خبرونه
د ملګرو ملتونو سرمنشي عادله راز د خپلواکې زیان مننې مشورتي کمېټې ته ټاکلې ده
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د افغانستان پخوانۍ ډیپلوماټه عادله راز د یوې نوې جوړې شوې خپلواکې متخصصې مشورتي ډلې غړیتوب ته ټاکلې ده چې دنده یې د نړیوالو شاخصونو پیاوړتیا ده. دغه شاخصونه د اقتصادي، چاپیریالي او ټولنیزو زیانونو پر وړاندې د هیوادونو جوړښتي زیان منل اندازه کوي.
ملګرو ملتونو ویلي چې عادله راز له هغو ۱۵ متخصصینو څخه یوه ده چې تر ۲۰۳۰م کال پوري د څو اړخیزه زیان مننې شاخص یا (MVI) نظارتي پینل ته نومول شوې ده.
MVI، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې رامنځته کړی دی چې د مخ پر وده هیوادونو پر وړاندي خطرونه په ګوته کړي.
عادلې راز، چې پر ډیپلوماټیکه کچه یې د افغانستان استازیتوب کړی دی، په سیمه کې به له نورو متخصصینو سره یوځای په یاد پینل کې کار کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان د فوټسال ملي ټیم جاپان ته لوبه وبایلله
د اسیا د فوټسال جام د لوبو په دوام کې دافغانستان ټیم په کوارټر فاینل کې له جاپان څخه ۶-۰ مات شو.
لوبه له غرمې وروسته په جاکرتا کې وشوه.
د افغانستان ټیم د لوبو په تیر پړاو کې دایران څخه ۵-۲ مات شوی وو خو ترهغه مخکې ېې د مالیزیا او سعودي عربستان ټیمونه مات کړي وو.
داسیا د فوټسال د جام د سه شنبې ورځې په دوو نورو لوبو کې ، ایران ازبکستان ته ۷-۴ او عراق تایلند ته ۴-۲ ماته ورکړه.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن دجاپان ټیم سره لوبه کوي
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د فوټسال د ۲۰۲۶ کال د اسیا جام نیمه پایلوبې ته رسیدلو لپاره نن جاپان سره لوبه کوي.
په دې مرحله کې نن دافغانستان او جاپان په شمول اته ټیمونه لوبېږي.
دایران ټیم د ازبکستان په وړاندې ، تایلند د عراق په وړاندې او اندونیزیا د ویتنام په وړاندې.
له دغو ټیمونو څخه به ۴ ټیمونه د اسیا د فوټسال د ۲۰۲۶ کال د جام نیمه پایلوبې ته لار ومومي.
دافغانستان ملي ټیم د جام په تیر پړاو لوبو کې د ایران له ټیم مات شو خو مالیزیا او سعودي عربستان ته یې ماتې ورکړي.
د اسیا د فوټسال د ۲۰۲۶ کال جام لوبې د سلواغې په ۷ مه اندونیزیا کې پیل شوي دي.
د ترکیې ولسمشر ریاض او قاهرې ته سفر کوي
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن دسعودي عربستان او سبا د مصر لیدنه کوي.
د ترکیې د جمهوري ریاست دفتر وايي اردوغان ددغه سفر په ترځ کې د سیمه ایزو او نړیوالو تحولاتو ترڅنګ د دوه اړخیزو اړیکود پراختیا په هکله خبرې کوي.
د ترکيې د جمهوري ریاست د ارتباطاتو دفتر په ایکسپاڼه لیکلي چې ولسمشر اردوغان په ریاض کې ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره ګوري.
خبر زیاتوي چې په قاهره کې ولسمشر اردوغان د مصر جمهور رئیس عبدالفتاح سیسي سره یوځای دترکیې – مصر د ستراتيژیکې همکارۍ دشورا د دوهمې غونډې مشري کوي چې خاص تمرکز یې په فلسطین دی.
