خبرونه
شمالي مقدونیا کې د ترهګریزو پيښو د پلان په تور ۴ تنه نیول شوي
د شمالي مقدونیا امنیتي چارواکو د دغه هېواد په لویدیځ کې څلور تنه د ترهګریزو حملو د پلانولو په تور نیولي دي.
د شمالي مقدونیا د کورنیو چارو وزیر پانچ توسکوسکي د یکشنبې په ورځ وویل چې دغه کسان په ستروګا او ګاستیوار ښارونو کې د څو عملیاتو په پایله کې نیول شوي دي.
هغه خبریالانو ته وویل، دغه څلور تورن کسان د داسې پیښو په پلانولو تورن دي چې کولای یې شوای د شمالي مقدونیا او نورو هېوادونو امنیت له خطر سره مخامخ کړي.
توسکوسکي زیاته کړې چې نیول شوي کسان د ترهګریزو ډلو په غړیتوب تورن دي او له ډيره وخته تر څار لاندې وو، خو دا معلومات یې نه دي ورکړي چې له کومو ترهګریزو ډلو سره یې تړاو درلود او د څه ډول بریدونو پلان یې جوړ کړی وو.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
افغان ۱۹ کلن زلمیان د نړیوال جام فاینل ته د رسېدو لپاره له هند سره لوبه کوي
له ۱۹ کلنو د کم عمره لوبغاړو د نړیوال جام د سیالیو په دوام د افغانستان د کرکټ لوبډله نن په نیم پایلوبه کې د هند له سیالې ډلې سره سیالي کوي.
دا لوبه د کابل په وخت د غرمې په دولسو بجو د زیمبابوې په پلازمېنه هرارې کې په پام کې ده.
د افغانستان، آسټرالیا، هند او انګلینډ د لوبډلو ترمنځ د نیم پایلوبې پړاو پرون (د سلواغې ۱۴مه) پیل شو. د دې پړاو په لومړۍ لوبه کې انګلینډ د آسټرالیا په ماتولو سره پایلوبې ته ووت.
که افغانستان په نننۍ لوبه کې هند ته ماتې ورکړي نو په فاینل کې به له انګلینډ سره مخامخ شي.
د ۱۹ کلنو د نړیوال جام فاینل لوبه به د جمعې په ورځ په هرارې ترسره کېږي.
په ایران کې ۱۳۹ بهرنیان په وروستیو اعتراضونو کې د ګډون په شک نیول شوي دي
د ایران پولیسو اعلان کړی چې په یزد ولایت کې ۱۳۹ تنه بهرني وګړي په وروستیو اعتراضونو کې د ګډون په شک نیول شوي دي.
د ایران تسنیم خبري آژانس پرون (د سلواغې ۱۴مه) دا خبر ورکړ خو په خبر کې د دې وګړو د اړوندو هېوادونو یادونه نه ده شوې.
د ایراني چارواکو په وینا دې کسانو د اعتراضونو په تنظیمولو کې رول درلود.
په عین حال کې په امریکا کې د بشري حقونو د دېره فعالانو خبري آژانس هرانا خبر ورکوي چې ایراني چارواکو د پراخو اعتراضونو د ځپلو په ترڅ کې ۵۰۲۳۵ کسان نیولي دي او دا لړۍ اوس هم روانه ده.
په ایران کې د تېرې ډسمبر میاشتې پراخ اعتراضونه د اقتصادي ستونزو پرضد پیل شول چې حکومت په کلکه وځپل.
سپینه ماڼۍ وايي چې د ایران بې پیلوټه الوتکه یې په عربي سمندرګي کې نسکوره کړې ده
سپینې ماڼۍ تایید کړې چې پوځ د ایران یوه بې پیلوټه الوتکه د امریکا یوې جنګي کشتۍ ته نژدې نسکوره کړې ده.
د سپینې ماڼۍ ویاند کارولین لېویټ پرون له فاکس نیوز سره په خبرو کې په دې اړه د رویټرز خبري آژانس راپور تایید کړ او ویې ویل چې متحدوایالتونو د ایران یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې او نسکوره کړې ده.
مېرمن لیویټ زیاته کړه چې د روانې اونۍ په پای کې له ایران سره ټاکلي مذاکرات به پرمخ ولاړ شي.
د امریکا پوځ پرون سه شنبې په ورځ د هغې ایرانۍ بې پیلوټه الوتکې د نسکورولو خبر ورکړ چې د امریکايي پوځي چارواکو په وینا د یو-اس ابراهام لینکن الوتکې لېږدوونکې جنګي بېړۍ خوا ته په تهاجمي ډول ورنژدې شوه وه.
