د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۵۷

د کابل بېوزله ښاریانو، د سونګ موادو د بیو د لوړېدو له کبله د تودولو نورو لارو ته مخه کړې


د کابل ښار یو شمیر اوسېدونکي وایي، د ژمې له رارسېدو او د سړو له زیاتېدو سره د بې وزلۍ له امله پلاستیکي بوشکې له ګرمو اوبو ډکوي او خپل ځانونه او ماشومان پرې تاوده ساتي.

په پلازمینې کابل کې یو شمیر بې وزله کورنۍ وايي: «په همدغو اوبو ګرمولو او بوشکو ځپله ګذاره کوو، مجبوره یو نو څه وکړو.»

د کابل ښار اوسېدونکي او د دوولس کسیزې کورنۍ سرپرست ۶۵ کلن محمد طاهر و.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د سونګ توکو بیې لوړې دي او دوی یې د اخیستلو توان نه لري:

"همدا اوس هم لمسیانو او خپلو ماشومانو ته مې همدا بوشکې او تر څنګ یې له ګرمو اوبو ډک بوتلونه ایښي، د شپې بیا هغه غټې بوشکې له ګرمو اوبو ډکوو، په دغه حرارت موږ خپل ژوند تېروو، د ښو لرګیو بیه په بازار کې ۱۳ زره افغانۍ او د عادي یا خرابو هغو یې ۸ زره افغانۍ ده، د دغو لرګیو او سونګ توکو وسه نه لرو."

دا یوازې محمد طاهر نه دی، بلکې د کابل ښار یوه بله اوسېدونکې، د پنځو کوچنیو ماشومانو مور او د خپلې کورنۍ سرپرسته ګلدسته هم ورته خبره کوي؛ وایي چې تېر کال یې هم په همدې بوشکو کې د تودو اوبو په اچولو ځانونو او ماشومان له سړو ژغورلي:

"سم نیمایي کابل اوس له همدې بوشکو د ځان تودولو لپاره کار اخلي، زه خپله په همدې ټوټو او (کوڅې نه په راټولو شویو) خَسو اوبه ګرموم او بیا ترې همدا بوشکې ډکوم، ځان ته، اولادونو ته مې یوه یوه ږدم، یوه لور مې واده شوې هغه یې هم ځان ته او خپل ماشوم ته ږدي، نو سم نیمایي خلک له همدې ستونزو سره مخامخ دي."

د کابل د بګرامیو ولسوالۍ یو اوسېدونکی متین خان هم وايي دا او ګاونډیان یې همدا کار کوي:

" ټول همدا طریقه کاروي چې همدې بوشکو کې اېشېدلې اوبه واچوي او بیا یې کمپلو کې له ځان سره ننباسي، اکثره خلک خو څو بوشکې له جوش اوبو ډکې او د صندلۍ په شکل یې تر کمپلو لاندې کېږدي، ډېر کم خلک به وي چې د ګازي یا د لرګیو بخاریو وس ولري."

خو د دې طریقې کارونکي ټینګار کوي چې د بوشکې سر باید ښه ټینګ وتړل شي او ځانونونه او ماشومانو ته ډیرې نژدې هم کېنښودل شي چې جوش اوبه یې زیانمن نه کړي.

په پلازمینه کابل کې لرګیو او سکرو پلورونکو ټولنې د مشر امیر محمد کابلي د معلوماتو له مخې، دا مهال د کابل په بازارونو کې د یو خروار ښو څېړۍ لرګیو بیه ۹۵۰۰ او د یو خروارو ډبرو سکرو بیه بیا ۷۰۰۰ افغانۍ ده.

داسې مهال چې مخکې یو شمیر کابل ښاریانو ازادي راډیو ته ویلي وو چې د یو خروار څېړۍ لرګیو بیه ۱۳ زره افغانیو ته رسېدلې ده.

د یو کیلو ګازو بیه بیا دا مهال د کابل په بازارونو کې له ۵۰ تر ۶۰ افغانۍ ښودل شوې ده.

د یادونې ده چې د غوړیو له تشو شویو ژیړو پلاستیکي بوشکو چې یو شمیر بې وزلي کابل میشتي اوس په کې د ګرمو اوبو په اچولو د ځان د توودلو لپاره استفاده کوي او یو شمیرو بیا له لرې واټن د څښاک د اوبو د لېږد وسیله ګرځولې، طالبانو به واک ته له رسیدو مخکې له سپکو او درنو چاودېونکو توکو ډکولې او په کمینونو، بریدونو او د خپلو هدفونو په نښه کولو کې به یې ورنه استفاده کوله، چې ان اوس یې هر کال د خپلې واکمنۍ د نمانځنې په ورځ، په رسمي ډول په پوځي پرېد کې هم نندارې ته وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG