خبرونه
د یونان د کډوالو په کمپونو کې د ماشومانو پر ناوړه وضعیت اندېښنه
د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان وايي، د یونان د کډوالو په کمپونو کې د افغانانو په ګډون ماشومان له سخت وضعیت سره مخامخ دي.
د سیف د چیلډرن په یو نوي خپور شوي راپور کې راغلي چې د کډوالو لپاره د یونان شورا د دې هېواد د کډوالو په کمپونو کې هغه ترخه واقعیتونه په ګوته کړي چې ماشومان ورسره لاس و ګرېوان دي.
د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان وویل، په ۲۰۲۴ کال کې یونان ته د ماشومانو راتګ دوه چنده زیات شوی دی.
د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان وايي، د ۲۰۲۴ کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې یونان ته د کډوالو راتګ ډېر شوی، چې د کال په لومړیو ۱۱ میاشتو کې تر ۵۷۳۰۰ اوښتی دی.
دغه سازمان زیاتوي، سږ کال تر ۱۳۰۰۰ ډېر ماشومان د سمندر له لارې یونان ته رسېدلي، چې د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه ډېر دي. له ترکیې یونان ته په اوښتونکو کډوالو کې ګڼ شمېر افغان کډوال هم شامل دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
UNHCR: په پاکستان کې د افغان کډوالو پرتګ راتګ محدودیتونو د هغوی ژوند سخت کړی دی
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) خبرداری ورکړی چې په پاکستان کې د افغان کډوالو پرتګ راتګ لګېدلي محدودیتونه بنسټیزو خدمتونو او د عاید سرچینو ته د دوی لاسرسی سخت محدود کړی او ډېری کورنۍ یې له سختو مالي بحرانونو سره مخ کړې دي.
په هغه راپورکې چې د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا اړوند ریلیف ویبپاڼه کې د سې شنبې په ورځ خپورشوی، هغو افغانانو چې په اسلام اباد، راولپنډۍ او شاوخوا ولسوالیو لکه اټک کې ژوند کوي، له خپلو کورونو د ایستلو، د پولیسو له خوا د ځورونو، نیونو او شړلو د پېښو د زیاتوالي راپورونه ورکړي دي. د راپورله مخې په خیبر پښتونخوا ایالت کې سیمه ییزو چارواکو ته د کډوالو د مېشت ځایونو د بنسټیزو تاسیساتو د سپارلولړۍ ګړندۍ شوې. په دغو مېشت ځایونو کې د زده کړې، روغتیا، اوبو او ټولنیزو سرچینو اسانتیاوې سیمه ییزو او ایالتي چارواکو ته سپارل شوي چې دې کار په خیبرپښتونخوا کې د بشري مرستو د فعالیت فضا په څرګند ډول بدله کړې.
د UNHCR د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له ۱،۱ میلیونه څخه ډېر کسان افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې تر ۱۵۴ زرو ډېر کسان جبري ایستل شوي دي.
د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د شمیرو له مخې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبرله میاشتې راهیسې تر ۱،۹ میلیونه ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي، چې په کې د POR او ACC کارټ لرونکي او بې اسناده کسان شامل دي. د POR کارټ لرونکي په هغه هیواد کې د کډوالو په توګه ثبت دي او د ACC کارټ لرونکي هم د افغان اتباعو په توګه ثبت دي چې محدود خوندیتوب لري.
یواین ایچ سي آر د ټولو هغو افغانانو شمیرچې دا مهال په پاکستان کې اوسي، شاوخوا ۲ میلیونه یاد کړی دی.
د افغانستان او ویسټ اینډیز د کرکټ لوبډلې نن یو ځل بیا سره مخامخیږي
ټاکل شوې ده چې نن ماښام د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له ویسټ اینډیز سره په شارجه کې مسابقه وکړي.
افغان لوبډلې د دوشنبې په ورځ هم په متحد عربي اماراتو کې له ویسټ اینډیز سره د شل اورونو لوبه وکړه چې هغه لوبه یې د اته دیرش منډو په توپیر وګټله.
په پام کې ده چې د افغانستان او ویسټ اینډیز لوبډلې سبا هم سره مخامخ شي.
د شل اورونو دا درې لوبې نړیوال جام ته د تیارو لپاره دي.
ټاکل شوې ده چې د شل اورونو د کرکټ نړیوال جام د هند او سریلانکا په ګډ کوربتوب د فبروري په اوومه پيل شي او نژدې یوه میاشت دوام وکړي.
په نړیوال جام کې افغانستان په ( ډي) ګروپ کې له جنوبي افریقا، نیوزیلنډ، کاناډا او متحده عربي اماراتو سره یوځای شوی دی.