د امریکا د پوځ مرکزي قرارګاه ویلي دي چې دا بېړۍ د ایران له سواحلو څخه شاوخوا ۵۰۰ مایله لیرې په عربي سمندرګي کې د تېرېدو په حال کې وه چې د ایران ۱۳۹ شاهد ډوله بې پیلوټه الوتکه ورنژدې شوه.
د امریکايي چارواکو په وینا د امریکا یوې اف ۳۵ ډوله جنګي جټ الوتکې د خپل ځان، جنګي بېړۍ او پوځيانو د خوندي کولو لپاره دا ډرون له منځه یووړ.
امریکايي چارواکو ټینګار کړی چې په دې پېښه کې د دوی ځواکونو او تجهیزاتو ته هېڅ راز زیان نه دی اوښتی.
امیرخان متقي په کابل کې د ترکیې له شارژدافیر سره د کابل او انقرې د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ترکیې د سفارت له نوي شارژدافیر سادین آی یلدیز سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت پرون (د سلواغې ۱۴مه) په یوه بیان کې وویل چې ښاغلي متقي د کابل او انقرې ترمنځ اړیکي دوستانه بللي او ستاینه یې کړې ده.
په بیان کې همداراز د ښاغلي آی یلدیز له قوله ویل شوي دي چې نوموړي دوه اړخیز اړیکي مثبت بللي او د افغانستان او ترکیې ترمنځ په تېره په اقتصادي او روغتیايي برخو کې د اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.
په ترکیه کې د افغانستان ډيپلوماتیکې استازولۍ هم د دې لیدنې خبر ورکړی.
سادین آی یلدیز د تېر ۲۰۲۵ کال په ډسمبر میاشت کې د ترکیې د سفارت د شارژدافیر په توګه رسما خپل کار پیل کړ.
د ملګرو ملتونو سرمنشي عادله راز د خپلواکې زیان مننې مشورتي کمېټې ته ټاکلې ده
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د افغانستان پخوانۍ ډیپلوماټه عادله راز د یوې نوې جوړې شوې خپلواکې متخصصې مشورتي ډلې غړیتوب ته ټاکلې ده چې دنده یې د نړیوالو شاخصونو پیاوړتیا ده. دغه شاخصونه د اقتصادي، چاپیریالي او ټولنیزو زیانونو پر وړاندې د هیوادونو جوړښتي زیان منل اندازه کوي.
ملګرو ملتونو ویلي چې عادله راز له هغو ۱۵ متخصصینو څخه یوه ده چې تر ۲۰۳۰م کال پوري د څو اړخیزه زیان مننې شاخص یا (MVI) نظارتي پینل ته نومول شوې ده.
MVI، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې رامنځته کړی دی چې د مخ پر وده هیوادونو پر وړاندي خطرونه په ګوته کړي.
عادلې راز، چې پر ډیپلوماټیکه کچه یې د افغانستان استازیتوب کړی دی، په سیمه کې به له نورو متخصصینو سره یوځای په یاد پینل کې کار کوي.
د افغانستان د فوټسال ملي ټیم جاپان ته لوبه وبایلله
د اسیا د فوټسال جام د لوبو په دوام کې دافغانستان ټیم په کوارټر فاینل کې له جاپان څخه ۶-۰ مات شو.
لوبه له غرمې وروسته په جاکرتا کې وشوه.
د افغانستان ټیم د لوبو په تیر پړاو کې دایران څخه ۵-۲ مات شوی وو خو ترهغه مخکې ېې د مالیزیا او سعودي عربستان ټیمونه مات کړي وو.
داسیا د فوټسال د جام د سه شنبې ورځې په دوو نورو لوبو کې ، ایران ازبکستان ته ۷-۴ او عراق تایلند ته ۴-۲ ماته ورکړه.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن دجاپان ټیم سره لوبه کوي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د فوټسال د ۲۰۲۶ کال د اسیا جام نیمه پایلوبې ته رسیدلو لپاره نن جاپان سره لوبه کوي.
په دې مرحله کې نن دافغانستان او جاپان په شمول اته ټیمونه لوبېږي.
دایران ټیم د ازبکستان په وړاندې ، تایلند د عراق په وړاندې او اندونیزیا د ویتنام په وړاندې.
له دغو ټیمونو څخه به ۴ ټیمونه د اسیا د فوټسال د ۲۰۲۶ کال د جام نیمه پایلوبې ته لار ومومي.
