د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د مخ پر زیاتېدونکو محدیتونو په اړه د اندېښنو په دوام، تازه اروپايي ټولنې ویلي چې طالبان د د ښځو او نجونو پر وړاندې د لګول شویو بندیزونو د لیرې کولو لپاره هېڅ پلان نه لري.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن پرون پنجشنبه په کابل کې د خپل ماموریت د پای ته رسېدو په مناسبت جوړې شوې خبرې غونډه کې په افغانستان کې وضعیت د اندېښنې وړ وباله.
هغه زیاته کړه:
« زه افغانستان په داسې حال کې پرېږدم چې لاهم په دغه هېواد کې د سیاسي، اقتصادي، د بشري حقونو او ټولنیز وضعیت په اړه او په ځانګړې توګه د هغه حالت په اړه چې افغانستان د وروستیو فرمانونو او کړنلارو د پلي کېدو له کبله ور روان دی ژوره اندېښنه لرم، له دې ټولو سره- سره زه بیا هم د دروازو د تړلو پر ځای پر تعامل باور لرم او هیله لرم چې په دې برخه کې حل لارې پیدا کړو.»
توماس نیکلاسن له ۲۰۲۱م کال راهیسې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه دنده پرمخ وړله.
توماس د خپل ماموریت د پای ته رسېدو په مناسبت جوړې شوې خبري غونډه کې دغه شان ویلي، چې په اغېزناکو ټولنو کې دواړه ښځې او نارینه باید زده کړو ته لاسرسی ولري.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي د تازه څرګندونو په اړه د ازادۍ راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو طالبانو تل ادعا کړې چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه د دوی په ټکو د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، هغه ادعا چې افغان مېرمنو او نړیوالو ته د منلو نه ده.
دا په داسې حال کې ده چې ۹ ورځې وړاندې طالبانو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د ځپونکو اقداماتو په لړ کې دوی طبي انستیتیوتونو کې له زده کړو هم منع کړې، چې دغه اقدام په کور دننه او بهر ګڼ او توند غبرګونونه راوپارول.
د کابل ښار اوسېدونکې نېکمرغه چې د طالبانو د محدودیتونو له کبله له زده کړو بې برخې شوي په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:
« د اسلام په مبارک دین کې دا راغلي چې علم په دواړو ښځو او سړیو فرض دی، چې د اسلام دین داسې لارښوونه کوي نو بیا ولې د ښځو ښوونیز بنسټونه بند دي او یوازې د سړیو هغه خلاص دي، زموږ هیله دا ده چې ښوونځي مو خلاص شي او درسونو ته دوام ورکړو.»
د ښځو د حقونو فعاله شکریه بارکزۍ وايي طالبان لا هم په دې نه دي قانع شوي چې ګواګې افغانان او په ځانګړې توګه مېرمنې دې د دوی په حاکمیت کې تعریف شوي او واضح حقوق ولري.
هغې ویلي:
« زما په فکر طالبان تر ننه پورې په دې قانع نه دي چې د دوی په واکمنۍ کې خلک مشروع حقونه ولري او دوی په حاکمیت کې د خلکو تعریف شوي حقونه واضح نه دي، په کار ده چې طالبان پر خپلو پالیسیو بیا غور وکړي. کومې کړنې چې دوی د شریعت په نامه کوي، ټول او ان اسلامي هېوادونه یې پرضد ودرېدل او توند غبرګون یې ښوولی دی.»
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو د سازمان په ګډون ګڼو نړیوالو بنسټونو او هېوادونو له طالبانو په دوامداره توګه د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د نرمښت غوښتنه کړې، خو د بشري حقونو د فعالانو په خبره په دې برخه کې د مثبت بدلون پر ځای ورځ تر بلې د طالبانو ځپونکي اقدامات مخ پر زیاتېدو دي.
د یادونې ده چې طالبانو په افغانستان کې تر بیا واکمنېدو وروسته د نورو محدودیتونو تر څنګ له شپږم ټولګي پورته نجونې له هر ډول زده کړو رارګرځولي، دغه شان په ډېری دولتي او نا دولتي ادارو کې د ښځو پر کار کولو هم بندیز لګولی دی.