د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۰

طالبان وايي، ښوونځیو او مدرسو ته یې نژدې زر ودانۍ جوړي کړي، فعالان نجونو ته هم د زده کړو اجازه ورکړئ


د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویلي چې  په تېرو دریو کلونو کې یې په افغانستان کې دیني مدرسو او ښوونځیو ته نژدې زر نوې ودانۍ جوړې کړي دي.

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت پر افغانستان د بیا واکمنۍ له پیل راهیسي د سلګونه دینې مدرسو او ښوونځیو لپاره د نویو ودانیو جوړولو خبره کوي، له زده کړو راګرځولې شوې یو شمېر نجونې او د زده کړو د حقونو ځینې فعالان نیوکه کوي چې د دغو ودانیو د جوړېدو تر څنګ باید د نجونو د زده کړو لپاره هم زمینه برابره شي.

دوی د نجونو له زده کړو پرته د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړول سمبولیک بولي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت وزارت ویاند منصور احمد حمزه ویلي چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو له پیله تر اوسه په ټول هېواد کې ۹۷۲ د دیني مدرسو او ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې دي.

نوموړي له د طالبانو تر واک لاندې له ملي ټلویزیون سره په مرکه ویلي دغه راز یې له تېر یو کال راهیسې د دیني مدرسو په ګډون د ۱۵ سوو ښوونځیو ودانۍ هم بېرته رغولي دي.

خو له زده کړو راګرځول شوې نجونې وایي چې ټول په مساوي توګه د دیني زده کړو تر څنګ عصري زده کړو ته د لاسرسي حق لري او یوازې د ښوونځیو د ودانیو جوړول سمبولیک او غیر عادلانه اقدام دی.

د خوست ولایت اوسېدونکې هریوا چې د اووم ټولګي زده کوونکې او د طالبانو د حکومت لخوا د بندیز له امله له زده کړو محرومه شوه، ازادي راډیو ته یې وویل:

“په داسې حال کې چې له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د طالبانو لخوا د ښوونځیو دروازې تړل شوي، دوی چې ښوونځي یا مدرسې جوړې کړي، دا موږ ته په درد نه خوري او دا بې عدالتي ده چې دوی یوازې ودانۍ جوړې کړي،خو نجونو ته په کې د تعلیم اجازه نه ورکول کېږي.”

د کابل ښار اوسېدونکې راحیله بیا د نهم ټولګي زده کوونکې چې ښوونځي یې پر مخ وتړل شول، دې هم ازادي راډیو ته وویل:

“کله چې د یوې ټولنې سم نیمایي (نجونې) فلج یا په بشپړه نوګه غیر فعالېږي، تاسو یې تصور وکړئ چې پر دې ټولنې به څه راشي؟نو له اسلامي امارته مو غوښتنه ده چې د دې مدرسو او ښوونځیو جوړولو تر څنګ دې نجونو ته په ښوونځیو کې د زده کړو اجازه ورکړي.”

په همدې حال کې د زده کړو د افغانستان د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال وزیر او د زده کړو د چارو شنونکی محمد صدیق پتمن ټینګار کوي چې د ښوونځیو یا دیني مدارسو، ښوونیزو مرکزونو ودانۍ جوړول یا نورې اسانتیاوې رامنځته کول باید د ټولنې ټولو وګړو ته په مساوي توګه د زده کړو زمینه برابره کړي.

“څه چې مهم دي هغه دا دي چې له دې (ښوونځیو) نجونې چې له شپږم ټولګیو پورته دي ګټه ترې نه شي اخیستلي،زموږ غوښتنه دا ده چې د معارفو داسې نظام ولرو چې د ټولو لپاره وي او نجونې او هلکان دواړه په جلا جلا ډوله له دغو ښوونځیو ګټه پورته کړي او دزس په کې ووایي، د ښوونځیو ودانیو جوړول د نجونو د تعلیم د تشې ډکولو په معنا نه دي دا تشه پر خپل ځای ده.”

ښاغلی پتمن دغه راز له نړېوالې ټولنې غواړي چې پر طالبانو د نجونو د تعلیم اړوند هڅو او فشارونو ته دوام ورکړي.

طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو په وړاندې د هر ډول زده کړو دروازې بندې کړي دي.

XS
SM
MD
LG