خبرونه
د سوریې د حکومت ۳ جګپوړي چارواکي متحده عرب اماراتو ته ورسېدل
د سوریې د حکومت درې جګپوړي چارواکي نن دوشنبه په رسمي سفر متحده عرب اماراتو ته ورسېدل.
د سوریې خبري اژانس سانا راپور ورکړی، چې د بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن شېباني، دفاع وزیر مرحف ابو کسرا او د استخباراتو مشر انس خطاب به د خلیج له دغه هېواد سره د همکارۍ او همغږۍ پر امکاناتو خبرې وکړي. دغو چارواکو د یکشنبې په ورځ په دوحه کې د قطر له صدراعظم او د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني سره کتلي وو.
شیباني قطر ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې بندیزونه د هغه هېواد د ګړندۍ بیارغونې پر لاره خنډ دی او یو ځل بیا یې د امریکا پر متحده ایالتونو غږ وکړ چې پر جګړه ځپلې سوریې، لګېدلي بندیزونه لیرې کړي. د سوریې د ولسمشر بشارالاسد رژیم شاوخوا میاشت مخکې نسکور شو او د هیئت التحریر الشام په مشرۍ یاغیانو پر قدرت ولکه ټینګه کړه
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
امریکایۍ وتلې سندرغاړې ډولي پارټن د ۸۰ کلنۍ په عمرمړه شوه
امریکایۍ وتلې سندرغاړې اود بشرپالنې فعاله ډولي پارټن د ۸۰ کلونو په عمرمړه شوه. کورنۍ یې ویلي چې نوموړې د سې شنبې په ورځ په نیشویل ښارکې ساه ورکړه. د هغې ویاند ویلي چې پارټین له یوې مودې راهیسې د سرطان پرناروغۍ اخته وه. نوموړې له ټینسي ایالت څخه له ساده او بېوزله ژوند څخه یوه د امریکا د تر ټولو محبوبو سندرغاړو، سندرې لیکونکو، لوبغاړو او مرستندویه فعالانو په توګه راڅرګنده شوه.
پارټین د Imagination Library په څېر د خیریه پروګرامونو له لارې د میلیونونو ماشومانو لاسنیوی کړی او د بشري مرستو په ګڼو برخو کې یې پراخ فعالیتونه ترسره کړي دي. د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ پارټین د امریکا یوه له مشهورو سندرغاړو بللې او امریې کړی چې په ټوله امریکا کې دې بیرغونه د یوې اونۍ لپاره نیمه ځوړند وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې پردوو مشرانو د ملیونو ډالرو جایزه اعلان کړه
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې د دوو مشرانو په اړه د هغو معلوماتو په بدل کې چې پرمټ یې د هغوی ځای معلوم او ونیول شي، اتلس ملیون ډالره جایزه اعلان کړې ده. دې وزارت د سې شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې د داعش د خراسان څانګې د اوسني مشر ثناءالله غفاري پرسر اته ملیونه اود دې ډلې د بل مشرعبیدالله پرسر لس ملیون ډالره جایزه اعلان کړې ده. دې وزارت ویلي چې د دې ډلې دغو ترهګرو هغه بریدونه تنظیم کړي چې پرعمومي اعتراضي غونډو، د موسیقۍ پر ځایونو، هوايي ډګرونو او نورو ځایونو ترسره شوي او په نتیجه کې یې سلګونه بې ګناه ملکي وګړي وژل شوي دي. غفاري په افغانستان کې د ټولو بریدونو چې دې ډلې ترسره کړي، اصلي مسول او عبیدالله هم د دې ډلې د مالي او عملیاتي چارو مسول بلل شوي دي. له څه باندې پنځو کالو راپدیخوا چې طالبان پرافغانستان بیا واکمن شوي، د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې د کابل په ګډون په یوشمیرولایتونو کې د ډیرو خونړیو بریدونو مسولیت اخیستی دی.
په اسلام آباد کې په یوه روغتون کې د اور لګیدنې په یوه پښه کې لږترلږه ۱۴ نوي زیږیدلي ماشومان مړه شوي
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې په یوه روغتون کې د اورلګېدنې په یوه پیښه کې لږ تر لږه ۱۴ نوي زېږېدلي ماشومان مړه شوي دي.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دغه اورلګېدنه نن چهارشنبې د وږی په ۴ د "پاکستان د طبي علومو د انستیتوټ" روغتون د زیږنتون څانګې په درېیم پوړ کې رامنځته شوې ده. د لومړنیو راپورونو له مخې د پېښې لامل په ایرکنډیشن سیسټم کې تخنیکي ستونزه یا چاودنه بلل شوې ده.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د پېښې د مسؤلینو د پېژندلو غوښتنه یې کړې ده.
