د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان د فرهنګي حقونو د ټینګښت او له هنرمندانو نه د ملاتړ لپاره پر طالبانو ډیپلوماتیک او عملي فشارونه زیات کړي.
د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستانه له فرهنګي حقونو څخه سیستماتیکې سرغړونې د ولس په روح برید بولي او ټینګار کوي چې د طالبانو فرهنګ ضد سیاستونه باید د نړۍ له لوري په ښکاره ډول وغندل شي.
د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټیوټ چې اوس مهال له افغانستانه بهر فعالیت کوي، د ډیسمبر لسمه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې د خلکو له فرهنګي حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونه غندلې ده او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د دوی د فرهنګي حقونو او موسیقۍ د خوندیتوب او له افغان هنرمندانو د ملاتړ په هدف پر طالبانو ډیپلوماټیک او عملي فشارونه زیات کړي.
د دغه انسټیټیوټ مشر احمد ناصر سرمست ازادي راډيو ته وویل د طالبانو سیاستونو د افغانانو فرهنګي حقونه تر پښو لاندې کړي دي." د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتوت د اعلامیې د خپرولو هدف دادی چې د نړیوالې ټولنې پام د طالبانو له لوري د هنري او فرهنګي حقونو نقض ته چې په چټکې او ښکاره روان دی راواوړي، موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د افغان موسیقي کارانو، فرهنګیانو او هغه کسانو نه خپل ملاتړ زیات کړي چې همدا اوس د طالبانو له استبداد څخه په تېښته دي."
د افغانستان د موسيقۍ ملي انسټيټيوټ په خپله اعلاميه کې د افغانستان د فرهنګي میراثونو د هیرېدو خبرداری ورکړی او د دې هیواد د هنري او کلتوري دودونو د ساتلو لپاره یې په نړیوالې هڅو ټینګار کړی دی.
په همدې حال کې یو شمېر افغان هنرمندان او سندرغاړي چې په افغانستان کې پر موسیقۍ د طالبانو له بندیز وروسته کډوالۍ ته اړ شوي وايي د ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د خیبرپښتونخوا په مرکز پېښور کې میشت افغان هنرمند همت ګل افغان ازادي راډيو ته وویل:" دلته پروګرامونه نشته، چې میاشت پوره کیږي بیا ټول هنرمندان د کور کرایې ته حیران یو، د ماشومانو د ښوونځیو مسله ده چې اجازه ورته نشته، د ویزو د پروسس نه کېدل بله مسله ده چې موږ یې له سختو ستونزو سره مخ کړی یو او پولیس مو تنګوي."
په افغانستان کې یو ګیتار غږونکي چې نه یې غوښتل په دې راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې له خپل مسلکه لیرې شوی او اوس له سختې بې کارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دی."زه د کورنۍ د څلورو غړو د ساتنې مسولیت لرم، د ژوند د لګښتونو پوره کول ډېر ستونزمن شوي دي، کومه دولتي دنده چې ما د موسیقۍ په برخه کې لرله او هغه کنسرتونه چې له هیواده بهر به مو ترسره کول، اوس هر څه له منځه تللي دي، ان په شخصي او خصوصي پروګرامونه لمنځه تللي دي. "
د یادونې ده چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتوت غړي پرتګال ته انتقال شول او خپل هنري کارونه یې د دې هیواد له پلازمینې لیزبن څخه پیل کړل.
د دې انستیتوت هنرمندانو په دې موده کې په بیلابیلو هیوادونو کې ځینې هنري پروګرامونه هم ترسره کړل.
په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو حکومت د یو شمېر نورو بندیزونو ترڅنګ پر موسیقۍ هم بندیز لګولی او د اسلامي شریعت خلاف یې بللی ده.
طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې د موسیقۍ وسایل سوځولي او د یو شمېر هنرمندانو په وړاندې یې له تاروتریخوالي کار اخیستی دی چې یو شمېر کتونکي د طالبانو دا کړنې د فرهنګي تنوع د ځپنې په برخه کې د دوی د پراخې اجنډا یوه برخه ګڼي.