د ترکيې دولتي خبري اژانس انادولو نن رپوټ ورکړچې سعودي عربستان او مصر ته د غه سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې په غزه له جګړې وروسته انقره غواړي منځني ختیځ کې خپلو شریکانو سره امنیتي اودیپلوماتیک اړیکې بیا راژوندی کړي اود سوداګري او پانګې لګونې د پیاوړتیا هڅه کوي.
یوناما : افغانستان په نړۍ کې د ماینونو او د جګړو څخه د پاته چاودیدونکو توکو له امله د تلفاتو دریم لوړ شمیر لري
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوی (یوناما) وايي چې دغه هیواد په نړۍ کې د ماینونو او د جګړو څخه د پاته چاودیدونکو توکو له امله د تلفاتو دریم لوړ شمیر لري.
یوناما د سې شنبې په ورځ (د فبروري ۱۴) په خپل فیسبوکپاڼه کې په یوه بیان کې وویل چې قربانیان په عمده توګه ماشومان دي چې د تلفاتو ۸۰ سلنه جوړوي.
یوناما زیاتوي چې ماشومان ډیری وخت د لوبو پرمهال د ناچاودو توکو سره د تماس په پایله کې ټپیان یا وژل کیږي.
یوناما د ماین پاکۍ په برخه کې د نادولتي سازمانونو لپاره د مالي ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د ماین پاکۍ د مرکز (MDC) مشر شهاب حکیمي د روان کال په غبرګولي میاشت کې ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۶۰ کسان د ماینونو او او د جګړې څخه د پاته چاودیدونکو توکو له امله مړه یا ټپیان کیږي.
ولسشمر دونالد ټرمپ هند سره د نوې تجارتي هوکړې خبر ورکوي
د متحدو ایالاتو ولسشمر ډونالد ټرمپ هند سره د یوې نوې تجارتي هوکړې خبر ورکړ.
دهوکړې یوه برخه کې داهم شامل دي چې هند به له روسيې نفت نه پیري.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ خپله خواله رسنۍ «تروث سوشال» کې ولیکل چې دهوکړې په اساس به متحد ایالات په هندي محصولاتو خپله تعرفه له ۲۵ سلنې ، ۱۸ سلنې ته را کوزه کړي.
ټرمپ زیاتوي چې د هند صدراعظم نریندرا مودي سره دغه هوکړه دیوې تلفوني مکالمې په ترځ کې شوې او مودي منلې چې له روسیې څخه د نفتو پیرل به دروي او په ځای به یې له امریکا یا احتمالا ونزویلا څخه نفت رانیسي.
ولسمشر ټرمپ وايي دهند صدراعظم ژمنه کړې چې د ۵۰۰ ملیارډو ډالرو په بیه د انرژۍ ، تکنالوجی او کرنیزو محصولاتو په شمول امریکايی محصولات پیري او واردوي او په امریکايی اقلامو تعرفه هم صفر ته رسوي.
بلخوا دهند صدراعظم خپله ایکسپاڼه کې د ټرمپ څخه په مننې لیکلي دي چې په دې خوشحاله دی چې هندي محصولات لدې وروسته په ۱۸ سلنه تعرفه کې شاملیږي.
دهند صدراعظم د متحدو ایالاتو ولسشمر سره د نږدې همکاري لپاره هیله څرګنده کړې.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان تایید کړه چې امریکا سره خبرو ته کیني
وروسته لدې چې دامریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ګواښ وکړ چې که موافقه ترلاسه نشي نو"بد څه به وشي" ، د ایران ولسمشر مسعود پیزشکیان نن د سې شنبې په ورځ تایید کړه چې متحده ایالاتو سره د اټومي خبرو اترو د پیل لارښوونه یې کړې.
تردې مخکې ، د اکسیوس رسنۍ د دوشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او دامریکا ځانګړی استازی سټیف ویټکاف به د راتلونکې جمعې په ورځ په استانبول کې سره وویني.
پیزشکیان د ایکس په یوه پوسټ کې وویل: "ما خپل د بهرنیو چارو وزیر ته لارښوونه کړې، په دې شرط چې یو مناسب چاپیریال شتون ولري - یو له ګواښونو او غیر معقول تمو څخه پاک - عادلانه او مساوي مذاکرات تعقیب کړي."