ټرمپ: ایران نیت کړی و ۸۳۷ تنه اعدام کړي
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر یو ځل بیا وویل چې لاهم هغه انتخاب د میز پر سر دی چې پر ایران به برید کوي.
ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د خبرې غونډې پرمهال دا هم وویل چې اونۍ مخکې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو غوښتل د لاریون کوونکو اته سوه اووه دیرش تنه اعدام کړي، خو د ده له خبرداري وروسته ایران دا کار ونه کړ.
د امریکا ولسمشر بیا وویل چې د ایران چارواکو ته یې وویل، که دا کسان اعدام شي دا به د دوی لپاره ډیره بده شي چې له دې خبرداري وروسته دوی نیولي معترضین اعدام نه کړل.
د امریکا ولسمشر بیا وویل چې دی نه پوهیږي چې په راتلونکې کې به د ایران چارواکي څه وکړي خو د اوس لپاره یې د دې کسانو له اعدامولو لاس اخیستی دی.
ولسمشر ټرمپ نن په داووس ښار کې د ګرینلډ په تړاو غونډه لري
تمه ده چې نن د سویس په داووس ښار کې د نړیوالې اقتصادي غونډې ترڅنګ د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د یوشمیر هیوادونو له چارواکو سره د ګرینلډ په تړاو خبرې وکړي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د دې غونډې خبره وکړه خو دا یې ونه ویل چې په دې ناسته کې به کوم مشران برخه اخلي.
د ګرینلډ لوی ټاپو چې د امریکا خاورې ته څیرمه پروت دی، ډنمارک اداره کوي او اروپایي مشرانو له دې سره مخالفت کړی دی چې دا ټاپو د امریکا برخه شي، خو د شنبې په ورځ ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړ چې د فبروري له لومړۍ نیټې به د ډنمارک او اوو نورو اروپایي هیوادو پر وارداتو لس فیصده تعرفه لوړه کړي او که چیرته بیا هم دوی د ګرینلنډ په برخه کې د امریکا غوښتنې نه منلې نو د جون له لومړۍ نیټې به دا تعرفې پنځه ویشت فیصدو ته لوړې شي.
ټاکل شوې ده چې نن به ولسمشر ډونالډ ټرمپ د داووس نړیوالې غونډې ته وینا هم وکړي.
له نولس کلنو کم عمره افغان لوبډله په نړیوال جام کې نن له تانزانیا سره مخامخیږي
د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنوکم عمره لوبډله به نن چهارشنبې د کرکټ د نولس کلنوکم عمره لوبډلو نړیوال جام سیالیو په ترڅ له تانزانیا سره مخامخ شي۔
دا لوبه به د نامیبیا د پلازمینې ویندهوک د کرکټ په لوبغالي کې د کابل په وخت له غرمې مخکې په یولسو بجو پیل شي۔
د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې تردې مخکې په خپل ګروپ کې ویسټ انډیزاوجنوبي افریقا ته ماتې ورکړې اوتراوسه په خپل ډي ګروپ کې د جدول په سرکې دی. دا نړیوال جام د زیمبابوې او نامیبیا په ګډ کوربتوب ترسره کېږي چې پایلوبه به یې د فبروري په ۶ وي.
نن د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه شوې
د طالبانود حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپیژندنې ریاست نن چهارشنبه د افغانستان په یوشمیرولایتونو کې د درنې واورې، باران، تالنده بریښنا او تیزو بادونو د پیښیدو اټکل کوي.
دې ریاست په یوه خبرپاڼه کې چې پرون یې په خپله ایکسپاڼه کې خپره کړې، ویلي چې په بلخ، فاریاب، سرپل، بادغیس، فراه، غور، هلمند کندهار، رزګان، دایکندي، بامیان، زابل، غزني، میدان وردګ، لوګر، پروان، پنجشیراو بغلان ولایتونوکې د سالنګونو په ګډن د باران کچه په بیلابیلو سیمو کې له لسو څخه تر۲۵ ملي مترو پورې او د واورې کچه له لسو څخه تر۴۵ سانتي میترو پورې اټکل کیږي. د دې ادارې په خبره په مرکزي، شمال لویدیځو او جنوبي ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د تیزو بادونو د پیښیدو امکانات شته چې سرعت به یې په بیلابیلو سیمو کې له پنځوسو نه تر۹۵ کیلومتره په ساعت کې وي.
د هواپیژندنې ادارې همدارنګه په ګرمسیرو ولایتونو کې د سیلابونو وړاندوینه کړې ده.
په اسپانیا کې د ریلګاډو د ټکر تلفات ۴۲ ته ورسېد
د اسپانیا په جنوب کې د دوو چټکو اورګاډو د ټکر له امله د مړیو شمېر ۴۲ ته ورسید.
د اندالوسین سیمې چارواکو په یوه بیان کې وویل چې د سې شنبې په ورځ ماسپښین مهال د الوییا اورګاډي په یوه واګون کې د یوه بل تن جسد وموندل شو، چې له دې سره د مړو شمېر ۴۲ ته لوړ شو. د اورګاډي له دغې خونړۍ پیښې وروسته په اسپانیا کې د مادرید او بارسیلونا ترمنځ د اورګاډي سرعت محدود شوی.
د دوو ګړندویو مسافروړونکو اورګاډو د ټکر دا پیښه د تیرې یکشنبې په ورځ له مادرید څخه د جنوب په ۳۶۰ کیلومترۍ کې د کوردوبا ولایت ادموز ښارته نژدې رامینځته شوه. کارپوهان وایي، پرپټلۍ د یوې نښلیدونکې وسیلې د خرابوالي له امله ښایي یو اورګاډی له پټلۍ وتلی او له بل سره یې ټکر کړی وي.
ټرمپ؛ د داووس اقتصادي فورم په څنډه کې د ګرینلنډ په اړه له ښکیلو خواوو سره خبرې اترې کوم
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سویس په داووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د ګرینلنډ په اړه له یوې ناستې او خبرو اترو سره مواقفه کړې ده.
ټرمپ پرون دوشنبې د (جنوري۱۹مه) پر خپل ټروټ اکونټ ولیکل،"له ټولو خواوو سره مو په داووس کې د ګرینلنډ په اړه د خبرو اترو پر سر مواقفه وکړه".
هغه په دې اړه نور جزیات ورکړې نه دي.
د ګرینلڼد پر سره جنجال د امریکا او اروپا ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي دي.
دغه خودمختاره سیمه چې د ډنمارک خاروه دی، امریکا يې په ځلونو د نیولو ګواښ کړی دی.
ټرمپ وايي، ګرینلنډ د امریکا او د نړۍ د ملي امنیت لپاره مهمه سیمه ده او ډنمارک يې د ساتنې وړتیا نه لري.
د داووس اقتصادي فورم د جنوري په ۱۹مه پیل شوی او د همدې میاشتې په ۲۳مه پای ته رسیږي.
ټرمپ په همدې روانه اونۍ کې په دې اقتصادي فورم کې ګډون کوي.
ملګرې ملتونه د جمعې په ورځ د ایران په اړه اضطراري ناسته راغواړي
د ملګرو ملتونه د بشري حقونو شورا د راروانې جمعې په ورځ په ایران کې د "معترضینو پر وړاندې د شوي تاواتریخوالي" په اړه اضطراري ناسته جوړوي.
رویترز خبري اژانس لیکي،"هغه لیک يې ترلاسه کړی چې په ملګرو ملتونو کې د ایسلنډ سفیر اینارګونارسون یو شمیر هېوادونو له هغې ډلې بریټانیا او جرمني ته استولی او د ایران په اړه د دغه ناستې غوښتنه په کې شوي ده".
د لیک له مخې،"د یوې ځانګړې ناستې جوړول ضرور دي، ځکه په ایران کې معترضین ځپل شوي او نړیوال قوانین نقض شوي دي".
ملګرو ملتونو تایید کړې چې دغه ناسته د جمعه په ورځ ده او تراوسه ۲۱هېوادونو د ایران په اړه د دې ناستې سره موافقه کړې ده.
بل پلو، د بشري حقونو د څار سازمان په ایران کې "ټوله وژنه غیرقانوني" بللې او په يې د څیړنې غوښتنه کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي د دغې ناستې په اړه څه ویلي نه دي.
د کابل په برید کې دوه چینایان وژل شوي
په کابل کې یوې سرچینې ازادي راډيو ته وویل چې د دوشنبې د ورځې په برید کې د دوو چینایانو په ګډون اووه تنه وژل شوي او شاوخوا دیارلس نور ټپيان شوې دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت تر دې مخکې د یوه چینایي د وژلو او د بل د ټپي کیدو خبر و رکړی و.
د کابل په ګلفروشي کوڅه کې د چینایانو پر یوه رستورانت د ( جنوري په ۱۹ مه) له یوې چاودنې وروسته دا مرګ ژوبله اوښتې ده. داعش خراسان څانګې د دې برید مسوولیت منلی دی.
چین د طالبانو له حکومته غوښتي چې په افغانستان کې د چینايانو امنیت تامین کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبې د (جنوري۲۰مه) ویلي،"بجینګ په فوري توګه له افغان چارواکو غواړي چې د دوشنبې د ورځې د برید د ټپیانو د درملنې لپاره د پام وړ هڅې وکړي او د چینايي وګړو د امنیت د تامین لپاره ځانګړي تدابیر ونیسي".
بل پلو، چین خپلو اتباع ته خبرداری ورکړی چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.