د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۲۲

خبرونه

عمران خان وايي، پر افغانستان برید کرکه زیاتوي

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان وايي، پر افغانستان د بمبارۍ او د کډوالو د جبري ایستلو له کبله په پاکستان کې ترهګري کمه شوې نه ده خو کرکه ورسره ډېره شوې ده.

عمران خان پرون (جمعه) د اډیالې په محبس کې له خبریالانو او مدافع وکیلانو سره په خبرو کې وویل، ادعا کېده چې که افغان کډوال په زور وایستل شي نو ترهګري به ورسره کمه شي خو دې کار د امنیت له ښه کېدو سره مرسته ونه کړه مګر د دوو هیوادونو ترمنځ یې کرکه زیاته کړه.

عمران خان له وکیلانو او خبریالانو سره خپلې خبرې پر خپله ایکسپاڼه کې خپرې کړي او ویلي چې پاکستان پر افغانستان دوه ځلې بمباري کړې ده.

له بلې خوا پرون د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د کابینې په غونډه کې په غیر مستقیم ډول پر افغانستان د پاکستان د هوايي برید دفاع وکړه او ویې ویل چې د طالبانو حکومت باید د ټي ټي پي په وړاندې څرګند دریځ غوره کړي او پاکستان دوه ګونی چلند نه شی زغملی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبان: حکمي، معنوي او حقیقي اشخاص له دې وروسته د خپلو عایداتو لس سلنه مالیه ورکوي

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت پر حکمي، معنوي او حقیقي اشخاصو لس سلنه مالیات راکم کړي دي.

د طالبانو د حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن په کابل کې په یوې خبرې ناسته کې د دغو مالیاتو د کمیدو خبر ورکړ.

د مالیې وزارت د نوې پریکړې له مخې،" له کانونو پرته نور ټول معنوي او حکمي اشخاص، روغتونونه او روغتیایي مرکزونه اړ دي چې د خپلو عایداتو لس سلنې مالیه حکومت ته ورکړي".

دا ټاکلې اندازه له دې مخکې شل سلنه وه.

د طالبانو د حکومت مالیه وزارت د هغوو کسانو مالیه هم دې وروسته معافوي چې کلنۍ عاید يې ۱۲۰ زره افغانۍ وي.

پخوا دا اندازه ۶۰ زره افغانۍ وه.

مالیې وزارت د ملکیتونو د لېږد مالیه هم له یو سلنې صفر اعشاریه پنځه سلنې ته راښکته کړې ده.

سلام حنفي د مالیاتو کمیدل د خصوصي سکتور وده او د خلکو د ژوند د شرایطو بهتره کیدل یاد کړل.

 د امریکا مشهور سیاستوال او د کانګرس غړی لینډسي ګراهام ومړ.

د امریکا مشهور سیاستوال او د کانګرس جمهوري غوښتونکی غړی لینډسي ګراهام پرون ماښام د ۷۱کالونو په عمر ومړ.

د هغه د رسنیو دفتر نن یکشنبې د یو بیان په خپرولو سره ویلي،" ګراهام پرون ماښام د یوې لنډې او ناڅاپي ناروغۍ له کبله ومړ".

ګراهام د امریکا په بهرني سیاست کې اغیزمن کس و چې د افغانستان په مسایلو کې يې فعاله ونډه درلوده.

هغه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتو له پریکړې سره مخالف و او په ځلونو يې د دغو ځواکونو د وتلو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی و.

هغه د ایران کلک مخالف او د ټرمپ له نژدې کسانو څخه و.

