د طالبانو د حکومت ویاند وايي، د کوکنارو له کښت سره د مبارزې او بزګرو ته د بدیلو کښتونو په برخه کې د دوی هڅې د دې سبب شوي چې د بزګرو ژوند ښه شي.
خو تحلیلګران وايي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د جامع پروګرام نشتوالی د دې سبب شوی چې د طالبانو تر درې کلنې واکمنۍ وروسته بیا هم د کوکنارو کښت او نشه يي موادو تولید ډېر شي.
پر افغانستان باندې د طالبانو تر دوهمې واکمنۍ درې کاله وروسته، په ۲۰۲۴ میلادي کال کې هم هغوی له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې د خپل مشر د فرمان عملي کولو ته پام اړولی دی، خو د تېرو دوو کالو برعکس، په دې کال کې یو ځل بیا د کوکنارو کښت او تاریاکو تولید ډېر شوی دی.
د طالبانو حکومت ادعا کوي چې دوی په تېر میلادي کال کې د کوکنارو د کښتونو ویجاړولو، نشه يي موادو د تولید په مخنيوي او معتادینو د درملنې په برخه کې بریالي وه.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د دوی د پروګرامونو عملي کېدل د دې سبب شوي چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د کوکنارو پر کښت د بزګرو تکیه راکمه شي.
" له نشه يي موادو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کميسیون جوړ شوی دی، د نشه يي بوټو له ویجاړولو لپاره هڅې شوي دي، د بدیل کښت برابرولو او بزګرو د ملاتړ جلبولو په برخه کې له بزګرو سره مرسته شوې ده، د معتادینو راغونډولو او درملنې ته جدي پام شوی دی، د نشه يي موادو د قاچاقو د مخنيوي لپاره ګامونه اخيستل شوي دي. دا تدابیر په ملي کچه د نشه يي موادو له منځه وړلو لپاره مهم ګامونه وه چې د خلکو پر ژوند یې مثبت اغېز درلود. "
د طالبانو حکومت داسې مهال له نشه يي موادو سره په مبارزه کې د بریالیتوب ادعا کوي چې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴ میلادي کال په وروستیو میاشتو کې د یوه راپور په خپرولو سره وویل، په افغانستان کې د کوکنارو کښت (۱۹) سلنه او تاریاکو تولید (۳۰) سلنه ډېر شوی دی.
د ملګرو ملتونو په راپور کې د بزګرو لپاره د بدیل کښت نشتوالی، د زراعتي اوبو کموالی او د کوکنارو له کښت سره د بزګرو تړاو، د کوکنارو د کښت د بیا ډېرېدو اصلي عوامل بلل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي موادو د سروې پخوانی رئیس سید نجیب الله احمدي وايي، له بزګرو سره د بدیل کښت او اقتصادي مرستو په برخه کې د طالبانو د حکومت کمزوري د دې سبب شوې چې، بزګران بیا د کوکنارو کښت ته اړ شي:
" د کوکنارو کښت د پروسږکال په پرتله څو برابره ډېر شوی دی، سږکال د کابل په ګډون په څو ولایتونو کې د کوکنارو د کښت ترڅنګ، د ښیښې تولید او بنګو کښت ډېر شوی دی، دا کښت په خاص ډول په شمال او شمال ختيځو ولایتونو کې څو برابره ډېر شوی دی. هغه بزګران چې کوکنار کري او یا د نشه يي موادو قاچاق کوي له اقتصادي پلوه یې هیڅ تاوان نه دی کړی، بلکې څو برابره ګټه یې کړې ده. "
د طالبانو حکومت داسې مهال د بزګرو د ملاتړ جلبولو او هغوی د ژوند ښه کېدو ادعا کوي چې، د طالبانو د حکومت ځايي چارواکو د کوکنارو د نوي فصل له پيل سره هغو ولسوالیو ته نور نظامیان استولي چې پروسږکال ډېر کوکنار پکې کرل شوي وه.
ملګرو ملتونو هم په خپل تازه راپور کې ادعا کړې چې، په افغانستان کې معتادین ډېر شوي او له هرو دریو کورنیو څخه یوې کورنۍ ته د نشه يي موادو له امله زیان اوښتی دی.