د سوریې د پوځ دوو افسرانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد نن یکشنبه له پلازمېنې دمشق نامعلوم ځای ته تللی دی.
په همدې حال کې د سوریې یاغیانو ویلي، چې د سوریې په نورو برخو کې له وړاندې تګ وروسته نن پلازمېنې دمشق ته هم ننوتل.
په بریتانیا کې دېره، د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ مشر رامي عبدالرحمن اسوشېټېډ پریس خبري ته ویلي، چې اسد نن سهار له دمشق په یوه الوتکه کې ووت.
د سوریې حکومت د دې موضوع په باب رسماً څرګندونې نهدي کړي.
عیني شاهدانو ویلي، چې په زرګونو کسان په موټرو یا هم په پلي ډول د دمشق په عمده میدان کې راټول شوي او د "ازادۍ" شعارونه ورکوي.
د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې یاغیانو ویلي، د سوریې له وګړو سره یوځای له یوه لوی زندان څخه د بندیانو د ازادۍ او د هغوی د زنځیرونو د ماتېدو او د صیدنایا په زندان کې د بېعدالتۍ د دوران د پای ته رسېدو جشن لمانځي.
صیدنایا د دمشق په مربوطاتو کې یو لوی پوځي زندان دی، چې د سوریې حکومت په زرګونو کسان په کې بندیان کړي وو.
د یاغیانو قوماندان حسن عبدالغني نن سهار ویلي، چې د دوی وسلهوال حمص ته له داخلېدو وروسته څه باندې ۳۵۰۰ بندیان له مرکزي زندانه خوشې کړې دي.
رویټرز اژانس د دمشق د دوو اوسېدونکو په وینا راپور ورکړی، چې د حمص ښار په مرکزي برخه کې یې د ډزو خبره کړې ده.
تر دې مخکې د هیئت تحریر شام په مشرۍ یاغیانو اعلان کړی و، چې د کلیدي ښار حمص کنټرول یې په لاس اخیستی دی.
بل پلو، د سوریې صدراعظم محمد غازي جلالي نن سهار ویلي، چې حکومت تیار دی، اپوزیسیون ته لاس وغځوي.
هغه په یوه ویډيويي بیان کې ویلي، په کور کې دی او له سوریې وتلی نهدی، ځکه په دغه هېواد پورې اړه لري.
جلالي زیاته کړې، چې خپل دفتر ته ځي چې خپل کار ته دوام ورکړي او د سوریې له خلکو یې غوښتنه کړې، چې عمومي ملکیتونو ته زیان وانهړوي.