د ایران او عمان د بهرنیو چارو وزیرانو په هرمز تنګي کې په خوندي ډول د کشتیو د تګ راتګ پر میکانیزمونو خبرې وکړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي چې د عمان د بهرنیو چارو له وزیرسره په کتنه کې یې د هرمزتنګي له لارې په خوندي ډول د کشتیو د تګ راتګ د مناسبو میکانیزمونو په اړه نظریات تبادله کړل. د رویترز د راپورله مځې هغه دا خبره د شنبې په ورځ پرخپل ټلګرام چینل کې کړې خو په دې اړه یې نورجزیات ندي ورکړي. د ایراني رسنيو د راپورله مخې نوموړی د یوه دولتي پلاوي په مشرۍ د شنبې په ورځ عمان ته د دې لپاره تللی چې د هغه هیواد له چارواکو سره د سیمې، په ځانګړې ډول د هرمز تنګي د وضعیت په اړه خبرې وکړي.

تردې سفریوه ورځ مخکې بلومبرګ راپورورکړی و چې عمان له هغو کشتیو د فیس اخیستو سره چې د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ کوي، خپل کلک مخالفت ملګروملتونو ته وړاندی کړی دی. د ایران او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې له مخې به ایران او عمان دواړه د هرمزتنګي له لارې د کشتیو تګ راتګ تنظیموي.

د اسراییل او لبنان د هوکړې له مخې یوه امریکایي پوځي پلاوي د لبنان پوځ ته د یوشمیر جنوبي سیمو د کنټرول د لیږد په اړه خبري وکړې

آرشیف
آرشیف

د امریکا د پوځ یوه پلاوي د لبنان په پلازمینه بیروت کې د دې هیواد د پوځ له چارواکو سره په کتنه کې د اشغال شوې سیمې له یوې «ازمایښتي سیمې» څخه د اسرائیلي ځواکونو د وتلو د عملي کولو پر څرنګوالي خبرې وکړي. دا خبره د لبنان یوه پوځي چارواکي د شنبې په ورځ فرانسپرس خبري آژانس ته وکړه. د امریکا په منځګړیتوب د لبنان او اسراییل ترمنځ د تیرې میاشتې د هوکړې له مخې به اسراییل په تدریجي ډول د لبنان په جنوب کې له هغو سیمو څخه خپل ځواکونه باسي، چې هلته یې د ایران له ملاتړ څخه برخمنې شیعه ډلې، حزب‌ الله، پر ضد ځای پر ځای کړي وو.

د دغې هوکړې د یوې برخې په توګه، د لبنان پوځ به چې له اوږدې مودې راهیسې یې واک محدود دی، د دوو کوچنیو ازمایښتي سیمو بشپړ کنټرول په غاړه واخلي.

د دغه چارواکي په خبره د امریکا مرکزي قومندانۍ سینټکام به له دواړو هیوادونو سره د دغو سیمو د کنټرول د لیږد چاري همغږي کوي.

دغه هوکړه چې حزب الله ردکړې اسراییل مکلف نه بولي چې د ځواکونو د ایستلو لپاره مهالویش وټاکي او اسراییلي چارواکو ویلي چې ځواکونه به یې د لبنان د خاورې لس کیلومتره دننه هغو سیمو کې چې د حزب الله وسله وال فعال دي، امنیتي زون کې پاتې شي.

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره: د هیواد نفوس ۳۷،۲ ملیونو ته رسیدلی

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د هیواد نفوس ۳۷،۲ ملیونو ته رسیدلی چې دا د تیرکال په پرتله ۲،۲ سلنه زیاتوالی ښیي.

د دې ادارې ویاند محمد حلیم رفیع ویلي چې د ټول نفوس۵۱ سلنه نارینه او ۴۹ سلنه یې ښځې جوړوي. دغې ادارې د افغانستان د وګړو شمیر د جولای د یولسمې د نفوسو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپورکړی خو هغه د ملګروملتونو د نفوسو د ادارې له شمیرو سره توپیرلري. دغې ادارې تیر۲۰۲۵ کال د افغانستان د نفوسو شمیرڅه کم ۴۴ ملیونه ښودلی خو د ملګروملتونو د اټکل له مخې د روان ۲۰۲۶ کال ترنیمایي پورې د افغانستان د نفوسو شمیر۴۵ ملیونو ته رسیدلی.