پاکستاني چارواکو ویلي چې د پېښې د علت او د روغتون د خوندیتوب د وضعیت په اړه یې سمدستي څېړنې پیل کړې دي.
په پاکستان کې په لویو ودانیو کې اورلګېدنې نسبتاً معمولې پېښې دي او ډېری وخت د خوندیتوب د قوانینو او ودانیزو مقرراتو کمزوري او همدارنګه د دغو قوانینو کمزورې څارنه او پلي کول پکې رول لري.
د روان کال په جنوري میاشت کې هم د کراچۍ ښار په یوه سوداګریز مرکز کې د اورلګېدنې له امله تر ۶۵ ډېر کسان مړه شوي وو.
تهران: پوځي بېړیو ته به اجازه ورنه کړل شي چې د هرمز له تنګي څخه تېرې شي
ایران او عمان په هرمز تنګي کې د یوه موقتي ترانزیټي دهلیز او د ماینونو د پاکولو په تړاو خبرې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تهران نن چهارشنبې، د وږي په ۴ خبرداری ورکړ چې دغه حیاتي سمندري لار به تر هغو پورې چې متحده ایالات جګړه پای ته ونه رسوي، پراننیستل شي.
د د ایران د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب آبادي نن خبرداری ورکړ چې هېڅ پوځي بېړۍ ته به اجازه ورنه کړل شي چې د هرمز له تنګي څخه تېره شي.
غریب آبادي همداراز وویل چې د امریکا له خوا د اقتصادي محاصرې له پیل مخکې هرمز تنګی تړل شوی و، ځکه د نوموړي په وینا، امریکا د هوکړې له مخې پر خپلو ژمنو عمل ندی کړی.
د عمان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د سه شنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې پریوه میکانیزم یې خبرې کړي چې په ترڅ کې یې په پړاوونو کې په هرمز تنګي کې د کښتیو د خوندي تګ راتګ د بیرته پیلولو لپاره د یوه موقتي ګډ سمندري دهلیز جوړول او له ماینونو څخه د دې تنګي د پاکولو لپاره د یوې ګډې پروژې عملي کول شامل دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر: شاوخوا سل زره کسان د زرګرۍ په صنعت کې بوخت دي
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وایي چې په افغانستان کې شاوخوا سل زره کسان د زرګرۍ په صنعت کې پرفعالیت بوخت دي. نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د افغانستان د سروزرو او زرګرۍ د صنعت په لومړني نندارتون کې چې د سې شنبې په ورځ پرانستل شوی او درې ورځې به پرانیستی وي، کړې دي.
د طالبانو ترکنټرول لاندې باخترخبري آژانس د راپورله مخې د دغه نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې د خصوصي سکتوریوشمیراستازو او د ایران سفیرهم ګډون کړی و. د راپورله مخې عزیزي ویلي چې هڅه کیږي افغانستان د زرګرۍ په برخه کې پر یوه ملي برانډ بدل شي.
په کابل کې د زرګرۍ د صنعت دغه نندارتون داسې مهال پرانستل کیږي چې د راپورونو له مخې په دې وروستیو کلونو کې د زرګري د صنعت په ګډون د لاسي صنایعو ډیرکاروبارونه خراب شوي دي.
امریکایي چارواکي مسکو ته د سي آی اې د مشر د سفر خبر ورکوي
امریکایي چارواکو ازادي راډیو ته تایید کړې چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې، CIA مشر جان راتکلیف د سې شنبې په ورځ د اګست په ۲۵مه مسکو ته سفرکړی چې له مخکې نه وو اعلان شوی. دغه نادره سفر په داسې وخت کې ترسره کیږي چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن هڅې له ځنډ سره مخ شوې او له ایران سره د مسکو د اړیکو پرسر ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.
له کله چې راتکلیف د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې اداره کې د CIA د مشر په توګه ټاکل شوی، دا یې روسیې ته لومړنی سفردی چې رسنۍ ترې خبرې شوې دي خو داچې د څه لپاره یې کړی، په دې اړه نورجزیات ندي څرګند شوي. هغوامریکایي چارواکو چې مسکو ته د هغه له سفر څخه خبر دي، یواځې یې هغه تایید کړی خو داچې نوموړي په دې سفرکې له چا سره کتلي او پرکومو موضوعاتو یې خبرې کړي، له څه ویلو ډډه کړې ده..
