د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې په جنوبي اسيا کې د نشه يي موادو د وضعیت په اړه راغلي چې، سږکال په میانمار کې په پنځه څلوېښت زره او (۲۰۰) هیکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي دي.
د ملګرو ملتونو سروې ښيي، که څه هم سږکال په میانمار کې د پروسږکال په پرتله د کوکنارو کښت دوه زره هیکټاره کم شوی دی، خو بیا هم دا پرله پسې دوهم کال دی چې میانمار د کوکنارو د کښت په برخه کې په نړۍ کې لومړی هېواد بلل کېږي.
په افغانستان کې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې دوه لکه او (۳۳) زره هیکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي او په نړۍ کې د کوکنارو د کښت په برخه کې لومړی هېواد بلل کېده، خو کله چې د طالبانو حکومت د کوکنارو کښت منع کړ، سږکال په افغانستان کې د دې کښت اندازه دوولس زره او اتو سوو هېکټارو ته راټیټ شوه.
په جنوبي اسيا کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې د دفتر استازی مسعود کريمي پور په میانمار کې د دې کښت د ډېروالي عمده علتونه په نړیوالو بازارونو کې د نشه يي موادو غوښتنه او په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کموالی بولي. ښاغلي کریمي پور په ټایلنډ کې د دې راپور وړاندې کولو پر مهال وویل چې:
" په میانمار کې د تاریاکو د تولید اندازه خورا ډېره شوې ده. څرنګه چې په میانمار کې کړکېچ د پخوا په ډول دوام لري او نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د نشه يي موادو رسولو لړۍ هم د بدلون په حال کې ده، موږ
په راتلونکو کلونو کې په میانمار کې په بالقوه ډول د کوکنارو د کښت ډېروالی وینو. "
پروسږکال په میانمار کې په اووه څلوېښت زره او سلو هیکټارو ځمکو کې کوکنار کرل شوي وه.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر بنسټ، سږکال په میانمار کې د یوه کېلوګرامو تاریاکو بیه (۳۰۴) امریکايي ډالره ده، حال دا چې پروسږکال دا بیه (۳۷۰) ډالره وه.
خو په افغانستان کې د جنوبي اسيا د بازارونو په پرتله د تاریاکو بیه ډېره لوړه ده، ځکه چې دوې اوونۍ مخکې د دې سازمان د راپور له مخې، په افغانستان کې یو کیلوګرام تاریاک په (۷۴۰) امریکايي ډالره خرڅېدل.
له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت پخوانی معین محمد ابراهیم ازهر وايي، په افغانستان کې د تاریاکو د زېرمو له کمولو سره به مافیايي ډلې هڅه وکړي چې، د سيمې په نورو هېوادونو کې د کوکنارو کښت رواج کړي.
" په افغانستان کې د تاریاکو او هیرويينو ډېرې زېرمې شته چې څو کاله به یې قاچاق دوام ولري، تر څو چې یو بل هېواد او یوه بله جغرافیه بې ثباته او د افغانستان د کوکنارو کښت هلته یووړل شي او نړیواله مافیا وکولای شي چې دا مسئله هلته تعقیب کړي. "
له بلې خوا ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې، له افغان بزګرو سره اقتصادي مرستې وکړي او دغه ډول د کوکنارو د کښت ویجاړولو په برخه کې د هغوی ملاتړ ترلاسه کړي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې د دفتر مشر پولییک سيري وايي چې، په افغانستان کې د کوکنارو کښت منع کولو او بدیلو مرستو نشتوالي د افغانستان بزګران نور هم بېوزله کړي دي.
" افغان بزګران مقاومت لري، خو د دوی ژوند تر بل هر وخت ډېر له خطر سره مخ دی. د دې زیان د مخنيوي لپاره تر ډېره حده د نړیوالې ټولنې غذايي مرستو ته اړتیا لري. باید د کوکنارو له کښت څخه لاس اخيستل دوام وکړي او باید د دې کښت ویجاړول د بزګرو له ملاتړ سره مل وي. "
ملګري ملتونه داسې مهال په افغانستان کې د بزګرو له خوا د کوکنارو د نه کرلو پر دوام ټينګار کوي چې، اروپايي ټولنې تازه اعلان وکړ چې له افغان بزګرو سره به د اقتصادي مرستو په برخه کې له افغانستان سره (۴۵) ميلیونه یورو مرسته وکړي.