د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

د طالبانو دفاع وزارت وايي د ډیورنډ کرښې هاخوا یې پر څو سیمو بریدونه کړي


د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو نښتې
د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو نښتې

د طالبانو دفاع وزارت شنبه سهار په خپله ایکس پاڼه د ډېرو جزییاتو له ورکړې پرته لیکلي چې د افغانستان د جنوب ختیځ له استقامته یې د فرضي کرښې بلې خوا ته په څو سیمو د هغو «شریرو عناصرو» او د دوی د ملاتړو په پټنځایونو او مرکزونو انتقامي بریدونه کړي له کومو سیمو چې پر افغانستان بریدونه تنظیمېدل.

د طالبانو دفاع وزارت دا بیان وروسته له هغه ورکړ چې شنبه سهار وختي د پکتیا او خوست په ځینو سرحدي سیمو کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ د نښتو راپورونه ورکړل شول.

د طالبانو دفاع وزارت تازه بیان
د طالبانو دفاع وزارت تازه بیان

ځایي سرچینو ازادي راډیو ته وویل چې ډیورند کرښې ته څېرمه د پکتیا په ډنډپټان او د خوست ولایت په علیشیرو ولسوالیو کې دغه جګړه شنبه سهار وختي پیل شوې او په خبره یې دواړو لورو ته مرګژوبله هم پکې اوښتې.

دغه سرچینې وایي د پاکستاني پوله ساتو له خوا ډزو کې د پکتیا ولایت ډنډپټان ولسوالۍ شپولې سیمه کې درې ځایي اوسېدونکي وژل شوي او دوه ټپیان دي.

د خوست ولایت علیشیرو ولسوالۍ اوسېدونکي بیا وایي کرښې ته نږدې سیمو کې شاوخوا ۳۰۰ کورنیو د جګړې له وېرې خپلې مېنې پرېښي او نور کلیو ته کډه شوي.

دغه راز دغو ولایتونو کې د طالبانو د حکومت سرچینې نښتې تاییدوي او وایي چې پاکستاني اړخ ته یې تلفات اړولي خو په خبره یې دقیق شمېره به وروسته شریک کړي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

دا راپورونه وروسته له هغه دي چې درې ورځې وړاندې پاکستاني جېټ الوتکو د پکتیکا پر برمل ولسوالۍ بمباري وکړه او د طالبانو د حکومت په خبره شاوخوا ۵۲ کسان پکې ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول.

د برمل د بمبار او مرګژوبلو ویډیويي راپور

مړه او ټپیان د طالبانو په خبره وزیرستاني کډوال وو چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
هغه حمله د ملګرو ملتونو په شمول ګڼو بنسټونو او چارواکو وغندله خو پاکستان ادعا کړې چې د دوی په خبره «ترهګر» یې په نښه کړي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویلي د هغو حملو ځواب به وایي.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې د پکتیکا له بمبارۍ وروسته لا کړکېچنې شوي دي. طالبانو ویلي چې له پاکستان څخه به د دې برید بدل واخلي.

خو د پاکستان صدراعظم پرون د کابینې په یوه غونډه کې د برید دفاع وکړه، ویې ویل چې د طالبانو حکومت باید د ټي ټي پي پرضد کلک اقدامات وکړي او پاکستان دوه ګونی چلند نه شي زغملی.

ده همداراز وویل، په داسي حال کې چې پاکستان له افغانستان سره د اړیکو د ښه کېدو غوښتونکی دی، دا نه شي منلی چې د ټي ټي پي غړي په افغانستان کې ازاد وګرځي.

شهباز شریف په وزیرستان کې د ټي ټي پي د تازه حملې په ترڅ کې د خپل پوځ د یوه جګپوړي صاحب منصب د وژل کېدو یادونه هم وکړه.

خو په داسي حال کې چې شهباز شریف د افغانستان پر خاوره د هوايي برید دفاع کوي، د دغه هیواد پخواني صدراعظم عمران خان، چې په زندان کې دی، ویلي چې دا ډول بریدونه د پاکستان ستونزې نه شي حل کولی.

XS
SM
MD
LG