د افغانستان د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې په خبره شاوخوا ۷۰ سلنه وګړي، چې نږدې ۲۶ میلیونه کسان کېږي، په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي، په داسې حال کې چې ۲۶ سلنه یعنې ۹،۸ میلیونه کسان په ښاري سیمو کې مېشت دي او پاتې ۴ سلنه یې کوچيان دي.

کابل لا هم د هېواد تر ټولو ګڼ مېشتی ولایت دی، چې نفوس یې ۶،۴ ملیونه ښودل شوی. ورپسې هرات د شاوخوا ۲و۴ میلیونه اوسېدونکو په لرلو سره دویم تر ټولو ګڼ مېشتی ولایت بلل کېږي.

د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش په یوه بیان کې ټینګارکړی چې ځوانان د نړۍ د نفوسو لویه برخه جوړوي او د بشر راتلونکې هم په دې پورې تړلې چې د هغوی پر روزنې، روغتیا، کار او پیاوړتیا څومره پانګونه کیږي. افغانستان هم یو له هغو هیوادونو دی چې د نفوس زیاته برخه یې ځوانان دي.


ایران وایي، د امریکا د بریدونو د دوام په صورت کې به شوې هوکړې ژمن پاتې نشي

ایران د شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که د امریکا متحده ایالات پر ایران خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، تهران به له واشنګټن سره د لاسلیک شوي تفاهم‌ لیک عملي کولو ته نور ځان ژمن ونه ګڼي.

د ایران حکومت ته نږدې رسنیو د راپور له مخې دا خبره په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امیرسعید ایرواني کړې ده.

د ایران او امریکا ترمنځ دغه تفاهم ‌لیک د غبرګولي په ۲۵مه لاسلیک شوی، خو تېره اوونۍ دواړو خواوو د هرمز تنګي په تړاو پر یو بل پراخ بریدونه ترسره کړل. دغو تازه بریدونو هغه مذاکرات له ګواښ سره مخ کړي، چې د همدې تفاهم ‌لیک په چوکاټ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه دایمي حل د موندلو په موخه پلان شوي وو.

د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره به خبري دوام ومومي خو په عین حال کې یې هغه د وخت ضایع کول وبلل.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه: په ټوله نړۍ کې یو میلیون ښځې خدمتونو ته له لاسرسي بې برخې دي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، د بودیجې د کمښت له کبله په ټوله نړۍ کې څه باندې یو میلیون ښځې ژوند ژغورونکو خدمتونو ته له لاسرسي بې برخې شوي دي.

دغې ادارې پرون جمعه د (جولای لسمه) پر خپلې ایکس پاڼې د یو راپور په خپرولو سره ویلي،" د بشري مرستو کمښت د ښځینه بنسټونو فعالیتونه محدود یا درولي دي".

د دې ادارې په ټکو،"د افغانستان په ګډون د نړۍ په جګړه ځپلو هېوادونو کې د سروې شویو څه باندې ۸۰۰ ښځینه بنسټونو نژدې نیمايي يې ښايي د بودیجې د نشتوالي له کبله په یوکال کې دننه په دایمي یا موقتي توګه وتړل شي".

له دې مخکې ملګرو ملتونو په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو د نه لاسرسي په اړه راپورونه ورکړي.

دغې ادارې خبرداری ورکړی چې د بودیجې کمښت به د دې سبب شي چې د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې په زرهاوو ښځې له روغتیايي خدمتونو بې برخې شي.

ظاهر قدیر د نشه‌يي مواد او وسلو د قاچاق په تور د امریکا فدرال محکمه کې حاضر شوی

د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام د ولسي جرګي پخوانی مرستیال مشر عبدالظاهر قدیر
د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام د ولسي جرګي پخوانی مرستیال مشر عبدالظاهر قدیر

د افغانستان د پرځیدلي جمهوري نظام د ولسي جرګي پخوانی مرستیال مشر عبدالظاهر قدیر چې د نشه‌يي توکو د قاچاق او د وسلو د ناقانونه ساتنې په تور نیول شوی و، امریکا ته وسپارل شو.

