د "ډوډۍ او سور ګل" مستند فلم نندارې ته وړاندې شو
د "ډوډۍ او سور ګل" فلم مستند د افغان فلم جوړونکې صحرا ماني په لارښوونه تېره اوونۍ په لومړي ځل په کاليفرونيا کې نندارې ته وړاندې شو. دا مستند له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتلو او د طالبانو په بياځلي واکمنۍ کې د افغان مېرمنو ژوند انځوروي. د ډوډۍ او سورګل فلم مستند د اپل شرکت محصول دی.