دافغانستان ملي ټیم د جام په تیر پړاو لوبو کې د ایران له ټیم مات شو خو مالیزیا او سعودي عربستان ته یې ماتې ورکړي.
د اسیا د فوټسال د ۲۰۲۶ کال جام لوبې د سلواغې په ۷ مه اندونیزیا کې پیل شوي دي.
د ترکیې ولسمشر ریاض او قاهرې ته سفر کوي
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن دسعودي عربستان او سبا د مصر لیدنه کوي.
د ترکیې د جمهوري ریاست دفتر وايي اردوغان ددغه سفر په ترځ کې د سیمه ایزو او نړیوالو تحولاتو ترڅنګ د دوه اړخیزو اړیکود پراختیا په هکله خبرې کوي.
د ترکيې د جمهوري ریاست د ارتباطاتو دفتر په ایکسپاڼه لیکلي چې ولسمشر اردوغان په ریاض کې ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره ګوري.
خبر زیاتوي چې په قاهره کې ولسمشر اردوغان د مصر جمهور رئیس عبدالفتاح سیسي سره یوځای دترکیې – مصر د ستراتيژیکې همکارۍ دشورا د دوهمې غونډې مشري کوي چې خاص تمرکز یې په فلسطین دی.
د ترکيې دولتي خبري اژانس انادولو نن رپوټ ورکړچې سعودي عربستان او مصر ته د غه سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې په غزه له جګړې وروسته انقره غواړي منځني ختیځ کې خپلو شریکانو سره امنیتي اودیپلوماتیک اړیکې بیا راژوندی کړي اود سوداګري او پانګې لګونې د پیاوړتیا هڅه کوي.
یوناما : افغانستان په نړۍ کې د ماینونو او د جګړو څخه د پاته چاودیدونکو توکو له امله د تلفاتو دریم لوړ شمیر لري
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی (یوناما) وايي چې دغه هیواد په نړۍ کې د ماینونو او د جګړو څخه د پاته چاودیدونکو توکو له امله د تلفاتو دریم لوړ شمیر لري.
یوناما د سې شنبې په ورځ (د فبروري ۱۴) په خپل فیسبوکپاڼه کې په یوه بیان کې وویل چې قربانیان په عمده توګه ماشومان دي چې د تلفاتو ۸۰ سلنه جوړوي.
یوناما زیاتوي چې ماشومان ډیری وخت د لوبو پرمهال د ناچاودو توکو سره د تماس په پایله کې ټپیان یا وژل کیږي.
یوناما د ماین پاکۍ په برخه کې د نادولتي سازمانونو لپاره د مالي ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د ماین پاکۍ د مرکز (MDC) مشر شهاب حکیمي د روان کال په غبرګولي میاشت کې ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۶۰ کسان د ماینونو او او د جګړې څخه د پاته چاودیدونکو توکو له امله مړه یا ټپیان کیږي.
ولسشمر دونالد ټرمپ هند سره د نوې تجارتي هوکړې خبر ورکوي
د متحدو ایالاتو ولسشمر ډونالد ټرمپ هند سره د یوې نوې تجارتي هوکړې خبر ورکړ.
دهوکړې یوه برخه کې داهم شامل دي چې هند به له روسيې نفت نه پیري.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ خپله خواله رسنۍ «تروث سوشال» کې ولیکل چې دهوکړې په اساس به متحد ایالات په هندي محصولاتو خپله تعرفه له ۲۵ سلنې ، ۱۸ سلنې ته را کوزه کړي.
ټرمپ زیاتوي چې د هند صدراعظم نریندرا مودي سره دغه هوکړه دیوې تلفوني مکالمې په ترځ کې شوې او مودي منلې چې له روسیې څخه د نفتو پیرل به دروي او په ځای به یې له امریکا یا احتمالا ونزویلا څخه نفت رانیسي.
ولسمشر ټرمپ وايي دهند صدراعظم ژمنه کړې چې د ۵۰۰ ملیارډو ډالرو په بیه د انرژۍ ، تکنالوجی او کرنیزو محصولاتو په شمول امریکايی محصولات پیري او واردوي او په امریکايی اقلامو تعرفه هم صفر ته رسوي.
بلخوا دهند صدراعظم خپله ایکسپاڼه کې د ټرمپ څخه په مننې لیکلي دي چې په دې خوشحاله دی چې هندي محصولات لدې وروسته په ۱۸ سلنه تعرفه کې شاملیږي.
دهند صدراعظم د متحدو ایالاتو ولسشمر سره د نږدې همکاري لپاره هیله څرګنده کړې.