د امریکا د عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي،" ظاهر قدیر د جمعې په ورځ د نیویارک یوې فدرال محکمه کې حاضر شوی و او پریکړه شوې چې د محکمې تر مهاله به په توفیف کې ساتل کیږي".

ښاغلی قدیر د ۲۰۲۵کال په مې میاشت کې د کېنیا په پلازمینه نایروبي کې له یوه هوټله ونیول شو.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي" عبدالظاهر قدیر په افغانستان کې یوه جنايي شبکه رهبري کوله، هغه د خطرناکو نشه‌يي موادو او درنو وسلو په قاچاق کې ښکیل و".

که پر ظاهر قدیر لګیدلي تورونه ثابت شي نو تر لسو کلونو پورې د زندان سزا یا لږترلږه د عمري بند سزا ورکول کېدای شي.

ایران ته د امریکا د نن ورځې مهلت او د ولسمشر ټرمپ د پراخو بریدونو ګواښ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ایران ته د امریکا د نن ورځې مهلت او د ولسمشر ټرمپ د پراخو بریدونو ګواښ؛

د هرمز تنګي په شاوخوا کې د تاوتریخوالي له زیاتیدو سره هممهاله، د امریکا متحده ایالاتو ایران ته د نن شنبې ورځې تر پایه مهلت ورکړی چې په دغه سمندري لاره کې د سوداګریزو بیړو خوندي تګ راتګ تضمین کړي.

په عین حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي عمان ته تللی څو د دغه هېواد له چارواکو سره په هرمز تنګي کې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې وکړي.

په هرمز تنګي کې د بیړو د خوندي تګ راتګ مسله وروسته له هغه یو ځل بیا راپورته شوه چې د تیرې پنجشنبې په ورځ د عمان په اوبو کې پر څو بیړو بریدونه وشول.

بل پلو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته ګواښ کړی که د ده د ترور هڅه وکړي نو پراخ بریدونه به پرې وکړي.

هغه پر خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشل کې لیکلي،" زر توغندي چمتو دي او د ایران اسلامي جمهوریت په لور هدف ته ګرځول شوي دي او که د امریکا د ولسمشر د ترور په تړاو د ایران د حکومت ګواښ عملي شي، نو زرګونه نور توغندي به هم سملاسي ورپسې وتوغول شي.''

د ټرمپ په خبره،"د امریکا پوځ چمتو دی چې د ایران ټولې سیمې په بشپړه توګه ویجاړې کړي".

هغه د خپل پیغام په پای کې لیکلي،"ځانګړې ستاینه د الله لپاره ده".

دا ګواښ وروسته له هغې دی چې وال سټریټ ژورنال او سي ان ان د اسراییلي استخباراتو په حواله راپورونه ورکړل چې ایران د ولسمشر ټرمپ د ترور پلان لري.

امریکايي چارواکو ویلي، د اسراییلو د استخباراتو دغه معلومات په خپلواکه توګه تاییدولی نشي.

ایراني چارواکو له دې مخکي د ټرمپ د ترور د پلان جوړونې تورونه رد کړي وو.

طالبان: یوریشیا اقتصادي ټولنې افغاني صادراتو لپاره ترجیحي تعرفه ټاکلې

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، یوریشیا اقتصادي ټولنې افغاني صادراتو لپاره ترجیحي تعرفه ټاکلی ده.

د دغه تعرفي ټاکل کیدل په سوداګرۍ او کمرګي چارو کې د اسانتیاوو رامنځته کول ښودل شوي.

روسیه، قزاقستان، بیلاروس، ارمنستان او قرغزستان د یوریشیا اقتصادي ټولنه غړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس وايي،" د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دغه ټولنې له استازو سره په کتنه کې ویلي چې هڅه کوي په کابل او نورو زونونو کې د صادراتو د پروسس لپاره مرکزونه جوړ کړي".

د عزیزي په ټکو، د دغه مرکزونو په جوړیدو سره به له افغانستانه د صادراتو بهر منظمه او اسانه شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG