي، شاوخوا ۳۱ زره شرکتونو او اشخاصو خپل وې پي اېنونه راجستر کړي دي.
د پاکستان مخابراتي تنظیموونکي ادارې ویلي، بانکونه، د سافټویر شرکتونه او سفارتخانې کولی شي وې پي اېنونه وکاروي، افراد هم کولی شي د سوداګریزو موخو لپاره دې شبکو ته لاسرسی ولري.
خو فعالان وايي، د وې پي اېنونو مخنیوی د حکومت د سانسور هڅې دي.
د "نړیوال نیټورک ابتکار" په نوم په واشینګټن کې د دیجیټل حقونو د څار ډلې غړې جهانگیر وايي: "پاکستان نه یوازې معلوماتو د ازاد لاسرسي په برخه کې د خپلو وګړو مخه نیسي بلکې د وېرې او څارنې فضا هم رامنځ ته کوي."
هغې زیاته کړه، د وې پي اېنونو محدودول د پاکستاني چارواکو له خوا د انټرنیټي سانسور د لا ډېرېدو یوه بله بیلګه ده.
"د معیشت حق"
د وې پي اېنونو د محدودیدل او د انټرنیټ ټکني کیدل د کاروبارونو او متشبثینو د ورځني کار خنډ ګرځېدلی دی.
اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي چې د انټرنیټي محدودیتونو دوام به د پاکستان د سخت اقتصادي بحران د لا ډېرېدو لامل شي. د حکومت د اټکل له مخې، پاکستان هر کال د ډیجیټل تولیداتو او خدماتو د صادراتو له درکه تر دوه نیم میلیاردو ډالرو ډېر عاید لري.
د پاکستان د بشري حقونو د کمېسیون مشر حارث خلیق وايي: "په اوسني اقتصادي وضعیت کې د انټرنیټ د ټکني کېدو دوام د خلکو د معیشت پر حق مستقیم اغېز لري."
د پاکستان د سافټویر تصدیو د ټولنې مشر سجاد مصطفی سید وايي، د وې پي اېنونو بشپړ بندول به پاکستان کې د معلوماتي تکنالوژۍ پر صنعت "مرګونی ګوزار" وي.
د هغه په وینا، د وې پي اېنونو بشپړ بندیز به د ټولو پاکستانیانو لپاره "ویرونکې پایلې" ولري، په ځانګړي ډول د سیاسي مخالفینو، د زیانګالو فعالانو او خبریالانو لپاره.
د "بولو بهي" په نوم د ډیجیټل حقونو د ډلې یوه غړې فریحه عزیز وايي، حکومت غواړي داسې "نوې فضا" رامنځته کړي چې هر وخت وکولی شي خلکو ته انټرنیټ محدود یا پرچاو کړي.
هغې وویل: "هیڅوک به نه پوهیږې چې کله انټرنیټ ته لاسرسی لري، په کوم کیفیت، کومو ویبپاڼو او پلاټفورومونو او د هغوی کومو برخو ته "