سي آی اې او سپینې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
د بشري حقونو راپور: د طالبانو په واکمنۍ کې د درو کارول زیات شوي
د بشري حقونو یوه ډله وایي، طالبانو په افغانستان کې په خپله پنځه کلنه واکمنۍ کې د مجازاتو د یوې بڼې په توګه د درو کارول زیات کړي دي.
په کاناډا کې مېشت د افغانستان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ سازمان (اې اېج ار ډي او) په هغه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ خپور کړی، ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې د درو وهلو ۵۹۳ پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې د دغو پېښو شمېر ۱،۰۷۴ ته لوړ شوی دی.
د بشري حقونو دې سازمان ویلي چې د روان ۲۰۲۶ کال تر اپرېل میاشتې پورې یې د درو وهلو ۵۵۳ پېښې ثبت کړې دي.
د طالبانو حکومت د جنسي جرمونو په ګډون په ډېرو مواردو کې تورنو کسانو ته د تنفیذي او تعلیقي بند ترڅنګ د درو وهلو سزاوې ورکړې دي چې د بشري حقونو ډلې هغه له انساني کرامت سره په تضاد کې بولي او د درولو غوښتنهیې کوي، خو طالبان وایي د شریعت له مخې دا ډول سزاوې مجرمنیو ته ورکوي.
د جرمني «ډي پي اې» خبري اژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت (یوناما) د جولای په وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي چې طالب چارواکو د روان کال د اپرېل له نیمایي راهیسې په عام محضر کې د درو وهلو د نویو پېښو خبر نهدی ورکړی، خو د یوناما په خبره د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰مې پورې ۱۳۷ کسان په درو وهل شوي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت: ۲۳ تازه استول شوي افغانان په جرمونو محکوم و
د جرمني د کورنیو چارو وزارت وایي، ټول هغه ۲۳ افغانان چې د سې شنبې په ورځ بېرته افغانستان ته واستول شول، ډېری یې د جنسي تېریو، وهلو او سختو ټپي کولو په ګډون په درنو جنایي جرمونو کې ښکېل او مجرم پېژندل شوي و.
د دې وزارت ویاند فرانسپرس اژانس ته ویلي له تېر کال راهیسې چې نوي حکومت په کار پیل کړی، جرمني تر اوسه ۲۲۸ افغانان بېرته افغانستان ته استولي دي.
جرمني د طالبانو حکومت په رسمیت نهپېژني، خو له دې سره سرهیې خپل هېواد ته د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه له کابل سره خبرې اترې کړې دي.
یونیسف: یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له امله د مړګ له خطر سره مخ دي
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ کړېږي او ژوند یې له جدي خطر سره مخ دی.
دې ادارې همدارنګه ویلي چې په ټول افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي او دا هغه ماشومان دي چې د بدن وزنیې ډېر کم شوی، یعنې ډنګر دي.
د سویډن هرالډ خپرونې د سې شنبې په ورځ د افغانستان لپاره د یونیسف د ادارې د مشر تاجالدین اویواله له قوله راپور ورکړی چې نوموړي په ژنیو کې یوې خبري غونډې ته ویلي: "که ژر تر ژره اقدام ونهشي او پر وخت د دغو ماشومانو درملنه ونهشي، د هغوی د مړینې خطر زیات دی."
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په ورته وخت کې له ګڼو طبیعي ناورینونو سره هم مخ دی او یو شمېر مرستندویه سازمانونه او ادارې اړې شوې دي چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودروي او یا یې کم کړي.
ټرمپ: د ایران اسلامي جمهوریت اعتراض کوونکي په بېسارې کچه وژني
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې "د ایران اسلامي جمهوریت چې د ړنګېدو په حال کې دی، اعتراض کوونکي حتی هغه مهال هم چې په اعتراضونو کې برخه نهاخلي، په بېساري کچه وژني".
د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې، ټرمپ د سې شنبې په ورځ د «وږې په ۳مه» په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشال» کې لیکلي: "د ایران د ړنګېدو په حال کې اسلامي جمهوریت د خپلو پوځي ځواکونو د لویې برخې معاشونه نهشي ورکولای او په ورته وخت کې اعتراض کوونکي، حتی هغه مهال چې اعتراض نهکوي، په بېساري کچه وژني".
هغه ویلي: "دا په پراخه کچه یو ستر بشري ناورین دی او باید همدا اوس ودرول شي."
د امریکا ولسمشر په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړي، خو په وروستیو میاشتو کې د ایران اسلامي جمهوریت یو شمېر هغه اعتراض کوونکي چې د تېر کال په اعتراضونو کې یې برخه اخیستې وه او پر "ملي امنیت ضد اقداماتو" تورن شوي وو، اعدام کړي دي.