دې ادارې ویلي په تېره لمریزه میاشت کې د خوراکي موادو په بیو کې ۱.۳ او د غیر خوراکي موادو په بیو کې ۲ سلنه زیاتوالي راغلی.
د احصایې او معلوماتو ملې ادارې پرون شنبه په خپله اېکس پاڼه په یوه خبرپاڼه لیکلي چې دغه شان د روان لمریز کال د قوس په میاشت کې یو ډالر د ۶۹.۳ افغانیو بدلیده چې د تېرې میاشتې په پرتله د افغانیو په ارزښت کې ۲.۲ سلنه کموالي ښيي.
په همدې حال کې د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي په دې هیواد کې د هوا له سړېدو سره د خوراکي موادو او د سون توکو د بیو له زیاتوالي شکایت لري.
د کابل د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکی محمد وايي:
"زه د کار لپاره هره ورځ چوک ته ځم، تر لسو بجو هلته کېنم خو هیڅ کار نه راته پیدا کیږي او وږې، تږې بیرته راستنیږم، یخني هم زیاته شوې ده، تر یوې کمبلې لاندې شپه تېروو، د دې وسه نه لرو چې لرګي واخلو او کور ګرم کړو، ان د ماشومانو لپاره د خوړو پیسې لا نه لرو."
د مزار شریف اوسېدونکې صدیقه چې د خپلې درې کسیزې کورنۍ سرپرستي ور په غاړه ده ازادي راډيو ته یې وویل:
" له ژمې مخکې د خوارکي موادو د اخیستلو غم وو، اوس د لرګیو د اخیستلو مسله ده، حیران یم چې کوم یو ته یې لومړیتوب ورکړو، د لرګیو بیې لوړې شوي او موږ یې د اخیستلو توان نه لرو، په یوه میاشت کې پنځه زره افغانۍ عاید هم نه لرم، خو د یو خروار لرګیو بیه ان دولس زره افغانیو ته رسېدلې ده."
د طالبانو تر کنترول لاندې د کابل ښاروالۍ مرستیال ویاند حکمت الله میوندي په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو د طالبانو تر کنترول لاندې باختر اژاس چې د ډیسمبر په ۲۸ مه د کابل ښاروالۍ له قوله کومه نرخ پاڼه خپره کړې په کې د یوې بورې ۵۰ کیلوي قزاقي وړو بیه ۱۳۳۰ افغانۍ ، د یو ۱۶ لیتره غوړیو بیه ۱۷۵۰ افغانۍ او د یوې ۲۵ کیلوي بورۍ وریجو بیه ۲۵۰۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.
خو د کابل ښار په منډوۍ کې یو پلورونکي نیاز محمد د یکشنبې په ورځ د خوراکي موادو د بیو په اړه ازادي راډيو ته وویل:
"اوس مهال د یوې بورۍ قزاقي وړو بیه ۱۴۵۰ افغانۍ ده، د یوې بورۍ وطني وړو بیه ۱۳۵۰ افغانۍ ده، د یوې ۲۵ کیلوي بورې وریجو بیه ۲۶۰۰ افغانیو ته رسېدلې او د ۱۶ لیتره غوړو بیه د ۱۸۵۰ او ۱۶۹۰ افغانیو تر منځ ده. "
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته د ژمې په موسم کې د خوراکي موادو او سون توکو د بیو د لوړېدو له امله مخکې هم خلکو شکایتونه کړي دي او ویلي یې دي چې د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای د اړتیا وړ مواد او توکي وپیري.
په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو ایف پي تازه یو وار بیا ویلي چې له هرو دریو افغانانو یو یې یعنې په افغانستان کې ۱۵ میلیونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.