د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

د بشار اسد د رژیم له پرزیدو وروسته سیمې ته د مشورو لپاره د بلینکن سفر


د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر او د اردن باچا په سوریه کې د کرارۍ غوښتنه وکړه.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اردن له پاچا دویم عبدالله سره په کتنه کې په سوریه کې بل حکومت ته د واک د لېږد لپاره د ټولګډونه پروسې غوښتنه هم وکړه.

ښاغلي بلېنکن چې په سوریه کې د بشاراسد د رژیم تر نسکورېدو وروسته یې سیمې ته سفر پیل کړی، وروسته په ترکیه کې د هغه هېواد له چارواکو سره خبرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په سوریه کې د داسې ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې، چې د اقلیتونو خوندیتوب هم تضمین کړي، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې د افراطي وسلوالو په مشرۍ یاغیانو پر قدرت ولکه ټینګه کړه.

بلېنکن چې څه باندې میاشت وروسته له واک څخه لیرې کېږي، د اردن له پاچا سره د سره سمندرګي په العقبه ساحلي ښار کې وکتل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماتیو میلر ویلي، بلېنکن په سوریه کې د سیاسي انتقال پر مهال، د اردن په ګډون د سوریې په ګاونډیو هېوادونو کې د ثبات لپاره د واشنګټن د ملاتړ ژمنه وکړه.

د میلر په وینا، د امریکا متحد ایالتونه هیله لري چې سوریه به د ټروریزم د مرکز په توګه نه کارول کېږي او خپلو ګاونډیانو ته به کوم خطر نه پېښوي.

دا اندېښنې د ترکیې هم دي، چې د سوریې له هغو کردانو سره په کړکېچ کې ده، چې د امریکا متحدان ګڼل کېږي.

اسرائیل هم چې د اسد د رژیم تر پرځېدو وروسته یې په سوریه کې په سلګونو هوايي حملې کړي، عین اندېښنې لري.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د امریکا د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان ته د پنج شنبې په ورځ ویلي، چې اړتیا ده، له سوریې د تروریستي فعالیت مخه ونیول شي.

بلخوا د ترکیې ټلویزیوني کانالونو پرون راپور ورکړ، چې د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالین پرون دمشق ته سفر وکړ.

د خصوصي ټلویزیون (NTV) په ګدون بېلابېلو کانالونو راپور ورکړ، کالین چې سخت امنیتي تدابیر ورته نیول شوی وو، د دمشق له الأموي جامع جومات څخه په راوتلو و.

هیئت تحریر شام ډلې چې د تېرې یکشنبې په ورځ د سوریې د حکومت د نسکورېدو د عملیاتو رهبري کوله او د سوریې لپاره د القاعده شبکې جلا شوې څانګه ده، هڅه کړې، چې معتدل بیانونه ورکړي.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان هم پرون په دمشق کې و، خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د فرانسې خبري اژانس ته دا خبر رد کړی دی.

د نړۍ ز اوو لویو اقتصادلرونکو هېوادونو ډلې یا (G7) په سوریه کې د سیاسي انتقال د ملاتړ ژمنه وکړه.

دغې ډلې پرون پنج شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی په سوریه کې د انتقال د داسې پروسې ملاتړ کوي، چې د باور وړ، ټولګډونه او غیرفرقوي حکومت د تشکیل سبب شي.

د هیئت تحریر شام ډلې په مشرۍ افراطي وسلوالو تېره یکشنبه دمشق ونیوه او د بشارالاسد رژیم یې نسکور کړ، دوی د سې شنبې په ورځ محمد البشیر په سوریه کې د لنډمهاله حکومت د مشر په توګه وټاکه.

XS
SM
MD
LG