واشنګټن د ایراني چارواکو لخوا د حکومت ضد لاریونونو ته د مرګوني ځواب وروسته چې تیره میاشت یې کچه لوړه شوه، منځني ختیځ ته د الوتکو وړونکو بیړیو یوه ډله واستوله.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې هیله مند دی چې واشنګټن به له ایران سره "یو څه حل کړي"، مګر د دوشنبې په ورځ یې خبرداری ورکړ چې که کومه موافقه ونه شي نو "بد څه به پیښ شي".
تهران ټینګار کړی چې ډیپلوماسي غواړي خو د هر ډول تیري په وړاندې سخت ځواب ته ژمن دی.
ایران په مکرر ډول ټینګار کړی چې خبرې اترې باید یوازې په اټومي موضوع متمرکزې وي او د خپلو توغندیو دپروګرام یا دفاعي وړتیاو په اړه خبرې یې رد کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د دوشنبې په ورځ له CNN سره په یوه مرکه کې وویل چې له امریکا سره اټومي تړون امکان شته دی.
بریتانیا په لسو ایراني چارواکو او یو ارګان بندیزونه ولګول
بریتانیې د دوشنبې په ورځ دایران په لسو چارواکو او یو امنیتي ارګان بندیزونه ولګول.
اعلامیې وویل چې دغه بندیزونه د «بشري حقوقو څخه د جدي سرغړونو» لکه دبیان د ازادۍ او د سوله ایزو لاریونونو دځپلو او په ځینو مواردو کې د ژوند د حق څخه د محرومولو له کبله دایران په یو شمیر چارواکو او د امنیتي ځواکونو په قوماندانۍ ولګول شول.
د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني او پانګوال او سوداګر بابک زنجاني د بندیزونو په لیست کې شامل دي.
اعلامیه زیاتوي چې دغه تنبیهي اقداماتو کې د پانګو کنګل او دویزو بندیز شامل دي.
لندن مخکې خبرداری ورکړی وو چې که دبشري حقوقو څخه سرغړونې دوام وکړي نو په ایران باندې خپلو بندیزونو ته به زور ورکړي.
داسیا د فوټسال ۲۰۲۶ جام لوبو کې نن اته ټیمونه لوبیږي.
داسیا د فوټسال ۲۰۲۶ جام کې نیمه پایلوبې ته رسیدلو لپاره نن دسلواغې په ۱۴مه اته ټیمونه سره لوبې کوي.
د افغانستان د فوټسال ملي ټیم د جاپان په وړاندې، دایران ټیم د ازبکستان په وړاندې ، تایلند د عراق په وړاندې او اندونیزیا د ویتنام په وړاندې لوبې کوي.
له دغو ټیمونو څخه به ۴ ټیمونه د اسیا د فوټسال د ۲۰۲۶ کال د جام نیمه پایلوبې ته لار ومومي.
دافغانستان ملي ټیم د جام په تیرو لوبو کې د ایران له ټیم مات شو خو مالیزیا او سعودي عربستان ته یې ماتې ورکړي.
د اسیا د فوټسال د ۲۰۲۶ کال جام لوبې د سلواغې په ۷ مه اندونیزیا کې پیل شوي دي.
د U-19 دنړیوال جام نیمه پایلوبې نن پیلیږي
د ۱۹ کلونو څخه د کشرو لوبغاړو دنړیوال جام دنیمه پایلوبې لوبې نن سه شنبه پیلیږي.
دافغانستان، هند ، استرالیا او انګلستان ټیمونه په دې مرحله کې سره مخامخ کیږي.
د نیمه پایلوبې لومړۍ لوبه نن د انګلستان او استرالیا د ټیمونو ترمینځ ته.
دافغانستان د نولس کلونو کشره لوبډله سبا چهارشنبې د سلواغې په پنځلسمه له هند سره لوبه کوي.
ددغې مرحلې دوه بریالي ټیمونه د راتلونکې جمعې په ورځ د جام پایلوبه سره سیالي کوي.